د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۲

د کور په څلورو دیوالونو کې ژوند؛ افغانې ښځې د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو پای غواړي

د پسرلي موسم چې مېله ځایونو او تفریحي پارکونه ته د تګ ښه وخت دی؛ په افغانستان کې یو شمیر ښځې او نجونې وايی دوی د پرلپسې پنځم کال لپاره هم ترې بې برخې دي.

د یو شمیر دوی په خبره دې حالت له رواني اړخه سختې ځپلې دي.

چېرې تللی نه شو، ډېر ناهیلي راته پیدا کېږي، زه خپله د تشویش له امله ډېره ناروغه وم ژور خپګان باندې اخته وم، دوه کاله مې درمل وخوړل، ډاکتر ویل چې تفریح او شنو ځایونو ته ځه، هلته به چې کوم وخت ولاړم ښه به شوم، اوس نو هغه ځایونو زموږ پر مخ بند دي
د کابل اوسیدنکی

د کابل ښار یوې اوسېدونکې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، د یکشنبې په ورځ «د حمل په ۱۵مه» ازادي راډیو ته وویل،

"مخکې به ښه و، پارکونو ته به خپل خاوند یا اولادونو سره تللم، چای یا کوم څه به مو ځان سره یوړل، لمر ته به کېناستو، فکر به مې بدل شو، اوس نو هغه ځایونه او پارکونه (موږ ته) بند دي، چېرې تللی نه شو، ډېر ناهیلي راته پیدا کېږي، زه خپله د تشویش له امله ډېره ناروغه وم ژور خپګان باندې اخته وم، دوه کاله مې درمل وخوړل، ډاکتر ویل چې تفریح او شنو ځایونو ته ځه، هلته به چې کوم وخت ولاړم ښه به شوم، اوس نو هغه ځایونو زموږ پر مخ بند دي، زړونه مو په تنګ کور کې ناستې یو چې ډېره ناامیدي راته پیدا کېږي."

له لوړو زده کړو راګرځول شوې د ننګرهار ولایت اوسېدونکې شفیقه وایي، ډېری وخت یې له کومې ځانګړې بوختیا پرته په کور کې تېرېږي چې په خبره یې، دې حالت نه یوازې دا بلکې د کورنۍ نورې ښځينه غړې هم ورځ بلې د خپګان حالت ته ځي.

دا وایي تر دې وړاندې خپلې کورنۍ سره وخت نا وخت ځینو تفریحي ځایونو یا د ښځو لپاره ځانګړو باغونو ته تله.

دې وړاندې ازادي راډیو ته وویل،

"د یوې ښځې په توګه زما هیله ده دا چې ښځې کورونو کې په کارونو بوختې وي، د پوهنتون، ښوونځي او زده کړو ټولې دروازې یې هم پر مخ تړلې دي، تفریح او ارام ته اړتیا لري، باید (بېرته) د ښځو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ او ښځې وکړای شي خپلو کې یو وخت په ارامه او خوشحالۍ په تفریح تېر کړي."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په نومبر میاشت کې پارکونو، ورزشي کلپونو، ښځینه حمامونو،او تفریحي پارکونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګوو.

باید (بېرته) د ښځو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ او ښځې وکړای شي خپلو کې یو وخت په ارامه او خوشحالۍ په تفریح تېر کړي
شفیقه

دا پرېکړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لخوا اعلان شوې وه.

د کابل ښار اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله سحر بارش وایي دا هم د ټولو نورو ښځو په شان له دې حالته ستړې شوې.

نوموړې زیاتوي چې د ښځو د ژوند په بنسټیزو حقونو او ازادیو دا ډول بندیزونه ورځ بلې ته له ټولنې څنډې ته کوي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید پر دوی د محدودیتونو د لرې کولو لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

"په اوسنیو شرایطو کې د نړیوالې ټولنې رول ډېر مهم دی، نړیواله ټولنه باید له دیپلوماتیکو، د بشري حقونو ملاتړ او د ښځو وضعیت ته د جدي پام له لارې هڅه وکړي چې د طالبانو له خوا پر افغان میرمنو دا محدودیتونه راکم کړي، څو د دوی بنسټیز حقونه بیرته تامین شي، ښځې حق لري په ازاده توګه ټولنه کې حضور ولري، له طبعیت څخه خوند واخلي او عادي او له کرامته ډک ژوند ولري."

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو نجونو او ښځو د اندېښنو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نظر هم ولرو، خو ویاند یې سیف الاسلام خیبر د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو حکومت ویندویانو وړاندې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ د ښځو حقونه خوندي دي، هغه څه چې افغان ښځو او د دوی د حقونو نړیوالو مدافعینو ته د منلو نه دي.

تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار، دغه شان تفریحي ځایونو، ورزشي لوبغالو او نورو عامه ځایونو ته د دوی پر تګ د طالبانو د حکومت د بندیزونو او محدودیتونو پرېکړې غندلې دي.

د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په څو ځلې په خپلو بېلابېلو بیانونو کې دا بندیزونه د ښځو له اساسي حقونو، سرغړونه او د جنسیت پر بنسټ تبعیض بللی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG