د مارچ د اتمې، یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت مو په افغانستان، ایران او اوکراین کې د هغو ښځو د ژوند بیلګې را اخیستي چې له سختو حالاتو سره سره خپلې راتلونکې ته هیله منې دي.
افغان ښځې بې ساری تبعیض ګالي، خو غلې نه دي ناستې
د ښځو او نجونو لپاره وضعیت په افغانستان کې تر نورو هېوادونو ډېر خراب دی. دوی له خپلو نژدې ټولو لومړنیو حقونو څخه بې برخې شوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل، وروسته یې د هغوی پوهنتونونه وتړل او په بېلابېلو ټولنیزو چارو کې یې د هغوی په ګډون بندیز ولګاوه.
ښځې په افغانستان کې د اجباري حجاب تر قانون لاندې دي او اوږد واټنه سفر او ان ډاکټرانو ته له محرم پرته نه شي تللی.
په همدې ډول چاپیریال کې بیا فرشته په پټه نجونو ته تدریس کوي.
فرشته د طالبانو د بیاواکمنۍ په لومړي کال کې د پوهنتون د لومړي ټولګي محصله وه.
هغې له تحصله تر محرومیت وروسته پریکړه وکړه چې تدریس پېل کړي.
هغه وایي، دا کار یې د دې لپاره پيل کړ چې ځان ته هیله ورکړي او لا هم فکر کوي چې " دا وضعیت بدلیدلی شي او زمونږ ښونځي او پوهنتونونه بیرته پرانستل کیدای شي."
ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې تر لومړني ښونځي ور هاخوا زده کړو نه بې برخې شوې دي.
فرشته وایي، د تدریس له بهیره دا هم ګټه پورته کوي او ډېر څه زده کوي.
فرشته په پټه یوه ډله نجونو زده کوونکو ته ریاضي، انګلیسي او نور مضامین تدریسوي.
هغه وایي که طالبان پوه شي، نو ټولګی به یې ور وتړي.
فرشته وایي، ځایي خلک او په تیره هغه چې د نجونو تحصیل غواړي د دې د هڅو ملاتړ کوي.
دا وایي، یوه زده کوونکې یې امیندواره ده او لاهم د زده کړې لپاره هوډمنه ټولګي ته ورځي.
فرشته پوښتنه کوي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې څه کولای شي؟ او یوازنۍ غوښتنه یې داده چې ښونځي باید پرانستل شي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په خپل وروستي راپور کې چې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو په اړه دی، ټینګار کړی چې په تیر کال کې، طالبانو د "ښځو او نجونو د حقونو په اړه د محدودیتونو په سختولو" سره خپل بندیزونه زیات کړي دي.
په افغانستان کې اکثره له ښونځي او پوهنتونه بې برخې شوې نجونې له رواني ستونزو سره مخامخې شوي او ځینې یې له جبري ودونو سره هم مخامخ دي.
طالبان بیا وایي، دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي او ټینګار کوي چې د شرایطو په برابرېدو به ښځو ته د تعلیم او تحصیل حقونه هم ورکړل شي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ګڼ شمېر نور اسلامي علما بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې له اسلامي نصوصو سخت تعبیر او تفسیر لري او وایي دوی د تحصیل په ګډون د نجونو د ډیرو اسلامي حقونو مخه دپ کړې ده.
ایران کې هم ښځې د بې عدالتیو په ضد راپاڅیدلي دي
د ایران اوسیدونکې رها، چې په مستعار نوم یې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې، وایي نن سبا داسې وضعیت کې ده چې نه پوهیږي څه احساس لري.
هغه پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو بریدونو څو ورځې وروسته له تهرانه په لنډه انټرنیټي اړیکه کې ازادۍ راډیو ته وویل " تسلیمېدو ته لیواله نه ده ".
رها وایي، ورځې یې د جګړې په ویره کې تېریږي، ځکه ایران کې اوس جګړه روانه ده او د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په ګډون په کې یوشمېر لوړپوړي چارواکي ووژل شول.
د خامنه یي تر مشرۍ لاندې د ایران په رژیم کې ۳۵ کاله ښځې د اجباري حجاب له قانون، تبعیض او لکه څنګه چې ملګرو ملتونو هم ویلي، د اعتراض په صورت کې له شکنجې او هلو ډبولو سره مخامخ وې.
رها وایي، د خامنه یي وژنې هغې ته هیڅ ځانګړی احساس نه دی ورکړی، نه ښادي او نه هم غم. هغې زیاته کړه : "هغه مړ شو، خپله یوه هیله یې پوره کړه، خو زمونږ هیلې یې له خاورو سره خاورې کړې، هغه هیڅکله ځواب ویونکی نه و."
هغه وایي، دا مهال د ایران او ایرانیانو راتلونکې ته اندیښنه لري.
ایران چې ۹۳ میلیونه نفوس لري، تېرو میاشتو کې له ګڼو پېښو سره مخامخ و. مهم یې پر ایران بریدونه او دغلته بې ساري اعتراضونه وو چې په تاوتریخوالي واوښتل.
رها د هغو ښځو له ډلې وه چې د تهران سړکونو ته وتلې، اعتراضونو کې یې برخه اخیستې او په وینا یې ځینو سیمو کې د اعتراض کوونکو نرانو پرتله د معترضو ښځو شمېر زیات وو.
په ایران کې ښځې د ۲۰۲۲ کال د اعتراضونو په لومړیو کتارونو کې هم وې.
هغه اعتراضونه د یوې ۲۲ کلنې ایرانۍ پيغلې مهسا امیني له وژلو وروسته وپارېدل.
مهسا د حجاب نه کولو په تور پولیسو نیولې وه چې وروسته یې په توقیف خونه د شکنجې له کبله سا ورکړه.
دا هغه اعتراضونه و چې ترڅ کې یې د ( ښځه، ژوند، ازادۍ) خوځښت هم رامنځته شو.
رها وایي، اوس عمومي ژوند بدلون کړی دی او ښځې په ګڼ شمېر کې له حجاب پرته سړکونو کې ګرځي.
رها وایي، اوس داسې فکر کوي چې په مبارزه کې یوازې نه ده.
د هغې په ټکو مهمه داده چې اوس لوڅ سر ګرځي خو څوک ورسره کار نه لري.
هغه وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت د رژیم اقتدار د له منځه تلو په حال کې دی او په خبره یې دې چاره کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو اعتراضونو مهم رول درلود.
اوکراین کې ښځو د جګړو لیکو ته دانګلي، له دفاع تر طبي مرستو
اوکراین هم چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې په کې د روسیې جګړه پيل شوې، ښځې یې د جګړې تر ټولو زیاتې قربانیانې دي.
دغه هېواد کې هم ښځې له قربانۍ سره سره ناخوالو ته تسلیم شوي نه دي او د هېواد په دفاع کې یې له نرینه و سره برخه اخیستې.
کاترینا زارمبو چې یوه اوکراینۍ څیړونکې، لیکواله او د څلورو ماشومانو مور وه، اوس د جګړې د ډګر ډاکټره شوې ده.
هغه د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د جګړې له پیله وروسته له اوکراینه ووته، خو لږه موده وروسته بیرته د یوې ژغورونکې او مرستندویې په توګه اوکراین ته ستنه شوه.
هغه نن د اوکراین له پوځ سره اوږه په اوږه کار کوي.
کاترینا ازادۍ راډیو ته وویل: " له همغه اوله سره مې فکر کاوه چې زما ځای په جګړه کې دی، د جګړې پیل کې مې لور ډېره وړه وه، ما نورې ښځې هم ولیدې چې ځواکونو سره په جګړه کې مرسته کوي، زه هم متوجه شوم چې بله لاره راته نه ده پاتې."
د کاترینا میړه هم د اوکراین د پوځ ملاتړ کوي، خو زیاتوي چې مشرانو ماشومانو ته یې د دې خبرې منل سخت و چې ګواکې دادې د جګړې لیکو ته ستنه شي.
نوموړې وایي، هغه کار چې کوي، د لامل ریښې به یې وروسته څرګندې شي او په خبره یې ماشومان باید په خبرو نه، بلکې په عمل سره لویان شي چې وروسته زمونږ دا کار درک کړي.
د اوسلو د سولې د څیړنو موسسه وایي، تېر ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۷۶ میلیونه ښځو د یوې مرګونې جګړې ۵۰ کیلو متري واټن ته ژوند کاوه.
د کاترینا په څېر د اوکراین ډېرو میرمنو د جګړې له پیله وروسته بشري مرستو ته مخه کړې، د ښځو د حقونو ملاتړ یې کړی او له دغه هېواده یې د ماشومانو د اخراج مخالفت کړی دی.
اوکراین کې د تېر کال شمېرې ښيي چې شاوخوا ۷۰ زره میرمنې په وسله وال پوځ کې خدمت کوي.
کاترینا وایي، اوس نه شي کولی تصور وکړي چې بیرته به لیکوالۍ ته مخه کوي، هغه وایي دا به د عمر ترپایه د جګړې د ډګر ډاکټره او یوه مور او میرمن پاته شي.
هغه د جګړې په لیکو کې له روغتیایي کار سره همهاله په انلاین ډول د طب زده کړې هم کوي.
د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت کاترینا او نورو فعالو ښځو له ازادۍ راډیو سره خبرو کې وویل چې د عدالت لپاره مبارزه قرباني غواړي.