د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې له مرګوني چاودنې وروسته لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د خیبرپښتونخوا د روغتیايي چارو یوه ویاند بلال احمد فیضي ازادي راډیو ته وویل چې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
خو د کوهاټ مرستیال کمیشنر د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې ۱۵ پولیس او ۵ ملکیان وژل شوي دي. نوید احمد همداراز وویل چې په دې برید کې ۷۸ تنه ژوبل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه یوه جومات ته څېرمه د پولیسو پر مرکز هغه مهال شوې چې لمونځ کوونکو د جمعې لمونځ پای ته رسولی و.
د پولیسو د سرچینو په وینا، له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او د سیمې په شاوخوا کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم شوې ده.
د کواټ د پولیسو چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي چې ۷ تنه حمله کوونکي وژل شوي دي. هغوی وايي چې لومړی یوه انتحاري د پولیسو د مرکز په دروازه کې چاودنه وکړه، ورپسې نور بریګر مرکز ته ننوتل.
پاکستاني چارواکو هم د برید د احتمالي انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو په خیبرپښتونخوا کې ټي ټي پي ډېره فعاله ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په پېښه خواشیني ښوولې او تینکار یې کړی چې له تروریزم سره به مبارزې ته دوام ورکړي.