ملک ضابط چې په وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی کډوال دی وايي د دوی له میشت ځای د روغتیايي مرکزونو د لېرېوالي له امله یې ماشومانو له راستنېدو راهیسې تر اوسه هېڅ ډول واکسین نه دی ترلاسه کړی.
زموږ ماشومان په پاکستان کې په ټاکلي وخت واکسین کېدل او ټول روغ وو، خو اوس چې دلته راغلي یو، موږ ته د واکسین ځای معلوم نه دی او زموږ ماشومان واکسین ته لاسرسی نه لري، اوس زموږ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي ديملک ضابط
نوموړي دوشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۷مه ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له پاکستانه د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ ته ستون شوی دی.
"زموږ ماشومان په پاکستان کې په ټاکلي وخت واکسین کېدل او ټول روغ وو، خو اوس چې دلته راغلي یو، موږ ته د واکسین ځای معلوم نه دی او زموږ ماشومان واکسین ته لاسرسی نه لري، اوس زموږ تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي".
یوه میرمن چې تازه له ایرانه افغانستان ته ستنه شوې او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وویل سره له دې چې تر روغتیايي مرکزه یې د تګ لپاره د موټر کرایه نه لرله خو هڅه یې وکړه چې خپل کوچنی ماشوم د واکسین مرکز د واکسین کولو لپاره یوسي.
هغې وویل، "ما خپل ماشوم هر ځل واکسین کولو ته وړی دی، سره له دې چې ان د موټر کرایه مې نه لرله او روغتیايي مرکز هم لیرې وو، نور ماشومان مې په ایران کې واکسین شوی او دا یو کوچنی هر ځل دلته واکسین کولو ته وړم او واکسین ورته تطبیقوم".
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ډبیلو ایچ او وايي هغه ماشومان چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي او منظم واکسینونه یې نه دي ترلاسه کړي، په دې هیواد کې د بیلابیلو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.
دې سازمان په خپل راپور کې چې د سلواغې یا دلوې په ۲۶ مه یې خپور کړی ویلي، یو شمېر دغو ماشومان ان د شري (سرخکان)، پولیو او یا نورو وژونکو ناروغیو پر وړاندې هم نه دي واکسین شوي.
د «ډبیلو ایچ او» په راپور کې راغلي چې د لومړنیو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د راستنېدونکو ماشومانو په پېژندلو سره توانېدلي چې هغوی د افغانستان د واکسین په ملي سیستم کې ثبت او واکسین کړي.
د راپور له مخې، د واکسیناسیون په ملي سیستم کې د ماشومانو ثبت کول او هغوی ته کارت ورکول نه یوازې هغوی د ژوند ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې خوندي کوي، بلکې کورنیو ته هم د روغتیايي خدماتو اسانه لاسرسی برابروي.
د ټولنې د فعالې ونډې او د روغتیايي خدماتو د دوامدار ملاتړ له لارې، موږ کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ ماشوم له پاملرنې بېبرخې پاتې نه شياډوین سینیزا سالوادور
په راپور کې د افغانستان لپاره د یاد سازمان د استازي ډاکټر اډوین سینیزا سالوادور له قوله راغلي،
"د ټولنې د فعالې ونډې او د روغتیايي خدماتو د دوامدار ملاتړ له لارې، موږ کولی شو ډاډ ترلاسه کړو چې هېڅ ماشوم له پاملرنې بېبرخې پاتې نه شي".
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کورنیو په منځ کې هغه ماشومانو ته چې واکسین یې نه دی ترلاسه کړی رسېدنه رسېدنه د خطرناکو ناروغیو لکه شري او پولیو د خپرېدو د مخنیوي او د تر ټولو زیان منونکو وګړو د ساتنې لپاره اړینه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر یو کال کې له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان څخه، سلګونه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، دوی د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په خراب اقتصادي وضعیت او د روغتیايي خدماتو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.
افغانستان ته د بېرته راستانه شویو کډوالو له لارې د پولیو ویروس انتقال هم یوه جدي اندېښنه بلل شوې ده.
د « له پولیو څخه پاک افغانستان » بنسټ تېره میاشت ټینګار کړی و چې ټول هغه مسافر چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي، باید د پولیو واکسین ترلاسه کړي.
دغه بنسټ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د هر عمر کسانو واکسین کول کولی شي د هېوادونو ترمنځ د پولیو ویروس د لېږد مخه ونیسي.
له بلې خوا ملګرو ملتونو سازمان د تېر میلادي کال د نومبر په میاشت کې اعلان کړی وو چې په افغانستان کې د ۱۲.۹ میلیونه ماشومانو ژوند د شري، نس ناستې او نورو ناروغیو له امله له ګواښ سره مخ دی او هغوی ته روغتیايي پاملرنه حیاتي ارزښت لري.
دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهي صندوق یو نیسف له دې مخې په یوه ګډه اعلامیه کې کې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه تر اګست میاشتې پورې، په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ۸ زره او ۵۰۰ ته رسېدلی دی.
د دې ترڅنګ ډبیلو ایچ او په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل څخه تر اپریل میاشتې پورې، په افغانستان کې ۱۹۳ ماشومان د شري له امله مړه شوي او د تېر میلادي کال په ترڅ کې په دې هېواد کې د پولیو نهه پېښې هم ثبت شوې دي.