د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن الثاني وايي چې هېواد یې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ دوهمه» په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر له مرستیال جيډي ونس سره تر جلا جلا لیدنو وروسته وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په شپه پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې دواړو هېوادونو په نړیوالو اوبو کې د بېړیو د تګ راتګ پر ازادۍ ټینګار کړی دی.
قطر د ایران او امریکا ترمنځ یو له مهمو منځګړو هېوادونو څخه دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.
الجزیرې ټلوېزیون د قطر د صدراعظم له قوله راپور ورکړی چې دوحه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره له واشنګټن او تهران سره همکاري کوي، خو د دې شبکې د راپور له مخې، تر اوسه داسې نښې نهلیدل کېږي چې دواړه لوري کومې هوکړې ته رسېدلي وي.
له مارکو روبیو سره د قطر د صدراعظم لیدنه په واشنګټن کې د امریکا او قطر ترمنځ د ستراتېژیکو خبرو اترو د اتم پړاو په چوکاټ کې ترسره شوه.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرې د دواړو هېوادونو د اړیکو یوه مهمه برخه بللې او ویلي یې دي چې دوحه له واشنګټن سره د دفاعي همکاریو پراختیا غواړي.
مارکو روبیو هم له دې لیدنې وروسته پر اېکس ټولنیزې شبکې د یو انځور په خپرولو سره لیکلي: "موږ د ګډو اقتصادي او امنیتي اهدافو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري کوو، څو منځنی ختیځ په یوې باثباته او خوندي سیمې بدل شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د دې لیدنې په اړه په خپل راپور کې ویلي چې روبیو د قطر د نړیوال منځګړیتوب له هڅو مننه کړې ده.
د دغه وزارت په وینا، روبیو همداراز د منځني ختیځ په ټوله سیمه کې د ګواښونو د مخنیوي او د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره له قطر سره پر دوامدارې همغږۍ ټینګار کړی دی.
د اکسیوس خبریال باراک راوید هم پر اېکس ټولنیزې شبکې د یوه باخبره سرچینې له قوله لیکلي چې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني او د دغه هېواد استازي علي الثوادي د امریکا د ولسمشر له مرستیال جيډي ونس سره هم لیدلي او له ایران سرهیې د خبرو اترو په اړه خبرې کړې دي.
د جيډي ونس دفتر تر اوسه له قطري صدراعظم سره د هغه د لنډې لیدنې په اړه نور جزئیات نهدي خپاره کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په نهمه پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې دوام لري.