د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

م.م: ناټو ځواکونو تېرکال ۴۴۰ تنه ملکي افغانا وژلي دي


په افغانستان کې د ملیکانو مرګ ژوبله چې په هر شمېر کې وي، دقیق راپورونه یې نه ورکول کیږي
په افغانستان کې د ملیکانو مرګ ژوبله چې په هر شمېر کې وي، دقیق راپورونه یې نه ورکول کیږي

د افغانستان په جګړو کې د ملکې خلکو مرګ ژوبله له کلونو راهیسې دوام لري او په ډېرو مواردو کې یې راپور هم نه ورکول کیږي. په ځینو پیښو کې د ناټو په عملیاتو کې هم ملکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړې.

حقیقت دا دی چې د افغانستان په جګړو کې د امریکا د وژونکو ډلو له خوا زیاتې وژنې پټې نه پاته کیږي او علت یې دا دی، چې د امریکا پوځ په خپله د پېښو په اړه څیړنې کوي.

د دغو وژنو او څېړنو راپورونه د افغانستان په مطبوعاتو کې نه، بلکې د متحده ایالاتو په خبرې رسنیو او چاپي مطبوعاتو کې خپریږي او دا ځکه چې د قتلونو د عاملانو لپاره پوځي محاکمې په امریکا کې جوړیږي.

د امریکا پوځ په دې باور دی، چې په خپله د دوی له خوا د پوځيانو محاکمه کول یې د عسکرو او پوځیانو په ډسپلین او انظباط کې ډېره مهمه ونډه لري.

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو په عملیاتو کې چې کله په غلطۍ کې ملکې خلکو ته مرګ ژوبله اوړې، دا مساله د امریکا اومتحدینو ځواکونو لپاره په یوې سختې ستونزمنې مسالې بدلیږي.

ملکیان

د ملګرو ملتونو د محاسبې او ارقامو په اساس، ناټو ځواکونو تېرکال په افغانستان کې ۴۴۰ تنه ملکیان وژلي دي.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، حتی امریکایي جنرال سټينلې مککرېسټل چې کله په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان و، په ډاګه یې ویلي وو:

"د حیرانتیا وړ شمېر افغانان چې هیڅ ډول ګواښ یې عسکرو ته نه و مخامخ کړی، وژل شوي دي."

د ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې د ملیکانو مرګ ژوبله چې په هر شمېر کې وي، دقیق راپورونه یې نه ورکول کیږي. په ډېرو مواردو کې طالبان له دغې مسالې څخه په خپله ګټه تبلیغ هم کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د دې خبرې علت واضح او څرګند دی. ناټو عسکر له هر پوځي عملیات وروسته، دښمن او یا هم ملکیانو ته د اوښتې زیان راپور باید ورکړي. اکثر وختونه دوی خپلو مشرانو ته سم او واقعي راپور ورکوي.

خو که چیرې وضعه خرابه شي او د څو ساعته جګړو په جریان کې له پلې او هوايي ځواک څخه کار واخیستل شي، نو هیڅوک زړه نه ښه کوي، چې د طالبانو تر ضربو او اغېز لاندې سېمو کې زیات وخت تېر کړي او د پیښې په اړه موثق شواهد او نمونې راټولې کړې. ناټو عسکر که دا کار وکړي نو ځان ته به کار ګوري او په خپل لاس به په بلې جګړې ښکیل کیږي.

څومره چې امکان ولري ملکي خلک باید په امن کې شي، دوی باید د جګړو قربانیان نه شي.

سور صلیب
انډپنډنټ ورځپاڼه وړاندې لیکي، تر ټولو بده او دردونکې مساله دا ده، چې په جګړو کې ملکي خلک ګېر کیږي او د دې کسانو مرګ ژوبله له ۲۰۰۱ کال راهیسې مخ په زیاتېدو ده.

ورځپاڼې د نړیوال سره صلیب د کمیټې د مامور ریټو سټاکر خبره راخیستې چې وایي، خلک موږ ته وایي، موږ په جګړو کې بند پاته کیږو او نه پوهیږو چې کومې خواته لاړ شو.

دا ډېر بد حالت دی. څومره چې امکان ولري ملکي خلک باید په امن کې شي، دوی باید د جګړو قربانیان نه شي.

ورځپاڼه لیکي، د ناټو لپاره بله ستونزه د خاصو ځواکونو پټ عملیات دي، چې په زیاتو مواردو کې یې شفافیت تر پوښتنې لاندې وي.

تېرکال د امریکا پوځ هغه مهال په افغانستان کې له غټې ستونزې سره مخامخ شو، چې خاصو ځواکونو یې د پولیسو یو مشر، یو څارنوال او درې ښځې ووژلې.

احساسات

په دې عمل سره د امریکایي ځواکونو پرضد د سېمې د خلکو او کابل حکومت احساسات را وپاریدل او د خاصو ځواکونو دا عمل یې په کلکه وغانده.

د امریکا پوځ دوې میاشتې وورسته د پیښې له امله بحښنه وغوښته خو له دې مخکې یې هغه ژورنالیستان په بدو الفاظو یاد کړې وو، چې د پیښې په اړه یې څېړنه کړې وه او راپورونه یې ورکړي وو.
XS
SM
MD
LG