د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۲۵

د افغانستان په ختیځ کې د کب پلورونکو بازارونه تاوده شوي


ګڼ کسان د ژمي په دې ورځو کې د تفریح او د کبانو خوړلو لپاره، په ځانګړي ډول د کابل – جلال‌اباد پر لویه لاره د نغلو او سروبي سیمو ته ځي. دلته د کبانو پخونکي هم له خپل کار خوښ دي وايي، د مشتریانو شمېر یې د پام وړ زیات شوی دی.

نظر محمد ازادي رادیوته وویل:

«د کبانو فرمایش مو ورکړی، اوس پخېږي، په خوند به یې وخورو."

نظر محمد له میدان وردګ ولایت د کابل تر سروبي ولسوالي پورې، له خپلو څلورو ملګرو سره، دا دومره اوږده لار یې یوازې د کبانو خوړلو لپاره وهلې. دی وایي:

"نن سروبي ولسوالي ته راغلي یو. دا ولسوالۍ د کبانو او تفریح لپاره، په ځانګړي ډول په ژمي کې، ډېره زړه‌راښکونکې ده. موږ تل همدې رستورانت ته راځو."

د هوا په سړېدو سره، نه یوازې ځوانان له خپلو ملګرو سره، بلکې کورنۍ هم د تفریح او د کبانو د خوړلو لپاره د نغلو او سروبي سیمو ته ورځي.

د کابل ښار اوسېدونکی عتیق‌الله همدرد له خپلې کورنۍ سره د کبانو خوړلو لپاره سروبي ته راغلی، ده هم ازادي رادیو ته وویل:

"دلته له خپلې مېرمنې، اولادونو او خویندې سره تفریح ته راغلي یو. ډېر ښه، شین ځای دی او ښه فضا لري. اوس د ژمي موسم دی او د کبانو خوړلو وخت دی."

په ورته وخت کې په د نغلو او سروبي کې د کبانو پخونکي هم وايي، د هوا په سړېدو سره یې بازار تود او د مشتریانو شمېر یې هم د پام وړ زیات شوی دی.

د سروبي ولسوالۍ د باغ رئیس په تفریحي سیمه کې د کبانو پخونکي نیاز محمد رسولی ازادي راډیو ته وویل :

"دا چې سروبي یوه تفریحي سیمه ده، ډېرې کورنۍ له لرې ولایتونو راځي. د بېلګې په توګه له پنجشیر څخه، چې هلته هم کبان شته، همدارنګه له جبل‌السراج، پروان، خوست، پکتیا، ان تر کندهار او هلمند پورې. خلک هم چکر وهي او هم کبان خوري."

خو په ټولو ځایونو کې د کبانو د بازارونو وضعیت یو ډول نه دی.

هم مهاله د افغانستان ځینو نورو ولایتونو کې د کبانو یو شمېر پخونکي شکایت لري چې پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو او له هغه هېواده د کبانو د وارداتو د بندېدو له امله یې بازارونه ساړه دي.

پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره تر څو نښتو وروسته، د اکتوبر په ۱۱مه نېټه له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې؛ چې له امله یې له هغه هیواده د کبانو په ګډون د ځینو خوراکي توکو واردات بند شول.

که څه هم، یو شمېر کب پخونکي وايي له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو د کبانو په واردېدو سره بیې تر یوه بریده بېرته عادي شوې او بازارونه هم ورو ورو بیا ساه اخلي.

د یادونې ده چې افغانستان کې هم د کبانو غوښه تولیدېږي.

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، کندهار، هلمند، ارزگان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز د افغانستان د کبانو د تولید مهم مرکزونه ګڼل کېږي، او د دې تولیداتو لویه برخه د کبانو د روزنې له فارمونو څخه تأمینېږي.

روغتیايي پالان وايي چې په ژمي کې د کبانو خوړل، د پروټین، ګټورو غوړو اسیدونو او د بدن د معافیتي سیستم له پیاوړتیا سره د مرستې له امله، د انسان د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي.

په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې د تفریحي امکاناتو د کمښت له امله، په نغلو او سروبي کې د کبانو خوړل د کورنیو او ځوانانو لپاره په یوې ساده خو خوښونکې تفریح بدله شوې؛ داسې تفریح چې د هوا په سړېدو سره تر بل هر وخت خلک ډیر وخت ورکوي.

XS
SM
MD
LG