پر ایران د بریدونو د لومړنۍ څپې هدف ایراني چارواکي وو
رویټرز خبري اژانس او نیویارک ټایمز لیکلي چې پر ایران د امریکا او اسراییل د ګډ برید د لومړۍ څپې هدف ایراني چارواکي وو.
تراوسه د ایران له دننه څخه د ایراني چارواکو د وضعیت او دا چې دوی ژوندي دي او که نه، راپورونه نه دي خپاره شوي.
لومړنی برید پاستور میدان باندې وشو چې هلته د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي کور دی.
همهاله په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې د پخواني ولسمشر محمود احمد نژاد کور هم تر برید لاندې راغلی دی.
ایران د فارس خلیج په څو هېوادونو کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي دي
له عمان پرته د فارس خلیج د هېوادونو په پلازمېنو او څو مهمو ښارونو کې بریدونه شوي دي.
نړیوالو اژانسونو لیکلي چې په قطر، متحده عربي اماراتو، بحرین او سعودي عربستان کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
تر دې وړاندې ایران ګواښ کړی و که پر دوی برید وشي، په منځني ختیځ کې به د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
له دې ډلې په بحرین کې د ( جفیر له سیمې) لوګي پورته کیږي.
دغلته د امریکا سمندري اډه ده.
د بحرین دولت اعلان کړی چې دغه اډه تر برید لاندې راغلې ده.
د متحده عربي امارتو په ابوظبی او دوبۍ ښارونو کې هم چاودنې شوي دي.
فرانس پریس لیکلي د سعودي عربستان پلازمینه ریاض کې هم زورورې چاودنې شوې دي.
په کویټ کې هم د خطر زنګ وهل شوی دی.
د ایران سپاه پاسداران ته نژدې فارس خبري اژانس ویلي چې " په قطر کې یې د العدید هوایي اډه، په کویټ کې یې السالم ، اماراتو کې یې د الظفره او بحرین کې یې د امریکا پنځمه اډه تر توغندیزو بریدونو لاندې راوستلې.
پر ایران له هوایي بریدونو وروسته د خامنه یي د کور لومړنی انځور خپور شو
نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر خپله ایکس پاڼه د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي د کور انځور خپور کړی دی.
دغه انځور چې پر سپوږمکۍ اخیستل شوی دی د پاستور میدان ښيي چې څو ودانۍ په کې ویجاړې شوې دي.
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شول چې د امریکا او اسراییل د برید د لومړنۍ څپې هدف د ایران چارواکي وو.
ایراني چارواکو بیا ویلي چې خامنه یي او ولسمشر مسعود پزشکیان یې خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.
د تهران د هرموزګان په میناب کې (۴۰ زده کوونکي) د امریکا او اسراییل په بریدونو کې وژل شوي
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د هرموزګان ولایت د میناب د ولسوال په حواله لیکلي چې دغلته ( ۴۰ زده کوونکي) وژل شوي دي.
دا د امریکا او اسراییل په ګډو بریدونو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې لومړنی راپور دی.
ولسوال زیاته کړې چې ۴۸ نور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
تر دې وړاندې د هرموزګان د والي سیاسي، امنیتي او اجتماعي مرستیال ویلي و چې دغلته د نجونو یو ښونځی د برید ( مستقیم هدف ) ګرځیدلی دی.
خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.