د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۳

پر عربستان د حوثیانو د حملو زیاتېدل؛ د ارامکو شرکت مرکزي دفتر تخلیه شو

د سعودي عربستان د تېلو شرکت (ارامکو)
د سعودي عربستان د تېلو شرکت (ارامکو)

د یمن د حوثیانو له‌خوا په سعودي عربستان د بریدونو له زیاتېدو سره هم‌مهاله د دغه هېواد د تېلو شرکت (ارامکو)، خپل مرکزي دفتر ته د تخلیې امر کړی دی.

دغه اقدام د دمام پر هوايي ډګر له مرګوني برید وروسته په داسې حال کې شوی چې د سعودي عربستان پر تېلو او پوځي تأسیساتو د نویو بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

روېټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۳۰مه» د شپږو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د سعودي عربستان په ختیځ ظهران ښار کې د ارامکو مرکزي دفتر کارکوونکو ته ویل شوي چې ودانۍ تخلیه کړي او خپلو فعالیتونو ته له کور یا نورو ځایونو څخه دوام ورکړي.

د دې پرېکړې د اصلي لامل په اړه تر اوسه کره معلومات نه‌شته او ارامکو شرکت هم د روېټرز اژانس پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د ارامکو اړوند تأسیسات چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د حوثیانو له لوري هدف وګرځېدل.
د ارامکو اړوند تأسیسات چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د حوثیانو له لوري هدف وګرځېدل.

د کب په نهمه د ایران د جګړې له پيل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د ارامکو د مرکزي دفتر د تخلیې امر صادرېږي.

د ایران له ملاتړه برخه‌منو حوثیانو د روانې اکټوبر میاشتې په لومړیو کې هم د ارامکو پر مرکزي دفتر برید کړی و.

دغه برید د ودانۍ په څو پوړونو کې د اورلګېدنې او پراخو زیانونو لامل شوی و.

د پنجشنبې په ورځ د ارامکو د مرکزي دفتر د تخلیې د خبر له خپرېدو سره هم‌مهاله، د سعودي عربستان د اسهامو د بازار عمومي شاخص ۲.۵ سلنه راټیټ شو.

په ورته وخت کې، د جګړو له زیاتېدو سره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې د پنجشنبې په ورځ د مې میاشتې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې.

ارشیف، د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیان
ارشیف، د ایران تر ملاتړ لاندې حوثي یاغیان

د برنټ خام تېلو د هر بېرل بیه ۲.۸۱ سلنه لوړه شوه او ۱۱۱ ډالرو او ۸۸ سېنټو ته ورسېده.

د معاملاتو په بهیر کې یې بیه ان ۱۱۲ ډالرو او ۵۵ سېنټو ته هم لوړه شوه.

له بلې خوا، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا وکړه چې د سعودي عربستان له لوري پر یمن د جولای له نیمایي راهیسې په بریدونو کې ۵۶۲ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خپلواکو سرچینو دغه شمېرې نه‌دي تأیید کړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG