د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي به چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې نوې هڅې پیل کړي دي، نن یکشنبې له کییف څخه لیدنه ترسره کړي. سټیف ویټکاف او جریډ کوشنرد دغو هڅو په ترڅ کې پرون په مسکو کې وو او د روسیې له جګپوړو چارواکو سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د روانې جګړې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پراوکراین د روسیې له پراخ پوځي یرغل سره پیل شوه، د پای ته رسولو پرلارو چارو خبرې وکړې. د راپورونو له مخې مسکو ته د دغو استازیو د سفر په ترڅ کې د روسیې له ولسمشرولادمیرپوتین سره د هغوی کتنه هم پلان شوې وه.
له دغو ډیپلوماتیکو هڅو سره روسیې د بریدونو په دوام وړمه شپه د کییف دوه هوایي ډګرونه او په دنیپرو سیمه کې یو ملکي هدف په نښه کړل چې په نتیجه کې یې پنځه ملکي وګړي ووژل شول.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلنیسکي روسیه تورنه کړه چې په دغو بریدونوسره کییف ته د امریکایي استازو سفر ګډوډوي. زیلینسکي پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "په څرګنده توګه، پر هوايي ډګرونو د روسیې دغه بریدونه د هغو بحثونو او چمتووالي په وړاندې غبرګون دی چې احتمال لري امریکايي لوری به اوکراین ته د سفر لپاره له الوتکې څخه کار واخلي." زېلینسکي زیاته کړه چې د اوکراین له لوري به "ډیپلوماسۍ ته هېڅ ډول ګواښ" متوجه نشي.
کییف ته په الوتکه کې سفر کول به یو ډېر غیرمعمولي اقدام وي، ځکه د جګړې له امله د اوکراین هوايي حریم له ۲۰۲۲ کال راهیسې تړل شوی دی. له همدې امله، تراوسه پورې ډېری مشران او چارواکي تر ډېره په ریلګاډي کې اوکراین ته تللي دي.
زیلینسکي د جمعې په ورځ ویلي وو چې د اوکراین ځواکونه به دامسله یقیني کړي چې د روسیې هوایي قلمروعادي فعالیت ولري ترڅو مذاکره کونکي په خوندي توګه مسکو ته سفروکړي او له مسکو څخه هم د ورته اقدام غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې زموږ له لوري به هوایي بریدونه ترسره نشي او روسیه هم باید د هغو خبرو اترو د ترسره کیدو لپاره چې څومره وخت ته اړتیالري، له هوایي بریدونو ډډه وکړي.
دا به لومړی ځل وي چې د ولسمشر ټرمپ پخوانی سوداګرشریک سټیف ویټکاف او د هغه زوم جرید کوشنر، د تیرکال له جنوري میاشتې راهیسې چې ټرمپ د دوهم ځل لپاره د ولسمشرپه توګه دنده پیل کړه او د دغې جګړې د پای ته رسولو ژمنه یې کړې وه، کییف ته سفر کوي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۴ په سپینه مانۍ کې خبریالانو ته وویل چې دغه مذاکره کوونکي به د دې څرګ ولګوي چې ایا د روانې جګړې په ترڅ کې د سولې پر لور پرمختګ ممکن دی که نه.
ټرمپ وویل: "ما سټیو ویټکاوف او جیرډ کوشنر، چې دواړه ډېر تکړه مذاکره کوونکي دي، ولېږل. هغوی ډېر ښه کار کړی دی. دوی مو د دې لپاره ولېږل چې وګوري ایا کولی شو کومه هوکړه ترلاسه کړو که نه. ښايي ښه چانس ولرو چې دا کار ترسره کړو."
ټرمپ زیاته کړه چې "هغوی د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه طرحه له ځان سره وړي."
امریکا په اوکراین کې د جګړې د پای رسولو لپاره هڅې داسې مهال تیزې کړې چې مسکو او کییف په دې وروستیو کې پریوبل بریدونه پراخ کړي چې په ترڅ کې یې دواړو لورو په لیرې واټنونو کې هدفونه په نښه کړې دي. په دغو بریدونو کې ملګي وګړو ته د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې چې د جګړې له پیل راهیسې یې ساری ندی لیدل شوی.