خبرونه
په سوریه کې د نوروز ورځ رسمي رخصتي شوه
د سوریې ولسمشر احمد الشرع نوروز د رسمي ورځې په توګه اعلان کړ او کردي ژبه یې د عربي ژبې ترڅنګ د سوریې د رسمي ژبې په توګه وپیژندله.
د هغه فرمان له مخې چې د جمعې په شپه خپور شو په هغه کې دې ته هم اشاره شوې ده چې هغو کردانو ته به هم د سوریې تابعت ورکړل شي چې د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د سرشمیرنې پرمهال محروم شوي وو.
له نولس سوه شپږ څلویښتم کال راپه دې خوا چې سوریې خپلواکي اخیستې ده، دا لومړی ځل دی چې مرکزي حکومت د کردانو ملي حقوق ورکوي.
د سوریې له شل میلیونه نفوس څخه شاوخوا دوه میلیونه کردان دي چې د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځ کې ژوند کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له ۱۹ کلنو په کم عمره کرکټ نړیوال جام کې نن دوې لوبې ترسره کیږي
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې نن هند له بنګله دیش سره او جاپان له سریلانکا سره مسابقه کوي.
د دې جام په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې د جنوبي افریقا ټیم ته د اته ویشت منډو په توپير ماتې ورکړه.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا له ویسټ اینډیز سره ده.
د پنځوس اوورونو دا نړیوال جام د جنوري په پنځلسمه د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شوی چې پایلوبه به یې د فبروري په شپږمه ترسره شي.
کردي ځواکونه د حلب ښار له څنډې څخه نن ووتل
د سوریې پوځ نن خبر ورکړ چې د حلب ښار ختیځ ته داخل شوې دي.
د پوځ په وینا یوه ورځ مخکې تر دې کردي ځواکونو موافقه وکړه چې دا سیمه به پریږدي. تیره اونۍ په دې سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
په هغه بیان کې چې د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، د سوریې پوځ وویل چې د دوی ځواکونه د لویدیځ فرات سیمې ته چې د (دیر حافر) له ښارګوټي څخه پيلیږي، داخل شوې دي.
د شوې موافقې له مخې کردي ځواکونو منلې چې له نن سهار څخه به سیمه پریږدي.
ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې
د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.
په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.
په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.
زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.
هند له اوږده ځنډ وروسته بهر ته د غنمو صادرات بیا پیل کړل
هند له نژدې څلور کلن بندیز وروسته پرون اجازه ورکړه چې له دې هېواده ۵۰۰ زره مټریک ټنه د غنمو اوړه او ورسره تړلي محصولات بهر ته صادر شي.
هندي چارواکو وايي د دې هېواد د غنمو حاصلات اوس د تیر پرتله ښه شوي دي. هند په نړۍ کې له چین وروسته د غنمو په تولید کې دویم مقام لري.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې په هند کې د تودوخې څپو د غنمو حاصلات کم کړي وو.
نوي ډیلي په ۲۰۲۲کال کې د غنمو د حاصلاتو د کمیدو له کبله نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات منع کړي وو.
په جرمني کې یو ځوان د تروریستي فعالیتونو په تور په بند محکوم شو
په جرمني کې یو ځوان د اسراییل پر سفارت د برید د پلان او له داعش ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې په تور په درې کاله بند محکوم شو.
د برلین سیمه ایزې عالي محکمې پرون په یوه بیان کې وویل، دا ۱۹ کلن ځوان به چې نوم او هویت یې نه دی ښودل شوی خپله د بند موده په دارالتادیب کې تېروي ځکه د نیول کېدو پرمهال لا صغیر و.
په بیان کې راغلي دي چې تورن د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې د اسراییلو پر سفارت د برید پلان جوړ کړ خو چاودېدونکي توکي یې ترلاسه نه کړل. د بیان له مخې دې تورن د داعش له غړو سره هم اړیکي لرل او چمتو شوی و، چې له دې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته ولاړ شي خو د برلین په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.
په عین حال کې پرون په جرمني کې د هغه افغان محاکمه هم پیل شوه چې په مونشن ښار کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په برید تورن دی.
دا افغان چې د فرهاد ن په نوم معرفي شوی او په کابل کې زېږېدلی، د ۲۰۲۵ کال په فبروري میاشت کې د یوې دوه کلنې ماشومې او د هغې د مور په وژنه او د نورو ۴۴ کسانو د قتل د هڅې په تور محاکمه کېږي.
له ایرانه دوه ایستل شوي افغان ماشومان خپلې کورنۍ ته وسپارل شول
د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو له ریاست څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سحر او مهسا په نوم دوه ماشومې نجونې چې پرون ایراني پولیسو له له دې هېواده ایستلې وې، پروت خپلې کورنۍ ته وسپارل شوې.
د خبرپاڼه له مخې، د دغو ماشومانو کورنۍ د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې له ایراني لوري سره تر همغږي وروسته موندل شوې ده.
د کډوالو نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تیرو دوو کلونو کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته استول شوي دي.
د دې سازمان په ټکو، د دې اخراج شویو ډیر شمیر ماشومان او ښځې دي.
په افغانستان کې د نژدې لس زره میګاواټه بریښنا د تولید اړوند هوکره لیکونه لاسلیک شول
د افغانستان برېښنا شرکت له یو شمیر کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د نژدې لس زره میګا واټه برېښنا هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي د دې شرکت د پلان څانګې د مشر محمدناصر احمدي له قوله لیکلي چې وايي په دې هوکړه لیکونو کې له بیلابیلو سرچینو لکه له ګاز، حرارتي انرژۍ او سکرو څخه د برېښنا د تولید په پروژو هوکړه شوې ده".
د احمدي په ټکو، د دغو پروژو تخنیکي چارې به ډیر ژر د افغانستان په دریو سیمو کې پیل شي.
ښاغلي احمدي د دغو پروژو د موقیعت په اړه څه نه دي ویلي.
بريښنا شرکت داسې مهال د دې پروژو د هوکړه لیکونو خبره کوي چې د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو ولایتونو کې خلک د برېښنا له پرچاوۍ شکایتونه لري.
د افغانستان د ۱۹کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
د افغانستان له ۱۹کلنو کم عمره لوبغاړو، د کرکټ د یو ورځنیو لوبو د نړیوال جام په سیالیو کې جنوبي افریقا ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان زلمیانو جنوبي افریقا ته د ۲۶۷ مڼدو هدف ورکړی و، خو سیالې لوبډلې په ۴۷ اوورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او هدف یې پوره نه کړ. د زیمبابوي او نامیبیا په کوربه توب په دې جام کې پرون درې لوبې وشوې چې یوه یې د افغانستان وه.
په نورو لوبو کې انګلستان د ۳۷منډو په توپیر پاکستان ته او اسټرالیا د اتو ویکټو په توپیر ایرلنډ ته ماتې ورکړه.
د افغانستان بله لوبه سبا یکشنبې (د جنوري ۱۸مه) له ویسټ انډیز سره په پام کې ده. د ۱۹ کلنو د نړیوال جام پایلوبه به د فبروري په ۶مه ترسره شي.
د امریکا د کانګرس یو پلاوی د ګرینلنډ په اړه له چارواکو سره د خبرو لپاره ډنمارک ته رسېدلی
د جمهوریپال او ډیموکرات ګوندونو د استازو په ګډون د امریکايي وکیلانو یوه ډله کوپنهاګن ته رسېدلې ده څو له امریکا سره د ګرینلنډ ټاپو د ضمیمه کولو په اړه د ولسمشر ډونالډټرمپ د ګواښ پر وړاندې له ډنمارک سره د کانګرس ملاتړ څرګند کړي.
د دې ۱۱ کسیز پلاوي مشري دیموکرات سناتور کریس کوُنز کوي. د ډنمارک د صدراعظمې مېټې فریدریکسن دفتر ویلي دي چې امریکايي پلاوی به له مېرمن فریدریکسن او د ګرینلنډ له صدراعظم یینس فریدریک نیلسن سره وګوري.
ټرمپ ویلي دي چې ګرینلنډ د امریکا د ملي امنیت لپاره له حیاتي پلوه مهم دی ځکه ستراتیژیک موقعیت او پراخې طبیعي زېرمې لري. هغه دا ګواښ هم کړی چې د دې ټاپو د نیولو لپاره ښايي له پوځي ځواک څخه کار واخلي.
اروپايي هېوادونو د ډنمارک د غوښتنې په اساس په روانه اونۍ کې ګرینلنډ ته محدود پوځي ځواکونه واستول.