د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۱۹

د نورستان وروستي تحولات؛ طالبانو د پاکستان حکومت نورستان ته د وسله والو په استولو تورن کړی


د نورستان وروستي تحولات؛ طالبانو د پاکستان حکومت نورستان ته د وسله والو په استولو تورن کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ څو وسله والې ډلې چې دوی داعش او نورې مخالفې ډلې «شروفساد» بللي د ناامنیو لپاره نورستان ته اوښتي وې. دغه وزارت په یوه بیان کې نن یکشنبه ادعا کړې چې طالب ځواکونو له خوا په ځوابي عملیاتو کې ۲۸ تنه ووژل شول او ۳۲ تنه نور ژوندي ونیول شول. پرون شنبه د طالبانو یوې مخالفې ډلې (د افغانستان د ازادۍ جبهې) ادعا وکړه چې د نورستان په کامدیش کې یې له طالبانو سره جګړه کړې او طالب ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. خپلواکو سرچینو تراوسه نورستان کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

​
XS
SM
MD
LG