د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۸

په افغانستان کې د کم عمره نجونو د ودېدو لوړ شمېر، لاملونه یې څه دي؟ اغیزمنې نجونې مو غږولي

ارشیف، د یوه ډله ییز واده انځور
ارشیف، د یوه ډله ییز واده انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، افغانستان په سیمه کې د ماشومو نجونو د ودونو په برخه کې لومړی ځای لري. بلخوا افغانستان کې ځینې کم عمره نجونې هم وایي چې د اقتصادي ننګونو له زیاتېدو او له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له بندېدو وروسته یې کورنیو په جبري ډول کوژدې ته اړ ایستلې دي.

په افغانستان کې چې بې وزلۍ یې لمن نیولې، وخت نا وخت د کم عمره نجونو د ودولو په اړه اندیښنې ښودل کیږي او دا ځل ویل شوي چې دا هېواد د سیمې په کچه له دې اړخه تر ټولو زیانګالی دی.

"کوژدې ته زما رضایت نه و، کورنۍ راباندې فشارونه راوستل او مجبوره یې کړم."

دا د یوې ۱۷ کلنې نجلۍ خبرې دي چې د کابل ښار د دشت برچي سیمې اوسېدونکې ده.

ما ډېره هڅه وکړه، چې دا کار ونه شي، خو ډېره یې مجبوره کړم
یوه کم عمره واده شوې نجلۍ

دی د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه، مېړه یې ۳۱ کلن دی او له ۱۵ کلنۍ وروسته یې کورنۍ هغه مهال د واده لپاره فشارونه پرې زیات کړل چې نور ښوونځي ته له تګه محرومه او ورځ بلې ته د دوی اقتصادي وضعیت هم مخ په خرابېدو شو:" ما ډېره هڅه وکړه، چې دا کار ونه شي، خو ډېره یې مجبوره کړم، څه وکړم کورنۍ مې ده نو څه کولای نه شم، زموږ اقتصادي وضعیت هغه مهال هم ښه نه و او اوس هم ښه نه دی، زه له نورو کورنیو غواړم چې لطفا هر ډول شرایطو سره چې مخ هم یی لوڼې مو جبري ودونو ته مه مجبورئ."

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان ومن) او د اسیا پسفیک جندر د بشري چارو کاري ګروپ؛ هم افغانستان په سیمه کې د نجونو ماشومانو د ودونو تر ټولو لوړه کچه لرونکی هېواد بللی دی.

دې ادارو په یو ګډ ۳ مخییز راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ «د ثور په ۲مه» یې د ملګرو ملتونو د ریلیف پر وېب پاڼه خپور کړی زیاته کړې چې افغانستان په سویلي او سویل ختیځه اسیا کې د نجونو ماشومانو د ودونو ترټولو لوړه کچه لري او اقتصادي فشارونه د دې لامل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره نجونې ودونو ته اړ اېستل شي.

د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون پر بنسټ یو انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارو په راپور کې ګڼ مسایل راغلي خو د کم عمره نجونو د ودونو په اړه ویل شوي چې ان د منځني ختیځ له تاوتریخوالي څخه مخکې، په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ څخه مخکې واده شوې وې او په ټکو یې، په پاکستان کې بیا دا سلنه ۲۳ ، هند کې ۱۸ ، ایران کې ۱۷، میانمار کې ۱۶ او ویتنام کې بیا ۱۵ ده.

د ملګرو ملتونو دا اداره خبرداری ورکوي چې د بې وزلۍ، بې ځایه کیدو او د خوړو د نا امنۍ زیاتوالی د ماشومانو د ودونو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د نورو ډولونو خطر لا زیاتوي.

دا اداره وایي، ډیری کورنۍ چې اقتصادي ستونزو لري د خپلو لګښتونو د کمولو یا مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره خپلې لوڼې له وخت مخکې ودوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې زیاته کړې چې روغتیاي او بشري خدمتونو ته محدود لاسرسی او له ګاوڼدیو هېوادونو د افغان کډوالو خپل هېواد ته پراخه ستنېدنه چې په ټکو یې تر پنځوس سلنه یې ښځې او نجونې دي، د سرپناوو نه لرل، د اقلیم بدلون له امله د پېښو زیاتوالي، بې کاري، د مرستو کمښت، له کار د ښځو راګرځونه او ګڼ نور مسایل د دې لامل شوي چې د ښځو او نجونو ملاتړ کمزوری شي چې په ټکو یې دې وضعیت د هغو کورنیو ژوند لا اغیزمن کړی چې مشري او سرپرستي یې ښځې کوي او د خوړو نا امنۍ بیا د ماشومانو د ودونو کچه لوړه کړې ده.

دې ادارې ټینګار کړی چې له بیړنۍ مداخلې پرته، اقتصادي ناورین او وار دمخه کم شوی ټولنیز خوندیتوب د ماشومانو په ودونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی شي، چې په ټکو یې له امله یې ډیرې افغان نجونې له خطر سره مخ او تعلیم، روغتیا او اساسي حقونو ته د دوی لاسرسی کمزوری کوي.

د بشري حقونو او افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې دا وضعیت بوږنوونکی بولي وایي، که وضعیت ژر تر ژره کنټرول نه شي دا د دې ماشومانو پر راتلونکي اوږد مهاله منفې پایلې لرلی شي.

له وخت وړاندې د نجونو او ماشومانو ودونه له وخت مخکې ولادتونو سبب کېږي چې دا بیا دوی ته د روغتیایي ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدای شي
د ښځو د حقونو فعاله شهرزاد اکبر

له دې ډلې د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان مشرې شهرزاد اکبر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:"دا بهیر ډېر اندېښمنوونکی دی، له وخت وړاندې د نجونو او ماشومانو ودونه له وخت مخکې ولادتونو سبب کېږي چې دا بیا دوی ته د روغتیایي ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدای شي، حتی د زېږون پر مهال د مړینې سبب کېدای شي، بیا د دې ماشومانو د روزنې لپاره یې پر پلار او مور ناوړه اغیزه لري ځکه دوی خپله لا ماشومان وي، نو د دې پایلې ډېرې د اندېښنې وړ دي، تر څنګ یې د ماشومانو د شمېر د زیاتوالي سبب کېږي په داسې حال کې چې د جمعیت د ودې لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې او خدمتونه نشته."

مېرمن اکبر ټینګار کوي چې په ټولنو کې د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره تر ټولو لومړني اقدامات کورنۍ او بیا مسوول بشري او د دولتونو چارواکي کولای شي، چې په خبره یې باید ټولنه کې بې کاري او اقتصادې ننګونې راکمې او د دې ډول ودونو مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې دا خبرداری هم ورکړی چې د خلیجي هېوادونو په ګډون سیمه کې د پیسو په لیږلو یا دوی ته د نغدي مرستو رسونه کې خنډونه کولای شي په افغان کورنیو اقتصادي فشار ژور کړي او د ماشومانو د ودونو احتمال نور هم زیات کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه وروستیو کلونو؛ له هغه مهاله چې طالبان بیا په دې هیواد واکمن شوي، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د تعلیم د بندیز، له کاره د ښځو راګرځونه، بې کاري او پراخ اقتصادي ناورین د کم عمره نجونو د ودونو تر ټول ستر لاملونه بللي او په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG