ملګرو ملتونو د اسلامي ډولت داعش ډلې د ګواښونو په اړه امنیت شورا ته خپل تازه رپوټ کې وویل ددغې ډلې ګواښونه دنړۍ په بیلابیلو سیمو کې ګڼ او پیچلي شوي دي.
"نړیوالې سولې او امنیت ته د تروریستي اعمالو د ګواښونو" ترعنوان لاندې د امنیت شورا د چهارشنبې ( سلواغه ۱۵) غونډه د بریتانیا په مشرۍ چې اوسمهال د شورا دوره ای ریاست په غاړه لري وشوه.
د تروریزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکسندر زویف د افغانستان په اړه غونډې ته وویل چې افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګه سیمې او له سیمې وراخوا یوجدي ګواښ جوړوي.
هغه وویل:
دداعش خراسان ډلې بریدونه کم شوي دي خو دغه ډله بیاهم ددې توانايي لرې چې د انلاین استخدام له لارې په سرعت بیرته ځان پیاوړی کړي
"په افغانستان کې ، د داعش خراسان څانګه سیمې اوله سیمې وراخوا ته یو جدي ګواښ جوړوي ، سره لدې چې دداعش خراسان ډلې بریدونه کم شوي دي خو دغه ډله بیاهم ددې توانايي لرې چې د انلاین استخدام له لارې په سرعت بیرته ځان پیاوړی کړي."
د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال الیکسندر زویف خپلو خبرو کې د تیرې جنوري میاشتې په ۱۹ کابل کې تروریستي برید ته هم اشاره وکړه چې په نتیجه کې یې اوه کسه مړه او د یوه کوچنی په شمول ګڼ شمیر نور ټپیان شول او مسئولیت د داعش خراسان ډلې په غاړه واخیست.
سره لدې چې په افغانستان کې طالبانو د ملګرو ملتونو ددغه نوي رپوټ په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې اوداسې پدیده نه ده چې هیواد ته ستونزه جوړه کړي او اوسمهال یې مراکز په پاکستان کې دي.
خو د تروریزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکسندر زویف غونډې ته وویل چې دغه ډله او اړوند ګروپونه یې د تروریزم ضد دوامدارو فشارونو په وړاندې مقاومت کوي ، دوی د بهرنیو ترهګرو جنګیالو استخدام ته دوام ورکوي او له نوې تکنالوژي څخه خپله کارونه پیاوړې کوي.
هغه زیاته کړه چې داعش د بسپنو ، غیرقانوني مالیو او د اختطافونو له لارې ځان تمویلوي.
د ملګرو ملتونو مرستیال عمومي منشي امنیت شورا ته دخپل رپوټ پیل کې امنیت شورا ته وویل چې داعش او اړوند ګروپونه یې هلې ځلې کوي چې د افریقا په ځینو برخو په ځانګړې توګه د افریقا په لویدیځ او ساحل سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړي. اوپه خپلو امکاناتو او د ځمکو په کنټرول سره هلته سیمه ایزه بې ثباتي ژوروي ، او د امنیتي ننګونو ، بشري حقونو او د پرمختګ په وړاندې د ستونزو د حل لپاره ددولتو امکانات کمزوري کوي.
الیکسندر زویف وویل چې داعش په عراق او سوریه کې فعال دی او هلته د بریدونو او نویو هلوځلو له لارې محلي واکمني بې ثباته کوي.
هغه وویل چې سوریه کې امنیتي وضعیت نازک دی او داعش د حکومتي خلاوو څخه په استفاده قومي کړکیچونو ته لمن وهي .