د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د قطر له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو سره سره، تهران او واشنګټن لا هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته له رسېدو لیرې دي.
دغه چارواکي د سې شنبې په ورځ «د لړم/ عقرب» په ۱۲مه روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې منځګړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو د کمولو لپاره جدي هڅې کوي، خو ایران د امریکا هغه غوښتنې نهمني چې تهرانیې له حده زیاتې بولي.
د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د اټمي خبرو د پیل لپاره باید لومړی د ایران شرطونه ومنل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د قطر منځګړي د دوشنبې په شپه تهران ته ولاړل او له ایراني چارواکو سرهیې د هغې احتمالي هوکړې پر مسودې خبرې وکړې چې له تېرو اتو ورځو راهیسې تر بحث لاندې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې امریکا او ایران دواړه د منځګړو وړاندیزونه ارزوي او د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره جدي سیمهییزې هڅې روانې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به یوې هوکړې ته ورسېږي او د نورو خبرو لپاره به زمینه برابره شي.
روېټرز د خبرو له بهیر څخه د یوه باخبره چارواکي په حواله ویلي چې تمه ده واشنګټن او تهران په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې د منځګړو وړاندیزونو ته ځوابونه ورکړي.
په همدې حال کې، یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د امریکا پوځ تېره شپه د ایران پر قشم ټاپو محدود بریدونه کړي او هغه ځمکني توغندي یې په نښه کړي چې د امریکايي ځواکونو پر ضد کارول کېدل.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ له فاکسنیوز سره په خبرو کې د اړتیا په صورت کې د نورو پوځي اقداماتو احتمال مطرح کړی دی.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې د امریکا هر نوي برید ته به سخت ځواب ورکړي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې تهران خپل ځواب وړاندې کړی او اوس د پرېکړې وار د واشنګټن دی.
د ایران او امریکا ترمنځ د روانو غیر مستقیمو خبرو ترڅنګ، سعودي عربستان او نور سیمهییز هېوادونه هم هڅه کوي چې د جګړې د بیا پراخېدو مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له سعودي عربستان سره د نویو سیمهییزو امنیتي ترتیباتو په اړه خبرې روانې دي.