د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۴

د امریکا منځ‌مهاله ټاکنې؛ د ټرمپ او واشنګټن کې د واک د راتلونکي لپاره مهمه ازموینه

ارشیف، کنزاس کې د رأی اچونې یو مرکز
ارشیف، کنزاس کې د رأی اچونې یو مرکز

امریکایان د سې شنبې په ورځ «د نومبر په درېیمه» په منځ‌مهاله ټاکنو کې رأیې ورکوي.

دا ټاکنې کولای شي په کانګرس کې د واک انډول بدل کړي او د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر پاتې دوو کلونو اغېز وکړي.

په دې ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سنا جرګې د یو شمېر څوکیو برخلیک ټاکل کېږي.

اوس‌مهال جمهوري غوښتونکي د کانګرس د دواړو جرګو واک په لاس کې لري، خو ډیموکراتان هڅه کوي چې په یوې یا دواړو جرګو کې د اکثریت په ترلاسه کولو سره د ټرمپ سیاسي واک محدود کړي.

د روېټرز خبري اژانس د دوشنبې ورځې د راپور له مخې، اقتصادي وضعیت، د بیو لوړوالی، د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلاره او له ایران سره د امریکا جګړه، له هغو مهمو موضوعاتو څخه دي چې د رأی ورکوونکو پر پرېکړو اغېز کوي.

د جمهوري غوښتونکو په یوه ټاکنیز کمپاین کې د امریکا ولسمشر ډولد ټرمپ د یوه پلوي شتون
د جمهوري غوښتونکو په یوه ټاکنیز کمپاین کې د امریکا ولسمشر ډولد ټرمپ د یوه پلوي شتون

روېټرز وايي، سره له دې چې اقتصاد وده کړې او د کار بازار نسبتاً باثباته دی، خو ډېر امریکایان د ژوند د لګښتونو له لوړوالي ناخوښ دي.

د دغه راپور له مخې، د کانګرس د دواړو جرګو د کنټرول پر سر سیالي حساسه ده.

ډیموکراتان د سنا په جرګه کې د اکثریت ترلاسه کولو لپاره څلور نورو کرسیو ته اړتیا لري.

ډیموکراتان هیله لري چې د ټرمپ د حکومت له تګلارو د رأی ورکوونکو ناخوښي د دوی په ګټه تمامه شي، خو جمهوري غوښتونکي هڅه کوي چې پر اقتصادي تګلارو، د پولو پر امنیت او د کډوالۍ پر پالېسۍ په ټینګار سره د خپلو پلویانو ملاتړ وساتي.

دا ټاکنې د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په روانه دوهمه دوره کې له هغه څخه د خلکو د ملاتړ د کچې معلومولو لپاره هم یوه مهمه ازموینه بلل کېږي.

که ډیموکراتان د کانګرس په یوې جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي، کولای شي د حکومت پر کړنو څارنه زیاته کړي، پراخې څېړنې ترسره کړي او د ټرمپ د ځینو پروګرامونو تصویب ستونزمن کړي.

د امریکا متحده ایالاتو کانګرس
د امریکا متحده ایالاتو کانګرس

خو که جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت وساتي، د امریکا ولسمشر به د خپلو کورنیو پروګرامونو د عملي کولو لپاره په کانګرس کې له لا ډېر ملاتړ څخه برخه‌من وي.

ټاکل شوې ده چې رأی اچونه د سې شنبې په ورځ په ټوله امریکا کې ترسره شي.

تمه کېږي چې لومړنۍ پایلې د رأی ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته اعلان شي، خو په ځینو سختو رقابتونو کې د وروستیو پایلو څرګندېدل ښايي ډېر وخت ونیسي.

د دغو ټاکنو پایلې کولای شي په واشنګټن کې د واک پر انډول او په راتلونکو دوو کلونو کې د امریکا د کورنیو او بهرنیو سیاستونو پر لوري د پام وړ اغېز وکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG