پاکستان کې له طبي زدهکړو د افغان محصلانو د بېبرخې کولو پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.
د پاکستان په حکومت کې د طبي تحصیلاتو اړوند یوې شورا په یوه بېساري اقدام کې د دې هېواد په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو او مؤسسو کې ټول افغان محصلین له زدهکړو منع کړي دي.
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا په یوه مکتوب کې چې د دوشنبې په ورځ رسنیو کې خپور شو امر کړی چې د نوي تحصیلي کال لپاره دې د افغان محصلانو نوملیکنه لغوه شي او له هېواده د نورو برحاله افغان محصلینو د ایستلو چارې دې په درې ورځو کې بشپړې شي.
په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ترلاسه کړې، ویل شوي چې دغه پرېکړه د پاکستان د قومي ملي پالېسۍ له مخې شوې چې د طب په څېر حساسو مسلکي څانګو څخه د ټولو افغان وګړو ایستل اړین بولي.
د دغې پرېکړې په وړاندې د غبرګونونو په ترڅ کې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت چې چارې یې د طالبانو ډيپلوماتان سمبالوي، سه شنبه ناوخته په یوه اعلامیه کې د پاکستان پر دې پرېکړې ژوره اندېښنه ښودلې.
په اعلامیه کې د پاکستان او نړۍ له طبي، تعلیمي او بشري ادارو څخه غوښتل شوي چې پاکستان کې د افغان محصلانو د حقونو خوندیتوب ته پام وکړي.
طالب ډيپلوماتانو ټینګار کړی چې علمي او بشري اړیکې باید له سیاسي اختلافونو لیرې وساتل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان (امنېستي انټرنشنل) بیا وايي، د پاکستان د طبي او غاښونو د طب شورا پرېکړه چې د افغان محصلینو نوملیکنهیې لغوه کړې او هغوی افغانستان ته ستنوي، "تبعیضي او خپلسرې" ده.
دغه سازمان د سې شنبې په ماښام د «وږې په ۱۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې دغه پرېکړه به په ځانګړې توګه پر افغان محصلینو، په تېره بیا پر نجونو، منفي اغېز وکړي، ځکه ډېری یې تر دې وړاندې هم د طالبانو د محدودیتونو له امله په افغانستان کې له لوړو زدهکړو محرومې شوې دي.
د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې «ایاېاېساې» پر دغې پرېکړې ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې هغه د افغان محصلینو زدهکړې له خطر سره مخ کوي.
دې شورا د سې شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.
په اسلاماباد کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر صديق شريعتي ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان دغې پرېکړې د طبي زدهکړو شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلین اغېزمن کړي دي: "دغه محصلین خو نه بېاسنادو راغلي او نه په غلا، دلته خو تر ډېره هغه محصلین دي چې پاکستان په خپله بورسونه ورکړي دي، اوس د دې پرېکړې له امله د زرګونو محصلانو راتلونکی خرابېږي. په ځانګړي ډول د افغانو نجونو، ځکه چې هلته د هغوی لپاره افغانستان ته ستنېدل د زدهکړو د پای په معنی دی، هلته د هغوی پر طبي او هر ډول لوړو زدهکړو بندیز دی."
د پاکستان په طبي او د غاښونو د زدهکړو په پوهنتونونو او مؤسسو کې افغان محصلینو ته هم د اړوند مسؤلینو له لوري خبرداری ورکړل شوی چې له لیلیو څخه د وتلو او نورې اړوندې چارې بشپړې کړي.
د ملتان په نشتر طبي پوهنتون کې د طب د وروستي کال یو افغان محصل فیض وردګ ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپل ژوند اووه-اته کاله د طب د سند په اخیستو لګولي دي. د ډګرۍ له اخیستلو یوازې څو میاشتې وړاندې زموږ داسې ایستل خورا لوی زیاتی دی. د پوهنتون ادارې زموږ د ویزو، پرېایښو اسنادو او تعلیمي اسنادو کار درولی دی چې له املهیې زموږ د کلونو کلونو زیار او د کورنیو هيلې له خاورو سره خاورې کېږي."
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر او په لاهور کې د «بياېنیو» په نوم د پالېسۍ یوه څېړنیز مرکز رئیس منصور احمد خان د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې "زه (د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا) څخه غوښتنه کوم چې د بشري دلایلو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تاریخي او تمدني اړیکو پر بنسټ، په طبي کالجونو او پوهنتونونو کې د افغان محصلینو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي".
هغه زیاته کړې چې "یوه تر ټولو انساني او عملي لاره به دا وي چې دغو محصلینو ته اجازه ورکړل شي چې د خپلو درجو اړوندې زدهکړې بشپړې کړي او تر فراغت وروسته افغانستان ته د ستنېدو زمینه ورته برابره شي".
د پاکستان د طب او غاښونو د شورا په مکتوب کې چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه صادر شوی، ویل شوي په پاکستان کې په طبي او د غاښونو د زدهکړو په دولتي او خصوصي مؤسسو او پوهنتونونو کې د نوي افغان محصلانو د شاملېدو اجازه نهشته او هغه افغان محصلان چې مخکې په دغو پروګرامونو کې شامل شوي، د موجودې پالېسۍ له مخې یې باید افغانستان ته د ستنېدو لپاره اداري چارې بشپړې شي.
د کابل او اسلامباد ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په پام د پاکستان دغه اقدام د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکو او نړیوالو قوانینو ته په پام څه ډول توجیه کېدای شي؟
په دې اړه مو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د پخواني استاد نصرالله ستانکزي نظر وپوښت: "په حقوقي لحاظ دغو کسانو چې هلتهیې درس ویلی، د پاکستان د قوانینو مطابق معینې ازموینې یې تېرې کړي، معین شرایطیې تکمیل کړي، له معین پوهنتون سرهیې قرارداد کړی او پوهنتون ته ورداخل شوي دي چې د دغسې یوه اقدام کول په دې معنی دي چې هغه ځانګړی قرارداد چې محصل او مربوطه پوهنتون کړی، هغه د پاکستان له لوري یوطرفه لغوه کوي چې دا صریح نقض دی."
د ښاغلي ستانکزي په وینا پاکستان په دغه اقدام سره هم د تحصیلي بورسونو هغه اصول چې یو شمېر دغو محصلینو تهیې ورکړي، تر پښو لاندې کوي او هم د ملګرو ملتونو د منشور او نورو بشري حقونو او اعلامیو له مخې چې دې هېواد یې د عملي کولو ژمنې کړي، خلاف یو غیر انساني، د علم او د ټولو حقوقي موازینو ضد اقدام دی.
د پاکستان دغه وروستی اقدام په هغه هېواد کې پر مېشتو افغان کډوالو د فشارونو یوه بله بېلګه ده چې تر ټولو ډېر زیانیې عامو افغانانو ته رسېږي، نه پر افغانستان واکمنو چارواکو ته چې پر دې هېواد له واکمنېدو راهیسې یې له اسلامباد سره اړیکې ترینګلې دي.