د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع سې شنبه د حوت ۲۶ مه په کابل کې په یو خبري کنفرانس ته وویل، حمله دوشنبه د شپې شاوخوا نهه بجې د امید په نوم د روږدو د درملنې په یو روغتون وشوه چې له امله یې د روغتون ډېره برخه ویجاړه شوې ده.
هغه وویل چې په دې روغتون کې د بیلابیلو ولایتونو او کابل نږدې ۳ زره روږدي کسان تر درملنې لاندې وو:
" د ۴۰۸ په شمېر کې کې تر درلمنې لاندې معتادین شهیدان شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي، او دغه راز د معتادینو د درملنې د دغه حمایوي مرکز ټول وسایل له منځه تللي دي، اسلامي امارت په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ټپیانو د ښې درملنې او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې له اسلامي د خپلو مرستې مسولیت پوره کړي."
نوموړي د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې دا پېښه وڅېړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ډاډمن کړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي په تلفاتو کې د زیاتوالي اندېښنې ځکه شته چې په خبره یې لا هم تر ویجاړیو لاندې د بندو پاتې جسدونو د رایستلو چاره روانه ده.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې چې هوايي ځواکونو یې په کابل او ننګرهار کې پوځي تاسیسات او په خبره یې د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي.
خو طالب چارواکي او د پېښې عینې شاهدان وايی زیانمن ټول ولسي وګړي او هغه روږدي کسان وو چې د امید په نوم په دې مرکز کې د درملنې په هیله بستر وو.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سه شنبه د حوت۲۶مه په کابل کې یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ادعا وکړه چې په وروستیو کې پاکستان په افغانستان کې په خپلو هوايي او ځمکنیو حملو کې له پنځه زیات ملکي روغتونونه په نښه کړي او سلګونه ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي وویل:
"د نړیوالو اصولو له مخې هیڅوک نه شي کولای چې ان په لویو نړیوالو جګړو کې ملکي تاسیسات او هغه چې ملکیانو ته خدمات وړاندې کوي په نښه کړي خو ولې په وروستیو کې د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې له پنځه ډېر ملکي روغتونونه په نښه کړي او په زیات شمېر ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي. "
ازادي راډیو په خپلواک ډول د یو لوري ادعا هم نه شي تاییدولی.
په همدې حال کې د پېښې یو شمېر عیني شاهدان او قربانیان وايي د ماخوستن له لمانځه وروسته پرې هوايي حمله وشوه چې له امله یې پراخه مرګ ژوبله واوښته.
په دې مرکز کې د محمد جان په نوم یو بستري روږدی چې په پېښه کې ټپی شوی او اوس مهال د وزیر اکبر په روغتون کې دی ازادي راډيو ته وویل:
"د شپې مو تراویح وکړې چې بیرته راغلو له ملګرو سره ناست وم چې یو ناڅاپه حمله وشوه، هیڅ پوه نه شوم خو یوه چره مې په سینه ولګېده، نیم ساعت پورې په ځان نه پوهیدم وروسته مې په ډېرې خوارۍ تر سړکه ځان راورسولو او بیا یو ریکشه وان تر روغتونه راوستم."
د محمد علي په نوم یو بل کس چې د امید په نوم د روږدو په دې مرکز کې یې ورور بستر وو وايي لا تراوسه یې د ورور د مړي او ژوندي معلومات نه دی شوی.
دا چې په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مخته راغلی سې شنبه د حوت ۲۶مه یې ازادي راډيو ته وویل:
"ماته زنګ راغی چې د معتادینو په روغتون کې حمله شوې ده، خپل بل ورور مې له ځان سره راواخیستو او د خپل ناروغ لټون مو پیل کړو خو تراوسه نه د هغې د مړي معلومات شته او نه د ژوندي."
په کابل کې یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو هم ازادي راډيو ته وویل چې د سې شنبې له سهاره زرګونه کسان د روږدو د درملنې د ویجاړ شوي مرکز مخته راغونډ شوي او د خپلو عزیزانو لټون کوي.
په ورته وخت کې د دواړو لوریو د نښتو په دوام تازه سه شنبه د حوت ۲۶ مه په خوست، پکتیکا، پکتیا او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکول شوي دي.
په خوست کې د طالبانو د حکومت ویاند مستغفر ګربز د حوت ۲۶ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د دې ولایت په ځاځي میدان او علیشیر – تریزیو ولسوالیو کې د پاکستان په راکټي برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې راورسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د مارچ تر ۱۳ مې په دې نښتو کې د ۶۰ ولسي وګړو مړینه او دغه راز د ۱۴۳ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي، خو د تازه مرګ ژوبلې سره دا شمېر اوس سلګونه کسانو ته رسیږي.