د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د طالبانو د حکومت هغه ادعاوې چې پاکستاني امنیتي ځواکونو او د دې هیواد استخباراتو د یوشمیرهغو وسله والو ملاتړکړی چې نورستان ته اوښتي او د طالبانو له ځواکونو سره یې نښتې کړي رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي. دې وزارت د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه دغو وسله والو ته چې یوشمیریې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پخواني غړي ښودل شوي، د روزنې او مسنجم کولو په ګډون د طالبانو د حکومت ځینې نورې ادعاوې هم ردکړي دي.
په نورستان کې د شنبې د ورځې د نښتو په اړه چې " د افغانستان د آزادۍ جبهې" په نوم د طالبانو د حکومت یوې مخالفې وسله والې ډلې پکې د خپلې ښکیلتیا او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ادعا کړې وه، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه راپورکې ادعا وکړه چې له وسله والو مخالفینو سره چې هغه یې داعش او ځیني نورې مخالفه وسله والې ډلې بللي، په نښتو کې یې د هغوی ۲۸ کسان وژلي او ۳۲ نور ژوندي نیولي دي. د دې وزارت له خوا په نورستان کې د پیښو په اړه په خپاره شوي راپورکې ادعا شوې چې په دې "دسیسه" کې کارول شوي اکثره افراد د تیرې ادارې(د افغانستان پخوانی حکومت) نظامیان وو چې په خبره یې د ځینو امتیازاتو د ورکولو په پلمه پاکستان ته بلل شوي او د دې هیواد د پوځ او آی اس آی له خوا جوړو شویو کمپونو ته انتقال او له لنډو نظامي زده کړو وروسته د افغانستان د ناامنۍ لپاره د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ ته را استول شوي وو.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم دغه ادعا چې ګواکې د دې هېواد امنیتي ځواکونه یا استخباراتي ادارې په نورستان یا د افغانستان په نورو سیمو کې په کورنیو نښتو کې لاس لري او هم داچې پاکستان د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي استخداموي یا روزي، او یا په افغانستان کې د داعش یا کومې بلې د ترهګرۍ فعالیتونو ته زمینه برابروي، په کلکه ردکړي دي. دې وزارت همدارنګه ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د ښکېلتیا د ثابتولو لپاره هېڅ ډول کره شواهد نه دي وړاندې کړي. خو د طالبانو اړوند او په خواله رسنیو کې یوشمیرویډیوګانې خپرې شوي چې پکې یوشمیرکسان چې د طالبانو چارواکي یې د نورستان په نښتو کې نیول شوي وسله وال بولي، لیدل کیږي چې یوشمیریې له دوی د پاکستان د ملاتړخبره کوي چې په څه ډول یې دوی هغه هیواد ته ورغوښتي، روزلي او هغوی یې دې جنګ ته را استولي وو.
دغه ویډیوګانې او د نورستان د نښتو په اړه د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو ادعاوې ازادي راډیو په خپلواکه توګه نشي تاییدولی.
د کابل او اسلام آباد ترمنځ په ترینګلو اړیکو کې د نورستان پیښه وروسته له هغې رامنځ شوې چې تردې وړاندې د زمري میاشتې په نیمایي کې ورته پیښه په بدخشان کې رامنځته شوې وه. په هغې پیښه کې هم د "افغانستان د ازادۍ جبهې" په نوم ډلې ادعاکړې وه چې وسله وال یې زیباک ولسوالۍ ته ننوتي او له طالب وسله والو سره یې نښتې کړې دي. په هغو نښتو کې هم دواړو لورو یوبل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړې وې.
داسې بریښي چې ورو ورو یوه بله مرحله هم د افغانستان او پاکستان په موجوده تعلقاتو کې، یوه بله پیچیدګي هم راپیداکیږي
د نورستان وروستۍ پیښې ته په پام ایا د کابل او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالی نوې بڼه خپلوي، په دې اړه مو د سیاسي شنونکي، سمیع یوسفزي چې د افغانستان او پاکستان چارې له نژدې څاري، نظر وپوښت. ښاغلی یوسفزی وایي له وروستیو پیښو داسې بریښي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې کړکیچ بله بڼه خپلوي. "داځل داسې بریښي چې نور پاکستان هم یوډول یوې دویمې مرحلې ته رسیدلی دی، یعنې ډیرښکاره، په غټ تعداد کې د پولې نه، د ډیورنډلاین نه هغه کسان چې غواړي ولاړشي افغانستان ته د طالبانو پرخلاف مقاومت وکړي، هغه یې راټول کړي دي، را اړولي دي او داسې بریښي چې طالبانو ته د دې خلکو د را اوښتلو اطلاعات یا خبر پخوا رسیدلی وو، نوی دوی په دا بیخي ابتدایي مرحله کې له دوی سره جنګ کړی دی. نوزه فکر کوم چې داسې بریښي چې ورو ورو یوه بله مرحله هم د افغانستان او پاکستان په موجوده تعلقاتو کې، یوه بله پیچیدګي هم راپیداکیږي."
په نورستان کې د نښتو او په ترڅ کې یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه مو هڅه وکړه چې د " افغانستان د ازادۍ جبهې" چې په دې ولایت کې یې د نښتو ادعا کړې وه، د ډلې نظر هم ولرو خو د دې ډلې د مشرتابه یوه غړي ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي غږیز پیغام کې په دې پیښه کې د طالبانو له خوا د دوی وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اړولو او د دوی د یوشمیر کسانو د ژوندي نیول کیدو ادعا ردکړې او هغه یې تبلیغات بللي دي.
د نورستان پیښې اړوند دواړو لورو، د طالبانو او پاکستان حکومتونو همدارنګه په دواړو هیوادونو کې په ناامنیو کې د لاس لرلو په اړه پریوبل پخواني تورونه بیا تکرارکړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د طالبانو رژیم باید د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو پړه پر نورو وانچوي هغه تور چې د طالبانو حکومت په ځلونو په پاکستان کې د نا امنیو د پیښو اړوند راپورته کړی دی. د طالبانو دفاع وزارت هم داځل ورته تور په اسلام آباد پورې کړی او ویلي یې دي چې پاکستاني نظاميان د دې پرځای چې د خپل هېواد ستونزې حل كړي او خپلو امنيتي دندو ته متوجه شي، د افغانستان د نا امنه كولو او له پاکستان څخه د داعش او نورو ډلو صادرولو ته مخه کړې ده.