د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۰

د اوربند د پای په درشل کې قومي مشران او خلک د خبرو له لارې د لانجې د حل غوښتنه کوي

کابل کې د سرې میاشتې رضاکاران پلازمینه باندې د مارچ د ۱۶ خونړي برید د قربانیانو تابوتونه خاورو ته سپاري.
ارشیف
کابل کې د سرې میاشتې رضاکاران پلازمینه باندې د مارچ د ۱۶ خونړي برید د قربانیانو تابوتونه خاورو ته سپاري. ارشیف

دافغانستان او پاکستان ترمینځ د اختر داوربند د پایته رسیدلو په درشل کې د ډیورند کرښې ددواړو غاړو ځینو کامي مشرانو او خلکو د خبرو او دلانجې د دایمي حل لپاره غږ کړی دی. د اختر په شپو ورځو کې سره لدې چې وضعیت نسبتا ارام وو خو پکتیکا او کونړ کې د بریدونو رپوټونه ورکړل شول.

د پکتیا اوکورمې مشرانو د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۲۳مه د ازادي راډیو مشال څانګې خبریال ته وویل چې د اختر شپې ورځې د اوربند له کبله هلته د ډېورنډ کرښې د دواړو خواوو ولسونو باندې عادي تیرې شوې.

د پکتیا د څمکنیو یو ولسي مشر حاجي لایق د دواړو هېوادونو له حکومتونو وغوښتل چې له جنګ لاس واخلي او خبرو ته مخه کړي.

دیپلوماسي مخې ته کئ ، دیپلوماتیکې خبرې مخې ته بوزئ، اود اقوامو او قبایلو تاریخي مشرانو څخه استفاده وکئ،


" د مونږ توقع او ارزو داده او پیغام مو هم دادی ، په دواړو ملکونو زه دا غږ کوم چې جنګ ودروئ ، جنګ د حل لاره نه ده ، دیپلوماسي مخې ته کئ ، دیپلوماتیکې خبرې مخې ته بوزئ، اود اقوامو او قبایلو تاریخي مشرانو څخه استفاده وکئ، جنګ کې وروژ وژنه کیږي، انسان وژنه کیږي ، ملک خراپیږي، ملکونه خراپیږي نو دمونږ دا پیغام دی چې جنګ چې په هره طریقه وي ، دا درې ورځې یا شپږ ورځې اوربند دې په دایمی اوربند بدل شي. "

حاجې لایق ټینګار وکړ چې دشخړې د حل لپاره دې اقوامو او قبایلو ته د خبرو واک ورکړل شي چې د لانجو په حل کې خپل پخوانی دودیز رول ولوبوي.

بلخوا د کورمې ملک عون علي هم د ازادۍ راډیو مشال څانګې خبریال ته وویل چې لنډمهالي اوربند د سیمې خلک خورا خوشاله کړل او بې کوره شوي خلک بېرته د اختر لپاره خپلو کلیو ته ستانه شول.

ده وویل، ټول خلک دایمي اوربند غواړي.

د دواړو حکومتونه د دواړو ریاستونه غواړو دا خواهش لرو غواړو دغه ته دې (اوربند ته) دایمي شکل ورکړل شي، کومې مسئلې چې مینځ کې پرتې دي هغه په کار دادی چې په وروری شکل حل کي


" د دواړو حکومتونه د دواړو ریاستونه غواړو دا خواهش لرو غواړو دغه ته دې (اوربند ته) دایمي شکل ورکړل شي، کومې مسئلې چې مینځ کې پرتې دي هغه په کار دادی چې په وروری شکل حل کي، مونږ دا غواړو چې سرحد نه واخله هغه بوړکي نه خرلاڅې نه کراچی پورې امن وي او خوشحاله خوشحالي وي، شکایت نه وي ، همداسې پټان نه واخله کابله پورې تر ان شماله پورې خیر خیریت وي امن وي ، یو وارې بیا وایو چې دا اوربند دې دایمي شکل اختیار کي مسئلو ته دې خبرو له لارې کیني."

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي هم د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

د دې ولایت د مهمندرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالمجید ازادي راډيو ته وویل:

موږ د پاکستان له پوځ غوښتنه کوو چې دا اوربند وغځوي او نوره دې ملکي مرګ ژوبله ودروي


"موږ د پاکستان له پوځ غوښتنه کوو چې دا اوربند وغځوي او نوره دې ملکي مرګ ژوبله ودروي او که اوربند بیا ماتېږي، نو موږ به له خپلې خاورې نه دفاع کوو."

د اوربند له پیل راهیسې په جنګ ځپلیو سیمو کې وضعیت نسبتا ارام و خو په کابل کې د طالبانو حکومت د مارچ پر ۲۲مه وویل چې پاکستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي چې په کې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي دي. مخکې هم کابل پاکستان د اوربند په ماتولو تورن کړی وو خو اسلام اباد دغه ادعا رد کړې وه.

کونړ ولایت چې د راپورونو له مخې د اختر په ورځو کې هم ارامه نه و، یو شمېر اوسېدونکو یې ازادي راډيو ته وویل دې نښتو له ولسي وګړو پراخه قرباني واخیسته او دوام به یې دوی لا زیانمن کړي.

د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ستارخان دوشنبه د حمل ۳مه ازادي راډيو ته وویل:

که څه هم موږ د اختر ورځې هم له جګړې پرته تېرې نه کړې او هره شېبه په ناړۍ او ځینو نورو ولسوالیو توپونه راتلل، خو په ټوله کې د جګړې شدت نه و


"که څه هم موږ د اختر ورځې هم له جګړې پرته تېرې نه کړې او هره شېبه په ناړۍ او ځینو نورو ولسوالیو توپونه راتلل، خو په ټوله کې د جګړې شدت نه و، اوس چې اوربند پای ته رسېږي خلک بیا په وېره کې دي، ځکه د جګړې له امله خو زیانمن ولسي خلک دي، خلک بې کوره شوي دي، خلکو شهیدان ورکړل او که نښتې اوږدېږي لا معلومه نه ده چې له څومره نورو کورنیو نه به قرباني اخلي."

د دې ولایت د مرورې ولسوالۍ یو اوسېدونکي حاجي بادشاه له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اوربند په ورځو کې د وژل شویو کسانو پوښتنه له پاکستانه وکړي.

موږ په نړیوالې ټولنې غږ کوو چې باید له پاکستانه پوښتنه وکړي، دوی خو اوربند کړی و، ولې یې بیا هم زموږ ښځې او ماشومان ووژل.

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تیره چهارشنبه د اختر په مناسبت اوربند اعلان کړ. سره لدې چې افغانستان د اوربند د پای په هکله څه ونه ویل خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وویل چې اوربند دوشنبې په محلي وخت د شپې دولس بجې پای ته رسیږي.

د اوربند د پای ته رسیدلو په درشل کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ددوشبنې په ورځ وویل چې اسلام اباد د ترهه ګرۍ د ګواښ له مینځه وړلو ته ژمن دی.

اسحاق ډار د پاکستان د ورځې په مناسبت خپل پیغام کې وویل چې د کړکیچ په وړاندې یې دهیواد دریځ بدل شوی نه دی او په ټکو یې پاکستان به دننه په افغانستان کې د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اقدامات وکړي.

په افغانستان کې دطالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ددغو څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

اسلام اباد وايی د تحریک طالبان پاکستان کسان په افغانستان کې خپلو پناهځایونو څخه پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل دا ادعا ردوي او وايي چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل هیواد خلاف وکاروي.

بلخوا د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله او خطرناکه تاوتریخوالي احتمال زیاتوي.

دغې ډلې په خپل وروستي راپور کې چې د مارچ په ۲۲مه د دوی پر اېکس پاڼه خپور شوی، ویلي چې د دغه نښتو له امله د کرښې په اوږدو کې له سل زره ډېر کسان بې کوره شوي او دواړه هېوادونه له زیاتېدونکو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG