اسراییل او امریکا اعلان کړی چې پر ایران یې همغږي بریدونه پيل کړي
اسراییل وایي ( د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې) پر دغه هېواد نن بریدونه پيل کړي دي.
له دې سره همهاله د ایران کورنیو رسنیو په پلازمېنه تهران کې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.
په تهران کې چاودنې د جمهوري واټ او پاستور میدان شاوخوا کې شوي دي.
چاودنې په ځایي وخت سهار مهال لس بجې شوې دي.
تراوسه په کې د مرګ ژوبلې او زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.
په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د چاودنو له ځایه لوګي پورته کیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم شیبه مخکې اعلان وکړ چې پر ایران یې پراخ بریدونه پيل کړي دي.
بل لورته د فرانسې خبري اژانس په بیت المقدس کې " د جدي خبرداري" رپور ورکړی دی او ویلې یې دي چې اسراییل کې د خطر زنګ وهل شوی دی.
اسراییل فکر کوي چې ایران به یې د بریدونو ځواب ورکړي.
د اسراییل دولت په رسمي پاڼه لیکلي، د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې دغه بریدونه کړي دي.
رویټرز اژانس د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دوی به د اسراییل او متحده ایالتونو دغو بریدونو ته ځواب ووایي.
پر ټولنیزو رسنیو یوشمېر ځایي خبریالانو د بریدونو ویډیوګانې هم خپرې کړي دي.
که څه هم تراوسه د بریدونو اهداف نه دي مشخص شوي، خو تهران او څو نورو ښارونو کې ځینې ودانۍ لګیدلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، دوی غواړي په دغو بریدونو سره د ایران توغندیز سیستم له منځه یوسي.
پر ایران له برید سره همهاله په منځني ختیځ کې د امنیتي تدابیرو پراختیا
پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته د اسراییل پوځ دغلته پر ښوونیزو پروګرامونو، راټولیدنو او کاري فعالیتونو بندیزونه اعلان کړل.
د اسراییل پوځ وایي، دغه بندیزونه په حیاتي خدمتونو نه دي لګول شوي او دغه څانګې له بندیزونو مستثنا دي.
په قطر کې د امریکا سفارت هم د شنبې په ورځ اعلان کړی چې خپلو ټولو کارکوونکو ته یې ویلي چې ( پر خپل ځای کې) پاته شي او تر دویم خبرداري پورې همدغه سپارښتنه عملي کړي.
په عراق کې هم کورنی هوایي حریم تړل شوی دی.
کاناډا هم اعلان کړی چې په تل ابیب کې خپل غیر اړین ډيپلوماتیک کارکوونکي بل ځای ته انتقالوي.
په دې وروستیو کې د کړکیچ له زیاتیدو سره همهاله ایټالیا، فرانسې، یونان، پولنډ او یوشمېر نورو هېوادونو له ایرانه خپل اتباع وایستل او یا یې هم د وتلو خبرداری ورکړ.
د اسراییل چارواکو ویلي، ایران هم پر دوی توغندي ور ویشتي دي
د اسراییل پوځ ویلي چې ایران پر دوی توغندي ور ویشتلي دي.
د نړیوالو اژانسونو د راپورونو له مخې، د اسراییل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی د هوایي دفاع سیستمونه فعال شوي دي.
له دې سره د اسراییل په شمال کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
خلکو ته په مبایل تیلفونو کې د استول شویو پيغامونو له لارې سپارښتنه شوې چې خوندي ځایونو کې پاته شي.