د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۰

د طالبانو حکومت دفاع وزارت، پاکستان د لنډمهالي اوربند په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ادعا کوي ویلي "د پاکستان د پوځي رېژیم " له خوا د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اختر په مناسبت د اعلان شوي اوربند د سرغړونو موارد لیدل شوي دي.

د طالبانو حکومت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د «حوت په ۲۸مه» د دې وزارت په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د اختر په لومړۍ ورځ څو تنه ملکي وګړي ووژل شول، چې د ده په وینا د پاکستان د رژیم "د ژمنتیا د نشتوالي او فرېب" څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی امنیتي او دفاعي ځواکونو تر دې دمه د ملګرو هیوادونو په منځګړیتوب اعلان شوي اوربند ته غاړه ایښې، خو خبرداری یې ورکړی چې که داسې کړنې تکرار شي، د اوربند دوام به بې مانا وي او دوی به اړ شي چې "پریکنده او غاښ ماتونکی" ځواب ورکړي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ادعا بې بنسټه او او ناسمه بللې ده.

دې وزارت ته منسوب د حقایقو د پلټنې حساب د جمعې په سهار «د حوت په ۲۹مه» په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، "دا ډول تبلیغات احتمالاً د طالبانو د رژیم دننه مخالفینو لخوا مطرح کېږي، چې موخه یې د ځینو ترهګریزو کړنو یا د افغان طالبانو لخوا رهبري شويو نورو کړنو د ترسره کولو لپاره د غلطو پلمو جوړول دي."

دې وزارت دا خبرداری هم ورکړی چې "هر ډول ترهګریز عمل، له پولې اوښتی برید، د بې پیلوټه الوتکو برید، او د افغان طالبانو یا دوی پورې تړلو ډلو لخوا ورته عمل به د لنډمهاله اوربند سمدستي پای ته رسیدو او د «غضب الحق»عملیاتو ژر تر ژره بیا پیل لامل شي."

ازادي راډیو د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه نشي تاییدولی.

خو د نورستان او کونړ ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وايي چې د پاکستان لخوا د پنجشنبې تر ناوخته پورې ډزې روانې وې او ادعا کوي چې په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ یو اوسیدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ د «حوت په ۲۹مه» ازادي راډیو ته وویل چې د اوربند له اعلان وروسته، هغه خلک چې له خپلو سیمو بې ځایه شوي وو یا په بل ځای کې بند پاتې وو غوښتل یې چې خپلو کورونو ته ستانه شي چې د حملې هدف وګرځېدل:

"له برګ مټال نه منډه ګل سیمې ته یو موټر راغلی چې په کې چې یوه قابله له خپل یو ماشوم او خاوند سره یې او څو نور کسان هم په کې وو، کله چې په باغچه سیمه کې موټر د برښنا بند ته نږدې شوی، پرې ډزې شوي او موټر هدف ګرځول شوی، هماغه قابله او ماشوم یې وژل شوي، مېړه یې ټپي شوی او نور مسافر تښتېدلي."

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي چې دا ښځه، چې په اصل کې د کنړ اوسېدونکې وه او په نورستان ولایت کې یې کار کاوه، اوس د هغې او د زوی جسد یې په هماغه ځای کې دي او هڅې روانې دي چې دوی ناړۍ ولسوالۍ ته ولیږدول شي.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکي عبدالستار ازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه د کامدیش او ناړۍ ولسوالیو تر منځ لاره تړلې ده او حتی د مړو د انتقال لپاره زمینه هم برابره شوې نه ده، خلک هڅه کوي چې مړي له فرعي لارو ناړۍ ولسوالۍ ته انتقال کړي تر څو وروسته له هغه ځای د امبولانس په وسیله اسعد اباد ته ولېږدول شي."

نوموړی ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونه ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې هر ډول موټر یا اشخاص په نښه کوي، او له همدې امله د جسدونو لیږدول ستونزمن دي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ یو شمیر نور اوسیدونکي هم وايي چې د پاکستاني ځواکونو لخوا ډزې د پنجشنبې په سهار، «د حوت له ۲۸مې» پیل او د شپې تر ناوخته پورې یې دوام وکړ.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د نورستان د والي د ویاند فریدون صمیم نظر واخلو، خو د راپور تر خپرېدو مو ځواب ته لاسه نه کړ.

خو د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ضیاء الرحمن سپین غر طلوع نیوز خبري رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې پاکستاني ځواکونو له طالبانو سره اوربند مات کړی او د چهارشنبې له شپې راهیسې یې په ناړۍ ولسوالۍ ۳۵ راکټي بریدونه او د دې ولایت په مرورې ولسوالۍ ۳۷ نور بریدونه کړي دي.

د پاکستان له خوا د اوربند د سرغړونې تورونه په داسې حال کې دي چې طالبانو او د پاکستان حکومتونو د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په غوښتنه لنډمهالی اوربند اعلان کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د مارچ په ۱۸مه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي و چې د دغو هیوادونو په غوښتنه به پاکستاني ځواکونه د روان کال د مارچ تر ۲۴مې پورې په افغانستان بریدونه ودروي.

په مقابل کې یې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټویټر پاڼه پرته له دې چې د اوربند د پای ته رسیدو دقیقه نیټه مشخصه کړي، اعلان کړی چې دوی به د اختر د رخصتیو په جریان کې د پاکستان پر وړاندې غچ اخیستونکي عملیات هم ودروي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو اونیو کې بې ساري کچې ته لوړ شوی دی.

دا نښتې د افغانستان دننه د پاکستاني ځواکونو له خوا پر اهدافو د هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ډزو له تبادلې وروسته زیاتې شوې.

راپورونه ښیي چې دې نښتو ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې، په ځانګړې ډول په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې ملکي تلفات اړولي،سلګونه کورنۍ یې بې ځایه کړي او کورونه یې ویجاړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG