د افغانستان د یو شمېر سیمو ځینې اوسېدونکې وايي د ژمې په موسم کې د ځینو خوراکي موادو بیې لوړې شوي چې د دوی په ورځني ژوند یې فشار زیات کړی دی.
دوی وايي په ایران کې وروستۍ پېښې، له پاکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ بندیدو او دغه راز واورې چې له امله یې په کور دننه ځینې لارې لنډمهاله بندې شوې په بازارونو کې په بیلابیلو توکو اغیز کړی دی.
وړه بې انتها ګران شوي دي، خلک غریب دی، د اخیستلو وسه یې نه لري، دغه راز غوړي ګران شوي ديد کندهار اوسیدنکی
د کندهار یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل،
"وړه بې انتها ګران شوي دي، خلک غریب دی، د اخیستلو وسه یې نه لري، دغه راز غوړي ګران شوي دي".
له پاکستان سره په کرښه د پرتو ننګرهار او کونړ یو شمېر اوسېدونکې هم وايي چې د بیلابیلو توکو په ځانګړي ډول درملو په بیو کې لوړوالی راغلی هغه چې له پاکستانه یې په وارداتو د طالبانو حکومت کک بندیز لګولی دی.
خو د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره په پوله پرتو ځینو ولایتونو اوسېدونکې بیا وايي له پاکستان سره د لارو بندیدو د دوی په سیمو کې په بیو کې هیڅ اغیز نه دی کړی.
د کندز ولایت یوه اوسېدونکې میرولي ازادي راډيو ته وویل،
"نه ډېر بدلون نه دی راغلی، بیې هماغه پخوانۍ دي، ځکه د پاکستان په ځای اوس بدیلي لارې شته، نو تر ډېره بیې په ځای ولاړي دي".
پلازمینه کابل کې بیا د ځینو توکو بیې لوړې شوي خو د ځینو نورو کمې شوي دي.
د کابل ښار د توکو د پلور د ستر مارکیټ منډۍ یو شمېر پلورونکو ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې اونۍ په پرتله د غوړیو او بورې په بیو کې لږ زیاتوالی راغلی دی خو د سون توکو بیې کمې شوي دي.
دوی وايي د غوړیو یوه ۱۶ لیتره بوشکه تېره اونۍ په ۲۰۵۰ او روانه اونۍ په ۲۱۰۰ افغانۍ پلورل کیږي، دغه راز د هندې بورې په بیه کې هم ۵۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی، خو د یو لیټر پترولو بیه له ۶۱ نه ۶۰ افغانۍ ته راټیټه شوې او د ډیزلو بیې بیا له ۵۹ نه ۶۳ ته لوړې شوي دي.
طبعا د ایران په لاره لګښت زیات راځي، چې له امله یې مارکیټ زیانمیږي، همدا اوس په بازار کې د توکو بیې لوړې شوي دي او خپل غیز یې کړی دی
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي چې د افغانستان په بازارونو کې د کورني تولیداتو کچه لا هم ټیټه چې له امله یې په وارداتو تکیه زیاته شوې ده.
ډبیلو ایف پي جمعه د جنورۍ ۱۶ مه د روانۍ جنورۍ میاشتې د دوهمې اونۍ په اونیز راپور کې ویلي که څه هم د توکو کموالی د بیو د لوړېدو لامل شوی، خو د افغانیو د تبادلې ثبات د وارداتي توکو بیې تر ډېره کنټرول کړې دي.
په راپور کې راغلي چې سره له دې چې د بدلو لارو نه واردات زیات شوي خو له پاکستان سره لا هم د سوداګرۍ بهیر ولاړ دی.
د راپور له مخې افغان سوداګر هڅه کوي چې د وارداتو لارې بدلې کړي او توکي له ایران، هند او د مرکزي اسیا له هېوادونو څخه وارد کړي چې دی چارې په افغانستان کې یوه اندازه د توکو د کمښت ستونزه راکمه کړې ده.
د WFP په وینا، د ځینو خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې د تېر کال په پرتله لوړي دي او دا لوړ والی له پاکستان سره د سوداګرۍ د وامداره خنډونو له کبله دی.
یو شمېر سوداګر هم وايي د ځینو خوراکي موادو بیې لوړي شوي او دوی یې لامل د ایران اوږده لاره بولي چې لګښتونه پرې ډېر راځي.
د لومړنیو خوراکي توکو د واردلو یو افغان سوداګر محمد هارون ازادي راډيو ته وویل:
"طبعا د ایران په لاره لګښت زیات راځي، چې له امله یې مارکیټ زیانمیږي، همدا اوس په بازار کې د توکو بیې لوړې شوي دي او خپل غیز یې کړی دی".
دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تر سختو نښتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې دروازې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړل شوې چې له امله یې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ او سوداګري په ټپه ودرېده.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډو خونو ویلي چې د دغه لارو د بندېدو له امله دواړو لوریو سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.