د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۰۶

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ واشنګټن پر مسکو نوي بندیزونه وضعه کړل

ارشیف، هغه استوګنیزې ودانۍ چې د سپټمبر په څلورمه د اوکراین په دونتڅک کې د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي دي.
ارشیف، هغه استوګنیزې ودانۍ چې د سپټمبر په څلورمه د اوکراین په دونتڅک کې د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي دي.

د اوکراین پر پلازمېنه کي‌یف او یو شمېر نورو ښارونو د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه په داسې حال کې دي چې د امریکا کانګرس د پنجشنبې په ورځ د (سپټمبر ۱۷مه) پر مسکو د بندیزونو نوې بسته تصویب کړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امریکا له‌خوا پر مسکو د دغو بندیزونو وضعه کېدل یو سمبولیک اقدام وباله او زیاته‌یې کړه چې روسي بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین ښارونه په نښه کوي او ملکیان وژني.

د امریکا کانګرس پر مسکو دغه تازه بندیزونه د لېندسي ګراهام تر نوم لاندې وضعه کړي دي.

زلنسکي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي "پر روسیې د بندیزونو لپاره د لېندسي ګراهام وړاندیز شوې طرحه کولغی شي پر مسکو فشارونه زیات کړي او په نړۍ کې له سولې سره مرسته وکړي".

د اوکراین په کونوتوپ کې یو ښوونځی چې د روسیې د پنجشنبې ورځې په حملو کې زیانمن شوی دی.
د اوکراین په کونوتوپ کې یو ښوونځی چې د روسیې د پنجشنبې ورځې په حملو کې زیانمن شوی دی.

بل پلو، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها بیا پر مسکو د امریکا له‌خوا د تازه بندیزونو د وضعه کېدو هرکلی کړی دی.

اندري پر خپلې اېکس‌پاڼې ولیکل "موږ کولای شو پوتین له هغو سرچنیو محروم کړو چې د جګړې د دوام لپاره‌يې کاروي".

په عین حال کې د کي‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، د روسیې په تازه بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین پر اودیسا ښار هم د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي او یو شمېر ودانۍ ویجاړې شوې دي.

روسي چارواکو راپور ورکړی چې اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکو د یاروسلاول ښار کې د تېلو پر یوې ډیپو برید کړی دی.

ارشیف، هغه استوګنیزې ودانۍ چې د سپټمبر په څلورمه د اوکراین په دونتڅک کې د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي دي.
ارشیف، هغه استوګنیزې ودانۍ چې د سپټمبر په څلورمه د اوکراین په دونتڅک کې د روسیې په حملو کې ویجاړ شوي دي.

د روسي چارواکو په خبره، له برید وروسته ډیپو اور اخیستی و چې وروسته مهار شو.

د اوکراین ولسمشر په یاروسلاول کې د تېلو پر ډیپو برید تأیید کړی او ویلي دي چې روسیې په سوېل کې د روستوف پر هوايي ډګر بریدونه کړي او درې الوتکې او هلیکوپټر يې ویجاړ کړي دي.

په روسیه او اوکراین کې د انرژۍ پر تأسیساتو دا بریدونه وروسته له هغه دي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې اوربند شوی دی.

خو دواړو لوړو د دې اوربند د تأیید په اړه څه ونه‌ویل.

ټرمپ له زلنسکي غوښتي و چې د روسیې د تېلو پر تأسیساتو بریدونه ودروي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG