د ملګروملتونو امنیت شورا نن دوشنبې، د مارچ نهمه د افغانستان په اړه غونډه کوي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما سرپرسته او د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله جورجیټ ګانینون د دې شورا غړیو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي. دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي چې پرون یکشنبې یوناما او د ملګروملتونو د ښځو څانګې د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې ښځې په افغانستان کې د رسمي عدالت میکانیزمونو ته د نارینه وو په پرتله نږدې څلور برابره کم لاسرسی لري.
په همدې ورځ د طالبانو د محکمو د پریکړې له مخې په غورکې درې ښځې د اخلاقي فساد په تور هریوه په ۳۹ درو ووهل شوه. تردې مخکې هم طالبانو په ډیرو ولایتونو ښځو ته ورته سزاګانې چې ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې یې د انساني کرامت خلاف له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي، ورکړل شوې دي.
کله چې د نفوس لویه برخه د شخړو د حل یا د خوندیتوب په لټه کې له خنډونو سره مخ کیږي، دا په ادارو باندې باور کمزوری کوي او ټولنې لا ډیر زیانمنونکې کوي
د یوناما سرپرستې میرمن ګانینون وویل: کله چې د نفوس لویه برخه د شخړو د حل یا د خوندیتوب په لټه کې له خنډونو سره مخ کیږي، دا په ادارو باندې باور کمزوری کوي او ټولنې لا ډیر زیانمنونکې کوي. د اعلامیې له مخې دا د ښځو لپاره عدالت ته د لاسرسي په برخه کې یوه پراخه تشه بلل شوې چې له امله یې ډیری ښځې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو، د خوندیتوب د هڅو او همدارنګه د ناوړه ګټه اخیستنې د مخنیوي په برخو کې له ستونزو سره مخ کوي.
په اعلامیه کې د ملګروملتونو د ښځو د چارو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن وویل، کله چې ښځې له عدلي ادارو څخه ایستل کیږي، دا د دوی خوندیتوب، خپلواکي او کورڅخه بهر د مرستې د ترلاسه کولو پاتې محدود فرصتونه هم اغیزمنوي. د هغې په خبره دغه حالت هغه ښځې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي، ډیرې اغیزمنوي. په اعلامیه کې ویل شوي، د یوې څیړنې موندنې ښیي، له هغو ښځوسره چې خبرې شوې یوازې ۱۴ سلنه یې ویلي چې د شخړو د حل رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري حال داچې ۵۳ سلنه نارینه وو دغو خدمتونو ته د لاسرسي خبره کړې ده. دغه څیړنه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبرمیاشت کې د ملګروملتونو د ښځو چارو ادارې، د ملګروملتونو مرستندویه مامویت یوناما او د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د هیواد په کچه د حضوري او آنلاین مشورو پربنسټ ترسره کړې ده.
په اعلامیه همدارنګه د دې یادونه هم شوې چې د شخړو د حل په غیر رسمي میکانیزمونو لکه ټولنیزو جرګو او شوراګانو کې چې د ټولنې د مشرانو دودیزې شوراګانې بلل کیږي او کولای شي شخړې حل کړي، ډیرکم د ښځو اړوند شخړو ته پاملرنه شوې.
اکثریت ښځو ویلي چې دغه حالت د واکمنو چارواکو له خوا د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او همدارنګه د ښځو اړوند ډیری قضایي خدمتونو په ګډون د مهمو اداري او قانوني میکانیزمونو د لغوه کولو او له حقوقي سکتورڅخه د ښځینه مسلکي کسانود ایستلو له امله رامنځ ته شوی دی.
پرافغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له ثانوي او پوهنتوني زده کړو بې برخې شوې او ښځې د ملګروملتونو د دادارو په ګډون په ډیرو دولتي او نادولتي موسسو کې له کارکولو راګرځول شوي دي. پردې سربیره ښځې د ټولنې په ډیرو نورو برخو کې له فعال ګډون څخه بې برخې شوې دي.