د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۴

م.م. وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تېره بیا د ښځو او نجونو د ژوند شرایط خراب شوي

ملګرو ملتونه وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند شرایط په جدي ډول خراب شوي او په دې هیواد کې لا هم د بشري حقونو کړکېچ دوام لري.

یو شمېر افغان میرمنې وايي طالبان ورځ بلې ته د دوی په وړاندې محدودیتونه زیاتوي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي، هغه خبره چې ملګروملتونه هم په خپل نوي راپور کې کړې ده.

د کابل یوې اوسېدونکې د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"څلور کاله کیږي چې طالبانو ښځې خاموشه کړي دي، خو زموږ زړونه له فریاده ډک دي، موږ له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غواړو چې تاسو د طالبانو په وړاندې مه خاموشه کیږئ، تاسو زموږ د حق او راتلونکې لپاره مبارزه وکړئ."

د بلخ د مزارشریف ښار یوې اوسېدونکې هم د نوم د نه خپرېدو په شرط له ازادي راډيو سره په خبرو کې له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې پر طالبانو فشارونه لا پسې زیات کړي:

نوموړې وویل:

"موږ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړو چې په طالبانو فشارونه زیات کړي، او اجازه ورنکړي چې یو بشپړ نسل هیر شي، موږ یوازې خپل حق غواړو، د زده کړو او کار حق، موږ نه غواړو چې هیر شو موږ فرصت غواړو، موږ زده کړې غواړو او دا زموږ انساني او اسلامي حق دی."

د افغان میرمنو دا څرګندونې او غوښتنې داسې مهال دي چې تازه ملګرو ملتونو هم په خپل نوي راپور کې ویلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ژوند شرایط په جدي ډول خراب شوي ډي.

دغه راپور چې د ۲۰۲۵ کال د اګست څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې موده رانغاړي، دوشنبه د حمل ۱۰مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه غونډه کې وړاندې شو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنر ولکر ترک د راپور د وړاندې کولو پر مهال په افغانستان کې په ښځو پراخو بندیزونو ته اشاره وکړه ټینګار یې وکړ چې د طالبانو له خوا د ۲۰۲۱ کال راهیسې عملي شویو تګلارو او فرمانونو د خلکو پر ژوند، په ځانګړي ډول ښځو، پراخ منفي اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي چې طالبانو ښځې او نجونې د ټولنې له ډېرو برخو لیرې کړي، له شپږم ټولکي پورته تر پوهنتونه د زده کړو اجازه نه ورکوي او دغه راز د کار، عامه خدمتونو او د تګ راتګ ازادۍ ته یې د دوی لاس رسی هم سخت محدود کړی دی.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو کړکېچ دوام لري.

راپور زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۱ عشاریه ۹ میلیونه خلک چې د دې هیواد نیمايي نفوس جوړوي سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور په ټکو د نړیوالو مرستو کمېدو، د یوه کال په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د درې میلیونه کډوالو ستنېدو، او روانې وچکالۍ د افغانستان اقتصادي کړکېچ لا پسې سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې دا هم راغلي چې طالبان لا هم د اعدامونو په ګډون په عام محضر کې د خلکو د وهلو سزاوې عملي کوي چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دا د بشري حقونو جدي سرغړونې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک افغانستان د «بشري حقونو هدیره» وبلله او وې ویل چې اوس مهال په دې هیواد کې میلیونونه انسانان په شدید فقر کې ژوند کوي او له بنسټیزو حقونو لکه خوړو، اوبو، زده کړو او روغتیايي خدمتونو بې برخې دي.

راپور کې له طالبانو غوښتنه شوې چې ژر تر ژره خپلې تبیعضي تګلارې لغوه، د ښځو حقونه تامین، اعدامونه بند او بنسټیزې ازادۍ تظمین کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د نوي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د اسلامي شریعت له مخې د ښځو حقونه خوندي کړي، داسې مهال چې په ۲۰۲۱ کې واک تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول عصري زده کړو بندیز لګولی او ښځې یې په یو شمېر دولتي او ټولو غیر دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG