د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۳

بهر ته د تګ لپاره د کېسونو د ثبتولو برخه کې د افغان ښځو ستونزې

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې یو شمېر نجونې او ښځې وايي، کوم هېوادونه چې افغان ښځو ته د پناه ورکولو اعلان کوي، باید داسې شرایط برابر کړي، چې دوی د هېواد له دننه خپل کېسونه ثبت کړی شي.

دوی وايي، درېیمو هېوادونو ته د تګ په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او مقصد هېواد ته د پناه‌غوښتنې د کېس ثبتولو لپاره سفر نه‌شي کولی.

په کابل کې یوه افغان ښځه وايي: «زه چې د پاکستان د وېزې نه درلودلو له امله له هغه هېواده ډیپورټ شوم، څنګه بیا ورشم؟» دا، چې په تېر جمهوري نظام کې یې په رسنیزه برخه کې فعالیت درلود، وايي څلور کاله په پاکستان کې په دې هیله اوسېده، چې خپل مقصد هېواد ته به ومنل شي، خو په خبره یې، دغه کار ونه‌شو او آخر هم د پاکستان د وېزې د نه‌شتون له امله له خپلې څلور کسیزې کورنۍ، مېړه او دوو ماشومو لوڼو سره له هغه هېواد څخه وویستل شوه.

دې، چې ونه غوښتل خپل او د مقصد هېواد نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو ته وویل: «ما خپل مقصد هېواد ته د تګ لپاره څلور کاله انتظار وکړ، په ډېرو سختو شرایطو کې هر ډول اقتصادي ستونزې مې پر ځان ومنلې، خو پاکستاني پولیسو ډېر وځورولو، ځکه چې وېزې مو ختمې شوې وې او د پاکستان حکومت راته نورې نه تمدیدولې، بالاخره یې ډیپورټ کړو.»

یوه بله افغانه ښځه هم، چې ادعا کوي، له یوې بریتانوۍ موسسې سره یې کار کړی او شونې ده، چې د بریتانیا هېواد ورستي اعلان ته په پام د کېس ثبتولو په صورت کې په هغه هېواد کې ومنل شي، وايي، درېیم هېواد ته د تګ هېڅ لاره ورته نه‌شته، ځکه چې پاکستان، ایران، ترکیې یا هم تاجکستان ته وېزې ډېرې قېمته او لنډمهالې دي.

دې هم په ورته شرایطو ازادۍ راډیو ته وویل، که دغه امکان ځان ته په یوه ډول برابر کړي، خو د وېزې د مودې تر پوره کېدو پورې یې کار ونه‌شي، اړه ده چې بېرته افغانستان ته راشي؛ پیسې به یې ولاړې شي، خو کار به یې ونه‌شي؛ زیاته یې کړه: «پیسې به پور کړم، وېزه به واخلم، ولاړه به شم ایران یا پاکستان ته، خو که د وېزې موده مې ختمه شي، کار مې ونه‌شي، بیا څه وکړم؟ موږ له پناه ورکونکو هېوادونو هیله کوو، چې له افغانستان دننه موږ ته د کېسونو د ثبت زمینه برابره کړي.»

دا غوښتنې تر هغې وروسته کېږي، چې بریتانیا د سېپټمبر پر ۲۸مه اعلان وکړ، چې د نویو معرفیو لپاره یې خپل د بیا مېشتېدو پروګرام بېرته فعال کړی دی. د بریتانیا د حکومت د اعلان له مخې، له څلورو برخو، یوه برخه معرفي کېدونکي کسان به افغان ښځې او نجونې او فلسطیني پناه غوښتونکي وي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، چې دغه پروګرام به د ملګرو ملتونو په ملتیا پرانیزي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې «د پنډغالو له زیان سره مخ کډوال» به بریتانیا ته راوستل شي او د «نوي او غوره ژوند» فرصت به ورکړل شي.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم له پناه ورکونکو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو همدا غوښتنه لري، چې افغانو نجونو او ښځو ته له افغانستان دننه د پناه غوښتنې د کېسونو د ثبت زمینه برابره کړي او چې کله یې کېسونه ومنل شول، بیا دې یې درېیمو هېوادونو ته وغواړي.

له دې ډلې ترنم سعیدي، ازادۍ راډیو ته وویل: «که چېرې هېوادونه، نړیوال سازمانونه یا بشرپاله بنسټونه کوم غوښتنلیک خپروي، لکه د بریتانیا چې افغان مېرمنو ته پناه ورکوي، یوه حل‌لاره ورته وسنجوي، ځکه افغانستان کې مېرمنې نه‌شي کولی چې له پولې تېرې شي. ځکه لګښتونه لوړ دي، د طالبانو له خوا هم محدودیتونه موجود دي، ښځې له محرم پرته له افغانستانه نه‌شي وتلی، اقامتي ستونزې، د وېزو تمدید او ګڼې نورې ستونزې هم شته.»

ځکه افغانستان کې مېرمنې نه‌شي کولی چې له پولې تېرې شي.
ترنم سعیدي، د ښځو د حقونو فعاله

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال تر اګست وروسته، له کله چې طالبان پر دغه هېواد بیا واکمن شوي، ښځې د زده‌کړو، کار، سفر، ورزش، تفریح او نورو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي، چې له امله یې ډېری ښځې کډوالۍ ته اړې شوې دي.

خو نورو هېوادونو ته د تګ لپاره هم ورته شرایط اسانه نه‌دي؛ آن ګاونډیو هېوادونو ته دوی د وېزو د ستونزې له امله په ډېرو خطرناکو او مرګونو لارو ناقانونو سفرونو ته مخه کوي.

د تېرې سېپټمبر میاشتې پر ۱۳مه څلور افغان نجونې او مور یې د ایران او افغانستان پولې ته څېرمه د سراوان ښار د روتک سیمې په «مک‌سوخته» کې، د کورنۍ د یو غړي په خبره یې (چې له ازادۍ راډیو سره یې مرکه کړې وه) د سختې تندې له امله مړې شوې.

دغه خبر په ایران کې د طالبانو حکومت یوې ډیپلوماټیکي سرچینې هم ازادۍ راډیو ته تایید کړی و او په ایران کې د «حال‌وش» په نامه د بشري حقونو سازمان یې هم په اړه ویلي وو.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG