د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۹

د اوکراین د جګړې په اړه د ټرمپ او پوتین خبرې؛ ښايي روانه میاشت درې اړخیزه لیدنه وشي

ټرمپ او پوتین یو ساعته ټیلیفوني خبرې درلودې.
ټرمپ او پوتین یو ساعته ټیلیفوني خبرې درلودې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ، د «وږې په ۱۷مه» په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې.

د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف دغه خبرې "ډېرې صریح " وبللې او ویې‌ویل چې دا ټیلیفوني تماس مسکو او کیف ته د امریکا د استازو له وروستي سفر وروسته ترسره شو.

د ټرمپ استازو، سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر، د تېرې اوونۍ په پای کې په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي او په مسکو کې له ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.

اوشاکوف وویل، پوتین او ټرمپ په یوه ساعته ټیلیفوني خبرو کې د دغو لیدنو د پایلو په اړه خپل نظرونه سره تبادله کړل.

ارشیف، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین
ارشیف، د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین

د اوشاکوف په وینا، پوتین له ټرمپ سره په دغو خبرو کې د جګړې د لومړۍ کرښې د وضعیت په اړه خپله ارزونه شریکه کړه.

کرملېن ویلي چې روسیه د جګړې پای ته رسول غواړي، خو په عین حال کې د جګړې د پای ته رسولو د شرایطو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د سې شنبې په ورځ وویل، ښايي د روسیې، اوکراین او امریکا استازي په همدې میاشت کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره سره وګوري.

زلنسکي خبریالانو ته وویل: "موږ ټول به هڅه وکړو چې د اوکراین، روسیې او امریکا ترمنځ د درې ‌اړخیزې غونډې د چمتووالي او د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړو."

هغه زیاته کړه، که ټولې خواوې موافقې ته ورسېږي، کیف غواړي دغه غونډه د مني په موسم کې ترسره شي.

نوموړي وویل: "که په سپټمبر میاشت کې وشي ډېر به ښه وي. څومره ژر چې وشي، هماغومره ښه ده."

زلنسکي د احتمالي غونډې د ځای په اړه څه ونه‌ویل.

زلنسکي څو ساعته وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې روسیې د شپې له‌خوا په یوه برید کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله کیف او د دغه ښار شاوخوا سیمې په نښه کړې.

د کیف ښاروال وویل، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي دي.

پر کیف د روسیې د سپټمبر د اتمې حمله
پر کیف د روسیې د سپټمبر د اتمې حمله

د راپورونو له مخې د ښار په ځینو برخو کې اورلګېدنې هم شوي او ودانیو ته زیان اوښتی دی.

یو شمېر اوسېدونکو د ځان ساتنې لپاره د ځمکې لاندې پناه ځایونو او د مترو تمځایونو ته پناه وړې ده.

د روسیې پوځ ویلي چې په دغه برید کې په کیف او شاوخوا سیمو کې د پوځي صنعت اړوند تأسیسات، د تجهیزاتو د انتقال او زېرمه کولو مرکزونه او لوژستیکي مرکزونه په نښه شوي دي.

په مقابل کې، اوکرایني چارواکو د روسیې بریدونه غندلي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل، دغه برید له سیمي د امریکا د استازو تر وتلو وروسته ترسره شو چې نوموړي هغه د روسیې د ډیپلوماتیکو دریځونو او پوځي اقداماتو ترمنځ د واټن نښه وبلله.

د روسیې او اوکراین ترمنځ پخوانیو مذاکراتو هم ونه‌شوای کړای چې دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدې کړي.

د لانجمنو سیمو، امنیتي تضمینونو او له لوېدیځو هېوادونو سره د اوکراین د اړیکو په اړه اساسي اختلافات لا هم پر ځای دي.

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ټیلیفونی خبرې
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ټیلیفونی خبرې

مسکو او کیف ته د وېټکاف او کوشنر سفر د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیلولو لپاره د واشنګټن تازه هڅه بلل شوې ده.

وېټکاف له وروستیو لیدنو وروسته په خبرو کې د "اساسي پرمختګ" خبره کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ د وژنو د پای ته رسولو او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

کرملېن هم د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د درې اړخیزو مذاکراتو احتمال نه‌دی رد کړی، خو د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف ویلي چې تر اوسه وختي ده چې د داسې یوې غونډې دقیق ځای او نېټه وټاکل شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG