د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ «د لړم/ عقرب په ۱۴مه» راپور ورکړ چې د دغه هېواد د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي، د ایران د مشر مجتبی خامنهاي پیغام په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته سپارلی دی.
دغو رسنیو خامنهاي ته منسوب د دغه پیغام د محتوا په اړه نور جزئیات نهدي خپاره کړي.
د مجتبی خامنهاي په اړه دا خبرونه په داسې حال کې خپرېږي چې په تېرو اتو میاشتو کې د هغه هېڅ غږیز او یا ویډیويي پیغام نهدی خپور شوی.
په همدې حال کې، د روسیې د جمهوري ریاست دفتر هم د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ولادیمیر پوتین د کرملېن په ماڼۍ کې له محسن رضايي سره لیدلي دي.
محسن رضايي مخکې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان پاتې شوی دی.
د تېر کال په کب میاشت کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پیل کې، د پخواني مشر علي خامنهاي له وژل کېدو او پر ځای یې د زوی مجتبی خامنهاي له ګمارل کېدو وروسته چې ایران کې د سپاه پاسداران نفوذ زیات شوی د هېواد په بهرني سیاست کې د محسن رضایي رول او دریځ هم پیاوړی شوی دی.
له پوتین سره د ایران د دغه امنیتي چارواکي لیدنه په داسې وخت کې شوې چې د روسیې ولسمشر په وروستیو اوونیو کې څو ځله د ایران په اړه څرګندونې کړي او د واشنګټن او تهران ترمنځیې پر یوه هوکړه ټینګار کړی دی.
پوتین شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په مسکو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره په لیدنه کې ویلي و چې لا هم د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د کړکېچ د حل لپاره فرصت شته او له تهران سره باید هوکړه وشي.
په ورته وخت کې، د ایران رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان، کوېټ، ترکیې، قطر، عمان او اردن له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا د دغو خبرو په اړه چې د امریکا د منځمهاله ټاکنو د پایلو له اعلان لږ وروسته ترسره شوې، راپور ورکړی چې دواړو لورو «د سیمې د وروستیو تحولاتو او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د پرمختګ» په اړه خبرې کړې دي، خو په دې اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې واشنګټن دا مهال پر ایران د پوځي برید کوم پلان نهلري، خو امریکايي ځواکونه د هر ډول احتمالي اقدام لپاره چمتو دي.
ټرمپ د فایننشال ټایمز ورځپاڼې سره په ټیلیفوني مرکه کې چې د چهارشنبې په سهار خپره شوې، له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران د امریکا د نویو بریدونو د احتمال په اړه اټکلونه رد کړي او ویلي یې دي چې له تهران سره د کړکېچ له اوسني وضعیت څخه راضي دی.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د ایران د اټمي پروګرام او د غني شویو یورانیمو د زېرمو په اړه له دغه هېواد سره غیر مستقیمې خبرې روانې دي.