په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې له افغان کډوالو پاتې شوي مالونه لیلام ته وړاندې شوي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، وايي، د پنجاب ایالت د چکوال په سیمه کې یې د افغان کډوالو د مالونو د لیلام موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.
دغه سفارت د جمعې په ورځ (د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) پر خپلې ایکسپاڼې لیکلي چې د دې موضوع د ارزولو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی لېږلی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې چارې يې طالبان سمبالوي، همداراز وايي، له پاکستاني چارواکو سره د دې مسلې لپاره پر قانوني حللارې کار کوي.
سفارت د دې موضوع په تړاو نورو جزییات نه دي خپاره کړي.
له چکوال څخه یو ایستل شوی افغان، چې د نوم د نه خپرېدو په شرط یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې، د پنجاب په دې سیمه کې د افغانانو د مالونو او شتمنیو د لیلام په اړه وویل چې د دغو مالونو او شتمنیو خاوندان پنځه یا شپږ میاشتې مخکې افغانستان ته ستانه شول، خو هیله یې لرله چې د پاکستان وېزه به ترلاسه کړي او بېرته به چکوال ته لاړ شي، مګر پاکستان افغانانو ته د وېزو ورکول بند کړل. ده وویل چې ورور یې پاتې شو خو وروسته یې هغه هم له دې سره سره وایست چې مېرمن یې پاکستانۍ وه:
«پاکستان د دوی دوکانونه مهرولاک کړل، د دغو دوکانونو او جایدادونو لیست خپور شوی، په څلورم تاریخ (د سپټمبر ۴ مه) ۲۲ دوکانونه یې لیلام ته وړاندې کړل. زما د ورور ګودام هم پرون لیلام شوی دی.»
له دې مخکې له پاکستانه یو شمیر راستنو شویو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د کورونو سامانونه او مالونه يې په پاکستان کې پاتي دي او دوی په زور اخراج شوي.
دوی وايي چې په پاکستان کې یې نه یوازې کاروبارونه بلکې په کورونو کې نغدې پیسې او د کور وسایل هم پاتې شوي دي.
ځینې وايي چې حتي هغه پیسې هم ترې پاتې شوي چې ځايي خلکو ته یې په پور ورکړې وې.
محمد اکبر چې د کورنۍ له نورو غړو سره له پاکستانه ایستل شوی، وايي:
«زموږ کومې پیسې چې پر پنجابیانو او سندیانو باندې وې، یوه روپۍ یې هم بېرته رانه کړه، هغو صرف دا راته ویل چې وروره اوس نه شته، لس ورځې وروسته راشه، ستا پیسې درکوم.»
پاکستان له ۲۰۲۳کال راهیسې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ پیل کړې چې لا هم دوام لري.
هغوی چې لا هم په پاکستان کې پاتې دي، وايي چې په پټه اوسي او هره شېبه د نیول کېدو ډار ورسره وي.
ثناګل یو له دا ډول افغان کډوالو څخه دی چې په اټک سیمه کې اوسي. هغه ازادي راډیو ته وویل:
«شپې ورځې په ډار تېروم، دباندې وتلی نه شم، په مارکیټ کې نه شو ګرځېدلی، کاروبار نه شو کولی، هغه خپلې پیسو چې پاکستانیانو ته مو په پور ورکړي وې، اوس یې نه راکوي، چې ورشو وايي اوس یې نه شو درکولی، اوس نه شته انتظار وکړه چې پیدا شي بیا به یې درکړو.»
خو ثنا ګل وايي چې د دوی پوروړو ته معلومه وه چې دوی ایستل کېږي.
د دغو افغان کډوالو په ډله کې یو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شوي دي.
د هغوی په منځ کې زرګونه کسان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.
په دغو کسانو کې خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان شامل دي چې د امریکا په ملاتړ د پخواني افغان حکومت، په امنیتي او استخباراتي ادارو کې یې دندې ترسره کړې وې.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اسلاماباد په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغانان په زوره ایستلي دي. له ۲۰۲۳ کال راهیسې، چې د افغانانو د ډلهییز اخراج لړۍ پیل شوې، تر ۲.۶ میلیونه ډېر افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.