د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۹

کوهاټ کې مرګونی برید؛ چاودنه او وسله‌واله نښته څنګه رامنځته شوه؟

د کوهاټ د چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
د کوهاټ د چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

خیبرپښتونخوا ایالت د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۱۸مه) د یوې مرګونې چاودنې شاهد و.

دا چاودنه د دغه ایالت په کوهاټ سیمه کې د پولیسو مرکز جومات ته نږدې رامنځته شوه.

زبیر خان د دغې پېښې شاهد چې په کوهاټ کې د پولیسو مرکز ته نږدې جومات کې د جمعې له لمانځه وروسته د کور په لور روان و، وايي وروسته له دې چې د چاودنې غږ يې واورېد بېرته جومات ستون شو.

ده ازادي راډیو ته وویل: "موږ لمونځ وکړ او له جومات څخه راووتو، پر موټرسایکل لږ مخته تللي وو چې چاودنه وشوه، بېرته راغلو، ما خپله د لږترلږه دوو ماشومانو په ګډون د ۱۳ یا ۱۴ کسانو جسدونه پورته کړل او روغتون ته مو انتقال کړل."

د کوهاټ مرستیال کمېشنر نوید احمد د ازادي راډیو خبریال ته تأیید کړې چې له چاودنې وروسته د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته شوې ده.

د کوهاټ د چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
د کوهاټ د چاودنې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

د نوید په ټکو: "د بریدکوونکو شمېر ۷ کسان و."

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې لږترلږه ۶ برید کوونکي وژل شوي دي.

نوید احمد وړاندې ازادي راډيو ته وویل: "په پیل کې یو ځان وژونکي د پولیسو د مرکز پر دېوال چاودنه وکړه او وروسته نور وسله‌وال د پولیسو مرکز ته ننوتل، د چاودنې له کبله د روزنیز مرکز د ودانۍ ډېره برخه ونړېده."

پاکستاني چارواکو ویلي، چاودنه جومات ته څېرمه د پولیسو پر مرکز هغه مهال شوې چې لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.

نوید احمد په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي: "له چاودنې وروسته د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۷۸ ته رسېدلی دی."

د نوید احمد په ټکو "ډېره مرګ‌ژوبله پولیسو ته اوښتې ده."

د کوهاټ په چاودنه کې یو ټپي شوی کس چې د سیمې د خلکو له لوري لېږدول کېږي.
د کوهاټ په چاودنه کې یو ټپي شوی کس چې د سیمې د خلکو له لوري لېږدول کېږي.

په سیمه کې پولیسو ویلي چې د چاودنې ټپیان د (ډي اېچ کیو) روغتون ته انتقال شوي او د کوهاټ او هنګو سړکونه د ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په کوهاټ کې شوې چاودنه غندلې او د ګڼو خلکو په وژنې او ټپي کېدو يې ژوره خواشیني ښودلې ده.

د شهباز شریف له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې له اړوند چارواکو د چاودنې د بڼې او لاملونو په اړه جزئیات غوښتل شوي دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د برید مسئولیت نه‌دی منلی.

تېره ورځ د پاکستان پوځ تأیید کړه چې د دوی پر یوه امنیتي کاروان د وسله‌والو په برید کې شپږ امنیتي ځواکونه وژل شوي و.

په کوهاټ کې د مرګوني چاودنې عیني شاهد
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

روېټرز خبري اژانس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي "د بریدګرو دا بزدلانه کړنې نه‌شي کولای د یو ملت هوډ کمزوری کړي".

په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وسله‌وال وخت ناوخت پر امنیتي پوستو د بریدونو په ګډون پاکستاني پوځیان په نښه کوي.

دا چاودنه په داسې حال کې ده چې د ترکیې د استخباراتي ادارې مشر ابراهیم کالین پرون پنجشنبه اسلام‌اباد ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره‌يې د امنیتي او استخباراتي مسایلو په اړه خبرې کړې وې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG