د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۳

د روغتیا نړیوال سازمان:په جنوري میاشت کې افغانستان کې د ځینو ناروغیو په مواردو کې د پام وړ کموالی ولیدل شو

کابل کې د کوید-۱۹ د تشخیص یو لابراتوار ، ارشیف
کابل کې د کوید-۱۹ د تشخیص یو لابراتوار ، ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان وايی په تیره جنورې میاشت کې افغانستان کې د ځینو مهمو ناروغیو په مواردو کې د پام وړ کموالی ولیدل شو چې سبب یې وقایوي اقدامات او یا د موسم بدلون دی. خو په دی میاشت کې که څه هم د کانګو ناروغۍ حالات نسبت دیسمبر میاشتې ته ډیر وو خو وفیات یې نه درلودل.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO څانګه ددغه هیواد د بيړني حالت په هکله خپل نوي میاشتني راپور کې وايي چې په تیرې جنورې میاشتې کې په دغه هیواد د ځینو ناروغیو د ابتلا په مواردو کې د پام وړ کمی ولیدل شو.

ددغه سازمان موندنې ښيي چې جنوري میاشت کې نسبت دیسمبر میاشتې ته د اوبیزاسهال، ملاریا ، ډینګې تبې او سینه بغل بیماریو کې له ۳۳ سلنې تر ۶۲سلنې کموالي ولیدل شو.

راپور زیاتوي چې دغه کموالی د اغیزناکو وقایوي اقداماتو یا دموسم د بدلون په نتیجه کې رامینځ ته شوی دی.

خو راپور دا هم وايي چې په همدې موده کې د کانګو ناروغۍ په مواردو کې زیاتوالی ولیدل شو.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په جنوري میاشت کې ۱۶۰ زرو ناروغانو ته اساسي روغتیايي خدمات او دغه راز زرګونو میندو او کوچنیانو ته مهم روغتیايي خدمات وړاندې شوي او زرګونه کسان واکسین شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو لپاره د خپلو خدماتو یادونه هم کوي او وايي چې د هیواد په بندرونو کې د ۳۰ زرو راستنیدونکو معاینه شوې اود مهمو ناروغیو لکه اوبیز اسهال ، کوید-۱۹ ، شري او دینګي تبې څه دپاسه ۹ سوه موارد واردمخه تشخیص شوي دي.

ډاکټر فرید بزګر چې نړیوالو روغتیايي سازمانونو سره د کار تجربه لري وايي د اسهالاتو په شمول د هضمي جهاز ناروغي او ملاریا په اوړي او د تنفسي جهاز ناروغۍ په ژمي کې خپریږي.

ډاکټر بزګر زیاتوي چې په بندرونو کې د ستنیدونکو کډوالو روغتیايی کنټرول نسبتا اسانه دی خو کله چې دوی د هیواد دننه خواره شي بیا ددغو ستنیدونکو چې ناروغي یې تشخیص شوې روغتیايي کنټرول یې ځکه ګران وي چې دویته نور اولویتونه پیدا کیږي لکه د کور او کار پیدا کول.

کله چې کډوال افغانستان ته را ستنیږي دهغو کنټرول په داخلیدونکو نقطو کې لکه تورخم یا اسلام کلا کې اسان دی ، هغه صحي ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي ، هغوی ته د واکسین ورکول د ناروغیو څارل ، وقایوي خدماتو عرضه کول اسان دي خو کله چې دوی خپل هیواد ته راځي بدبختانه افغانستان کې شرایط داسې نه دي چې همدغه مریضان چې دوی یې راپور ورکوي بیا کنټرول کړلای شي
ډاکتر فرید بزګر

" کله چې کډوال افغانستان ته را ستنیږي دهغو کنټرول په داخلیدونکو نقطو کې لکه تورخم یا اسلام کلا کې اسان دی ، هغه صحي ارګانونه چې په دې برخه کې کار کوي ، هغوی ته د واکسین ورکول د ناروغیو څارل ، وقایوي خدماتو عرضه کول اسان دي خو کله چې دوی خپل هیواد ته راځي بدبختانه افغانستان کې شرایط داسې نه دي چې همدغه مریضان چې دوی یې راپور ورکوي بیا کنټرول کړلای شي. هیواد ته راستنیدونکي افغانان سلګونو کړاوونو سره مخ کیږي ، هغوی د کور پسې ګرځي ، هغوی بیکاره وي کار پسې ګرځي ، هغوی د ډوډۍ پیدا کولو پسې ګرځي. "

د روغتیا د نړیوال سازمان راپور کې راغلي دي چې په تیرې جنوري میاشت کې د اوبیز شدید اسهال د ۵۲۹۹ حالاتو څخه خبر ورکړل شو چې دوه مرتبط وفیات یې درلودل په داسې حال کې چې دیسمبر میاشت کې ددغې ناروغۍ ۷۹۶۹ موارد او درې وفیات رپوټ شوي وو.

دغه راز په تیرې جنورې میاشتې کې د سینه بغل څه دپاسه ۱۶۲ زره حالات ولیدل شول چې ۳۵۹ مرتبط وفیات یې درلودل خو تیره دیسمبر میاشت کې ددغې ناروغۍ څه دپاسه ۱۸۳ زره حالات او ۳۵۲ وفیات ثبت شوي وو.

راپور زیاتوي چې په تیرې جنوري میاشت کې د دینګي تبې د ۱۸۲ مشکوکو حالاتو رپوټ ورکړل شو چې وفیات یی نه درلودل . خو په دیسمبر میاشت کې ددغې ناروغۍ ۳۴۰ مشکوک حالات ثبت شوي وو چې هغو هم وفیات نه درلودل.

د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ وايی چې په تیرې جنوري میاشتې کې د ملاریا ۵۸۰ موارد رپوټ شول چې دیسمبر میاشتې کې یې د رپوټ شويو مواردو شمیر ۱۲۲۸وو او د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې د ملاریا بیمارۍ د مرتبطو وفیاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

رپوټ زیاتوي چې په جنوري میاشت کې د کانګو ناروغۍ ۴۱ موارد چې هیڅ وفیات یې نه درلودل رپوټ شول چې د دیسمبر میاشتې په پرتله ۱۰.۸٪ زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG