د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله دی چې وایي نه یوازې دی بلکې ډېری کلیوال یې چې د پاکستان او طالبانو د څو موده وړاندې جګړو د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کړي، د هوا سړېدو او مني ته د چمتوالي توان نه لري.
ده وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه:
«دلته زموږ ځایي خلک ډېر په ستونزو کې دي، څوک د جګړو له امله بې ځایه شوي، څوک خیمو کې ژوند کوي،د اقتصادي ناتواني له امله ستونزو سره مبارزه نه شو کولای،افغان دولت (طالبان) دې موږ ته د کار زمینه برابره کړي چې دې اقتصادي وضعیت نه ووځو.»
احمدالله د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ مشري کوي، دی د دې ولسوالۍ په یوه برخه کې د خوراکي توکو یو کوچنی دکان لري او په خبره یې، روان کال د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ نښتو نه یوازې دی، بلکې ډېری خپل او خپلوان او کیلوال یې څو ځله د خپلو سرپناوو پرېښودو ته اړ وایستل.
د پاکستان او طالبانو نښتو سږکال یوازې د افغانستان سوېل ختیځ ولایتونه نه بلکې د دغه هېواد ختیځ کې په ځانګړې توګه د ډیورند کرښې ته د نږدې سیمو مېشت خلک هم وځپل.
د تورخم اوسېدونکی فرمان شاه بیا وایي چې اکثریت کلیوال یې چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د څو میاشتو د جګړو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي، لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او ممکن ډیری یې منی په خیمو کې تیر کړي.
خو دی وایي یوازې د خلکو د سرپناوو نشتون نه بلکې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د لارو بندېدو له امله بد اقتصادي وضعیت او بې کاري هم خلک ځپلي چې له امله سږکال د تېرو نورو کلونو په پرتله د مني سړو او ورښتونو ته د چمتوالي توان نه لري:
«دا اوس د غره لرګي یو من یې په ۳۰ تر ۳۵ افغانیو دي خو افسوس چې دا پیسې هم اوس نه پیدا کېږي، هېڅ روزګار نشته، مخکې خو دلته پاکستان سره نږدې لاره کې د خلکو کار اوبارونه ښه و، چا د ګڼدې کار کاوه، چا یو او چا بل کار کاوه، د لکونو خلکو کار جوړ و، خو اوس چې دا لاره تړل شوې خلک ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي،اوس مو ځینې (کلیوال) بېرته نه دي راستانه شوي، چهاردېوالیو کې یې په ځانونو کمپلې خورې کړي،د کابل کمپ او ځینونو نور ډاګونو کې پراته دي.»
فرمان شاه وایي د ده د ماشومانو په ګډون د کورنۍ نیمایی غړي، نږدې خپل او خپلوان او اکثره کلیوال چې په خبره یې، وړاندې ګردي کڅ او ارزانه سیمو او غازي امان الله خان په نوم چهاردېوالو وو، خو اوس د کابل کمپ په نوم د بې ځایه شویو سیمو ته تللي دي.
فرمان شاه زیاتوي، دا چې اصلي مېنه یې د غره پر سر ده،او وار دمخه وخت نا وخت د شدیدو بادونو شاهده وي، د جګړو له امله یې د کور ټولې ښیښې ماتې شوي او د بیرته رغولو توان یې نه لري.
دا افغانان د طالبانو له حکومت، مرستندویه موسسو او نړیوالو ادارو غواړي چې ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې ورسره مرستې وکړي.
روان کال یوازې جګړو نه بلکې د افغانستان مختلف ولایتونه او سیمې شدیدو ورښتونو، سېلابونو، زلزلو وځپلې، د خلکو سرپناوې یې ویجاړې کړې او پاکستان سره د نږدې ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي بیا د دغه هېواد او طالبانو تر منځ د څو میاشتو دومدارو نښتو له امله د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شول.
د یادونې ده چې د پاکستان او طالبانو تر منځ نښتې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه شدیدې شوې او کابو درې میاشتې یې په وقفه یي توګه دوام درلود.
پاکستان ځکه د افغانستان پر پکتیکا، پکتیا، کونړ، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې ادعا کوي چې په ددغه سیمو کې د دوی د حکومت مخالفه ډله، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر دوی بریدونه تنظیموي.
خو افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او ویلي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده او دغه هېواد په خپلو بریدونو کې ملکي افغانان په نښه کړي دي.
له بلې خوا، د کار او عاید نشتوالی د دغو کورنیو ستونزې لا پسې زیاتوي.
ډېری یې د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي عاید نه لري او د مني لپاره د چمتوالي توان نه لري.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان هبیتات) هم په خپلو مختلفو راپورونو کې اندېښنې ښودلي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۴.۲ میلیونه افغانان بیړنیو سرپناوو او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) په ګډون د ځینو نړیوالو ادارو اندېښنه دا ده چې د مني او ژمي سړه هوا کولای شي د هغو کورنیو وضعیت لا پسې خراب کړي چې په موقتي یا زیانمنو سرپناوو کې ژوند کوي.
ماشومان، پاخه عمر لرونکي کسان او هغه ناروغان چې له وړاندې روغتیايي ستونزې لري، په دې شرایطو کې له ځانګړي خطر سره مخ دي.
بل لور ته، د بشري مرستو د اړتیاوو د زیاتېدو ترڅنګ د تمویل کمښت د مرستندویه ادارو لپاره د یوه بل جدي خنډ په توګه مطرح دی.