د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۷

اوچا: نیم میلیون افغانان پر تورخم راستانه شوي؛ ننګرهار له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی

ارشیف، له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو کاروان
ارشیف، له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو کاروان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه له نیم میلیون زیات افغانان د تورخم پر دروازه راوښتي دي.

اوچا د دوشنبې په ورځ «د وږې په ۲۳مه» په یوه تازه راپور کې ویلي چې ۴۰ سلنه دغه راستانه شوي په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په خبره دغو زیات شمېر ستنو شویو، په ځانګړي ډول په ننګرهار کې پر استوګنځایونو، عامه خدمتونو او کاري فرصتونو او دندو فشار لا زیات کړی دی.

په همدې حال کې یو شمېر هغه کورنۍ چې تازه له پاکستانه افغانستان ته ستنې شوي هم د کاري فرصتونو او سرپناه له نشتوالي او عامه خدمتونو ته د محدود لاسرسي په څېر له ځینو ستونزو شکایت کوي.

ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال
ارشیف، له پاکستانه راستنېدونکي افغان کډوال

ثناګل چې په دې وروستیو کې له پاکستانه ننګرهار ته ستون شوی، وايي چې دلته ژوند ډېر سخت دی: "دلته مزدوري بېخي نه‌شته او پاکستان کې مزدوري بې‌‌حده ډېره وه، چا چې څه رقم مزدوري کوله هلته ورته پیدا کېده، خو دلته هر سړی چیغې وهي چې مزدوري کړمه، خو مزدوري نه‌شته."

له پاکستانه یوه بل نوي راستانه شوي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي څه موده مخکې ازادي راډیو ته له ورته ستونزې سرټکولی و: "اته میاشتې کېږي چې له پاکستانه راستانه شوي یو، خو په دې موده کې مو هېڅ کار نه‌دی پیدا کړی. نه‌پوهېږم چې د خپل ځان او اولادونو د ژوند لګښتونه څنګه برابر کړم. هر ځای چې د کار لپاره تللی یم او هره دروازه مې چې ټکولې منفي ځواب مې ترلاسه کړی."

له اوچا سره ډېرو مرکه شویو کسانو ویلي چې هغوی له کلونو او ان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل او اوس د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له لږو شتمنیو او د عاید له کومې څرګندې سرچینې پرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د اوچا په خبره، د مناسبې سرپناه کمښت، د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی، کاري لږ فرصتونه او روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی، د دغو راستنو شویو له عمده ستونزو ګڼل کېږي.

د هغو راستنو شویو افغان کډوالو کمپ چې بې‌سرپناه دي.
د هغو راستنو شویو افغان کډوالو کمپ چې بې‌سرپناه دي.

د دې ادارې په وینا، ډېری کورنۍ د هویت اسناد او نور رسمي مدارک هم نه‌لري، هغه ستونزه چې په ښوونځیو کې د ماشومانو ثبت، خدمتونو ته لاسرسی او د کار موندل لا ستونزمنوي.

اوچا وايي، ډېری راستانه شوي په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي او په افغانستان کې له هغو سیمو سره بلدتیا نه‌لري چې د دوی د کورنیو اصلي استوګنځایونه بلل کېږي.

تر دې مخکې، د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای‌اواېم) په یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال د اګسټ تر ۱۵مې پورې، شاوخوا څلور میلیونه او ۱۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راستنو شویو د بېلابېلو ستونزو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په دې وروستیو کې ویلي و چې افغانستان ته د راستنو شویو کورنیو شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان‌یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG