د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ؛ افغانې ښځې او نجونې د طالبانو له سختو بندیزونو سره په محرومیت کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه « یو اېن ومن » او په افغانستان کې د دې سازمان سیاسي استازولي « یوناما » وايي په افغانستان کې ښځې د نارینه‌و پرتله رسمي قضایي سیسټم ته څلور برابره کم لاسرسی لري.

یوازې ۱۴ سلنه هغو ښځو چې خبرې وسره شوې وې ویلي وو چې د شخړو د حل لپاره رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دغه شمېره د نارینه‌و لپاره ۵۳ سلنه وه
یوناما

دواړو ادارو د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې قضایي سیسټمونو ته د افغان ښځو کم لاسرسی د عدالت د ټینګښت په برخه کې پراخه تشه ښیي او دغه وضعیت ګڼې ښځې له خوندي لارو د خپلو حقونو ترلاسه کولو، ملاتړ او یا د ناوړه ګټې اخیستنې سره له مقابلې بې‌برخې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي د «یو این ومن»، «یوناما» او د کډوالۍ نړیوال سازمان د تېر کال د ډیسمبر میاشتې د موندنو پر بنسټ، یوازې ۱۴ سلنه هغو ښځو چې خبرې وسره شوې وې ویلي وو چې د شخړو د حل لپاره رسمي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دغه شمېره د نارینه‌و لپاره ۵۳ سلنه وه.

دغه شان له نیمايي زیاتو میرمنو سره چې سلا مشورې شوې ویلي په تېر یو کال کې رسمي قضایي سیسټم ته لاسرسی خورا محدود شوی دی.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ایمنستي انټرنیشنل د جنوبي اسیا څانګې د مارچ اتمه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې په دې ورځ په افغانستان کې بې شمېره ښځې او نجونې اړ ې دي چې غلې اووسي او خپل هویت پټ کړي خو د هغوی غږ نه شي چوپ کیدای او نه به هم چوپ شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) هم د دې ورځې په مناسبت په یو بیان کې د ټولو افغان ښځو او نجونو لپاره د حقونو، عدالت او عملي اقدام غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو بیا ویلي په افغانستان کې میلیونونه نجونې د زده کړو او د خپل راتلونکي د جوړولو له فرصت څخه محرومې شوې دي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت ویلي په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو لاسته راوړنې، وړتیاوې او زغم نمانځي په افغانستان کې دا ورځ په داسې شرایطو کې رارسیږي چې افغانې میرمنې له ژور درد او ناعادلانه تګلارې سره مخ دي.

افغانې ښځې خپلې مبارزې ته داوم ورکوي، هغه مبارزه چې د کار، زده کړو، ډوډۍ او ازادي د حق لپاره پیل شوه او په تاوتریخوالي وځپل شوه
نصیر احمد اندیشه

د دې استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندېشه په یوه ویډیو بیان کې چې په اېکس پاڼه یې خپور کړی ویلي، "سره له دې، افغانې میرمنې او د ښځو د حقونو بیلابیل بنسټونه د ظلم په وړاندې نه دي تسلیم شوي او خپلې مبارزې ته داوم ورکوي، هغه مبارزه چې د کار، زده کړو ، ډوډۍ او ازادي د حق لپاره پیل شوه او په تاوتریخوالي وځپل شوه خو د هیواد په دې تاریخي پړاو کې د ښځو بنسټونه دې ظلم او بې عدالتۍ ته نه دي تسلیم شوي او په کور دننه او بهر د خپلو حقونو غوښتنې ته دوام ورکوي."

د ښځو د حقونو بیلابیلو بنسټونو هم د دې ورځې په مناسبت پیغامونه خپاره کړي او په کور دننه او بهر یې اعتراضي پروګرامونه جوړ کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي.

دغه شان د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې شنبه د حوت ۱۶مه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي ، دا اداره یو ځل بیا غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو د تګ بندیز سمدستي لغوه شي؛ هغه بندیز چې شپږ میاشتې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري ولګول شو د ملګرو ملتونو په وینا د دې سازمان په ۸۰ کلن تاریخ کې بې ساری اقدام بلل کیږي.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته دوی په دې هیواد کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په ګډون په دوی بیلابیل محدودیتونه ولګول چې له پراخه نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول، داسې مهال چې طالبان ادعا کوې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، خو د طالبانو دا ادعا د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

XS
SM
MD
LG