د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۳

افغانستان کې عکاسي؛ اقتصادي فشارونه، ټولنیز محدودیتونه او د خاطرو د ساتلو هڅه

ارشیف
ارشیف

عکاسي په افغانستان کې له پخوا راهیسې د یوه مهم هنري او اقتصادي فعالیت په توګه پېژندل کېږي.

د اداري کارونو، ودونو، فراغتونو، رسمي مراسمو، رسنیزو فعالیتونو او ټولنیزو شبکو د پراخ استعمال له امله د عکاسۍ بازار د پام وړ وده کړې ده.

په پلازمېنه کابل کې د معلوماتو او احصائیې ملي ادارې ته څېرمه د یوې عکاسخانې خاوند زبیر وايي، د دوی کاروبار ښه روان دی، ځکه ډېری هغه کسان ورته مراجعه کوي چې د اداري چارو لپاره عاجلو عکسونو ته اړتیا لري.

ده ازادي راډیو ته وویل:"دوه کاله کېږي چې موږ دلته عکاسخانه لرو. ډېری کسان چې راځي، د تذکرو او د تذکرو د فورمو لپاره عکسونه اخلي. د څلورو قطعو عکسونو بیه ۴۰ افغانۍ ده. کوم عکسونه چې مونږ اخلو، په عادي کمرو دي، ژر یې چاپوو او بېرته‌یې مراجعینو ته سپارو."

د زبیر په خبره خلک اقتصادي ستونزې لري، خو اداري کارونو لپاره اړ دي چې عکسونه واخلي او ټاکلی لګښت ورکړي.

خو په ورستیو څو کلونو کې اقتصادي ستونزو او د طالبانو حکومت له لوري لګول شویو محدودیتونو پر دې سکټور هم سیوری غوړولی دی.

د شخصي عکسونو په برخه کې، د یو شمېر عکاسانو په خبره، بازار پخوانی نه‌دی پاتې.

ارشیف، هرات کې د عکاسۍ یوه سټوډیو او یوه ښځینه عکاسه
ارشیف، هرات کې د عکاسۍ یوه سټوډیو او یوه ښځینه عکاسه

د کابل د تایمنیو سیمې د یوې عکاسخانې مالک سیر ازادي راډیو ته وویل: "د جمهوري نظام پر مهال به مو هره اوونۍ شپږ یا اووه لوی فرمایشونه لرل، خو اوس کله ناکله په یوه میاشت کې هم دومره فرمایشونه نه‌کېږي. خلک ان په دوو افغانیو هم چنې وهي. پخوا به راغلل، پیسې به‌یې ورکړې او تلل به، خو اوس ډېرې خبرې کوي، وايي دومره پیسې نه‌لرو او یا نورې پلمې کوي."

دی وايي، د ورځې پنځه تر شپږ سوه افغانۍ عاید لري چې د دکان کرایه، د برښنا لګښت، د موادو بیه او مزدوري ټول په‌کې شامل دي.

خو ځیني ځوانان شته چې په همدې شرایطو کې هم عکسونه اخلي او چاپوي یې.

د دوی په خبره، عکسونه د خاطرو د ساتلو یوه مهمه وسیله ده او د وخت په تېرېدو پخوانۍ ورځې ورپه یادوي.

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکي انصار ازادي راډیو ته وویل: "کله چې خپل عکسونه ګورو یا یې له لیرې کسانو سره شریکوو، ښه احساس راکوي. عکسونه د خاطرو او وخت د ثبت وسیله ده او څو کاله وروسته انسان ته تېر وختونه وریادوي."

عکسونه نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ استعمال لري، خو د ټولنیزو محدودیتونو له امله نجونې او ښځې لا هم له ستونزو سره مخ دي.

یوه افغان مېرمن چې کلونه‌یې په یوه «اېف‌اېم» راډیو کې کار کړی، وايي خپل عکسونه‌یې په ټولنیزو شبکو نه‌دي خپاره کړي، ځکه نه‌غواړي د خلکو له‌خوا وځورول شي.

د دې په خبره، یو شمېر همکارانې یې له ورته ځورونو سره مخ شوې دي.

ارشیف، یوه افغانه مېرمنه د خپل فېس‌بوک د کارونې پر مهال
ارشیف، یوه افغانه مېرمنه د خپل فېس‌بوک د کارونې پر مهال

دې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "زما همکارانو به چې خپل عکسونه په انسټاګرام او فېس‌بوک کې خپرول، ځینو کسانو به پرې نامناسبې لیکنې کولې، ناوړه پیغامونه به‌یې ورته استول. ما چې د هغوی وضعیت ولید، نه مې غوښتل چې خپل عکسونه خپاره کړم."

د ټولنیزو ستونزو ترڅنګ، مذهبي باورونه هم یو له هغو عواملو دي چې له امله‌یې ځیني کسان د عکس اخیستل، چاپول او خپرول نه‌خوښوي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په ۱۰مه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون خپور کړ.

د دغه قانون په ۱۷مه ماده کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو اخیستل او خپرول منع اعلان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دې قانون د افغانستان پر رسنیو پراخ اغېز کړی او تر اوسه په ۲۲ ولایتونو کې عملي شوی دی.

افغان فوټوژورنالېستان وايي، دغو محدودیتونو د دوی کار اغېزمن کړی دی.

د دوی له ډلې یوه تن چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي د غږ د بدلېدو په شرط، ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرو مواردو کې د دې لپاره چې یو خبر مستند وړاندې کړو، تصویر ته اړتیا لرو، خو لازمه همکاري نه‌کېږي. په اوسني عصر او نړۍ کې تصویر یو اساسي اړتیا ده."

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر فلم اخیستونکي او فوټو ژورنالېستان
ارشیف، افغانستان کې یو شمېر فلم اخیستونکي او فوټو ژورنالېستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز مخکې ویلي و چې د دغو بندیزونو دوام په هغه هېواد کې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د عکاسۍ د تاریخ په اړه بېلابېل روایتونه شته.

د ډېرو روایتونو له مخې، د عکاسۍ مخینه په افغانستان کې د ۲۰مې پېړۍ لومړیو لسیزو ته رسېږي، خو له دې اوږده تاریخ سره سره، په راپور کې مرکه شوي ډېری کسان په دې باور دي چې عکاسي لا هم په افغانستان کې د یوه بشپړ هنري مسلک په توګه نه‌ده پالل شوې او تر ډېره د یوې سرګرمۍ په سترګه ورته کتل شوي دي.

عکاسي یا فوټوګرافي له دوو یوناني کلمو اخیستل شوې چې «فوټو» د رڼا او «ګرافي» د ثبت په معنی ده.

د دې برخې یو شمېر مخکښان په دې نظر دي چې عکاسي د یوې علمي پدیدې په توګه راڅرګنده شوه، د صنعت په بڼه‌یې پرمختګ وکړ او وروسته د هنر په توګه تثبیت شوه.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG