امریکايي چارواکو تایید کړه چې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په فارس خلیج کې د ایران په قشم ټاپو برید کړی دی.
دغه برید پر ایران دامریکايي ځواکونو د عملیاتو د لړۍ تازه مورد دی چې مخکې یې خبر نه و خپور شوی او سره له دې یې دوام کړی چې ولسمشر ټرمپ پرایران د پراخو بریدونو د بيا پیل احتمال کم بللی.
د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبر څانګې د رپوټ په اساس، دغه برید د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په لحن کې له بدلون وروسته او امریکا کې د نومبر په دریمه د منځمهالو ټاکنو له پیل څو ساعته مخکې شوی دی.
د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ چې څو اونۍ یې پرله پسې خبرداری ورکاوه چې واشنګتن به له ټاکنو وروسته د ایران خلاف د پوځي عملیاتو پراخ کمپاین پيل کړي د دیپلوماتیک پرمختګ امکان ته په اشاره د چټک برید احتمال یې لیرې وباله .
کله چې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا له ټاکنو وروسته پر ایران دبرید نیت لري ؟ وویل : "نه"
خو دټرمپ د حکومت چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې ولسمشر اوس هم انتخابونه پرتله کوي. داڅرګندونې د ټرمپ د علني خبرو او د پردې ترشا د روانو عملیاتو ترمینځ یو ډول تضاد څرګندوي.
وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي دي چې وروستی برید د امریکا دهغو عملیاتو یوه برخه وه چې په وروستیو اونیو کې په پټه ترسره شوي دي . دغو ځینو چارواکو دا عملیات دفاعي بللي او ویلي دي چې په هرمز تنګي کې د بیړیو ازاد تګ راتګ ته د ایران د ګواښونو د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ، ایرنا ، د نومبر په دویمه قشم ټاپو کې د چاودنو رپوټ ورکړ.
د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون ) په دې هکله د ازادي راډیو پوښتنې د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني ته راجع کړې او هغوی ددغه رپوټ ترخپریدو پورې په دې هکله خپل نظر څرګند نه کړ.
وروسته امریکايي چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې امریکايي ځواکونو په قشم ټاپو باندې محدود عملیات کړي دي.
دوی وویل چې دغه عملیات په سیمه کې د امریکا د شتمنیو او ګټو د ساتنې لپاره وروسته لدې وشول چې ایران دیوې امریکايی الوتکې لور ته ډزې وکړې.
قشم ټاپو دهرمز تنګي چې دنړۍ یوه مهمه سمندرې لار پرې تیریږي ، په خوله کې موقعیت لري.
د وال سټریټ ژورنال د رپوټ په اساس، په دغه ټاپو کې د ځمکې لاندې د توغندیود ساتنې تاسیسات ، یوه سمندري اډه او د اوبو لویې تصفیه خونې شتون لري. امریکايي ځواکونو مخکې هم به دغه ټاپو بریدونه کړي دي او امریکايي چارواکو یې د نیولو د احتمال په اړه هم څیړنې کړي دي.
په قشم ټاپوبرید په داسې حال کې ترسره شوی چې د پوځي نښتو ترڅنګ د واشنګټن او تهران ترمینځ د دیپلوماتیکو هلوځلو نوې نښې ترسترګوکیږي.
د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او مرستیال یې جې ډي ونس په دې وروستیو کې وویل چې د ایران د اټومي پروګرام دپای ته رسولو په هدف خبرې امکان لرې یوې هوکړې ته ورسیږي.
ولسمشر ټرمپ په ټولنیزو شبکو کې داهم ویلي چې د تیلو د بیو ټیټوالی ښيي چې دا باور زیات شوی چې ایران سره نوې جګړه به پیل نه شي.
مرستیال ولسمشر جی ډي ونس ویلي چې واشنګټن په خبرو کې پرمختګ کړی دی . خو بلخوا دایران دبهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايی د دوشنبې په ورځ د نومبر په دوهمه تهران کې خبریالانو ته وویل چې "توپ د امریکا په میدان کې دی" او د محتملې هوکړې په هکله تصمیم اوس امریکا پورې اړه لري.