په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په نورستان کې د خپلو وسلهوالو مخالفانو په وړاندې د عملیاتو پای اعلان کړ، د دوی یو وزیر په مخالفینو غږ وکړ چې د تفاهم لار غوره کړي.
د طالبانو حکومت د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نور الله نوري د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال خپلو مخالفانو ته په خطاب کې وویل: "غوښتنه مو دا ده چې راسه په خپل کور کې کېنو کومه ستونزه لرې؟ چې هغه ستونزه حل کړو، اما که په توپک او په برچه باندې لاس وهې، نو د اشغالګرانو تر طاقت لاندې هم خلکو خپله ازموینه وکړه، الله تعالی یې شکست په برخه کړ. ته چې پرون پر چترال راواوښتې او چېرې چې چا تربیه کولې او پیسې یې درباندې مصرفولې، کوششیې و چې دلته هڅه وکړي، نتیجه دې څه شی شوه؟ خپل ځان هم مهخرابوه او ولسونو او ملتونو ته هم اغتشاش (تشویش) مه پیدا کوه، له ځان سره واقعي او حقیقي فیصله او قضاوت وکه."
که څه هم ښاغلي نوري په مشخص ډول د کومې مخالفې ډلې نوم یاد نهکړ، خو تازه د نورستان په کامدېش کې د طالب پوځیانو او د ازادۍ جبهې په نوم د حکومت د یوې مخالفې ډلې ترمنځ جګړه وشوه.
د طالبانو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې په نورستان ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد د دوی عملیات پای ته ورسېدل.
دوی په یادو عملیاتو کې د ۴۱ وسلهوالو مخالفینو د وژل کېدو او د ۶۲ نورو د نیول کېدو ادعا هم کړې.
بلخوا، «د افغانستان د ازادۍ جبهه» هم ادعا کوي چې د دوی وسلهوالو په نورستان کې طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د دواړو خواوو د ادعاوو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو څه نهدي ویلي او ازادي راډیو هم دغه ادعاوې نهشي تأییدولی.
دفاع وزارت پر اېکس شبکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسلهوال د پاکستان په مرسته د ډیورند له "فرضي کرښې" راوښتي وو.
پاکستان بیا په نورستان کې وروستیو تحرکاتو کې خپل لاس لرل ردوي.
دا دوهم ځل دی چې د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفان له طالب ځواکونو سره ځمکنۍ جګړه کوي.
په تېره جولای میاشت کې هم د بدخشان زیباک کې د دغې ډلې لسګونه وسلهوال افغانستان ته را اوښتي وو او طالب ځواکونو سرهیې جګړه کړې وه.
د دغې جبهې د مشرتابه غړي داود ناجي ازادي راډیو ته په څرګندونو کې د طالبانو د وزیر نورالله نوري خبرې د یوه فرد څرګندونې وګڼلې چه په ټکو یې د مذاکراتو لپاره د جدیت نښه پهکې نهلیدل کېږي: "هغه څه چې نورالله نوري ویلي دي، د یوه شخص څرګندونې دي، یوازې دا ښکاروي چې طالبان د ازادۍ جبهې د عملیاتو په نتیجه کې تر سخت فشار لاندې دي، خو د مذاکراتو په هکله د طالبانو د جدیت کومه نښه نهښکاروي، مذاکرات خپل اصول، موارد او مراحل لري، طالبانو تر اوسه د خبرو او مذاکراتو له لارې د مسایلو د حل په هکله واقعي صداقت او جدیت نهدی ښودلی."
خو د سیاسي چارو کتونکی او خبریال سمیع یوسفزی وايي سره له دې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ لانجه او یو پر بل تورونه څه نوي نهدي، خو د نورستان وروستیو تحرکاتو وښوده چې کړکېچ نوي پړاو ته داخل شو.
دی زیاتوي: "دا ځل داسې برېښي چې نور پاکستان هم یوې دوهمې مرحلې ته رسېدلی دی چې په اشکاره توګه او په زیات تعداد کې د ډیورند لاین نه هغه کسان چې غواړي ولاړ شي افغانستان ته او د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي، هغهیې راټول کړي دي او را اړولي دي او داسې برېښي چې طالبانو ته د دغو خلکو د رااوښتلو اطلاعات او خبر پخوا رسېدلی و."
په داسې حال کې چې د کارپوهانو په باور د نورستان وروستۍ پېښه په افغانستان کې د تاوتریخوالي او پهکې د ګاونډیو هېوادونو د ښکېلتیا نوې کچه څرګندوي، دا به وکتل شي خپله افغان لوری د روغې لپاره په کومو شرایطو څومره امادهګي لري.
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې سیاسي مخالفین پخلاینې او هېواد ته ستنېدلو ته هڅولي دي، خو هغوی تهیې د سیاسي فعالیت اجازه نهده ورکړې.