د ایران د سرې میاشتې ټولنه: شلو ولایتونو باندې بریدونه شوي
د ایران د سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغه هېواد په شلو ولایتونو باندې د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه شوي دي.
مجتبی خالد دغه راز ویلي چې د هرموزګان میناب کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته د دوی ژغورونکي سیمې ته رسیدلي دي.
خالد له خلکو غوښتي چې د بریدونو له ځای سره ( سل متري واټن) وساتي او دغو ځایونو کې دې له راټولېدنو مخنیوی وکړي.
پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونو ته نړیوال غبرګونونه
بریتانیا وایي، منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو غوښتونکي نه دي
پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو عملیاتو وروسته د بریتانیا دولت اعلان کړی چې ایران ته باید د اټومي وسلې اجازه ورنه کړل شي، خو ویلې یې دي چې منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پراختیا نه غواړي.
د بریتانیا په دولت کې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې لندن په دغو بریدونو کې لاس نه لري.
د عمان د بهرنیو چارو وزارت پر دغو بریدونو ( ژوره خواشیني) ښودلې او د جګړې د پراخوالي د خطر خبرداری یې ورکړی دی.
د عمان سلطنت د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې دا کار ( له نړیوالو حقوقي اصولو او په سوله ییزو لارو د ستونزو د حلولو له اصل ) سره په ټکر کې دی.
د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې مای ساتو پر ایران بریدونه ( غیرقانوني) بللي او ټینګار یې کړی چې ټول لوري باید نړیوالو قوانینو ته ژمن اوسي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، د تاوتریخوالي زیاتوالی د ټولو په زیان دی.