د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۸

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټکنۍ سوداګري او پر سیمه د هغې احتمالي اغیزې


په چمن کې ولاړې لارۍ-ارشیف
په چمن کې ولاړې لارۍ-ارشیف

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت د تیر یوه کال په ترڅ کې درې پنځوس په سلو کې کم شوی دی. د سوداګرو په باور اصلي علت یې د دواړو هیوادو ترمنځ د تجارتي لارو بندیدل دي. له شاخوا درې میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې تجارتي لارې تړل شوې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې د تجارتي لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ۵۳ سلنه راکمه شوې، خو د دوی په وینا، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته رسېدلي مالي زیانونه تر دې ډېر زیات دي چې اټکل یې کېږي.
له هغې وروسته چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وشوه، پاکستان له افغانستان سره اته تجارتي لارې د ډیورنډ کرښې په اوږدو بندې کړې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند ازادي راډيو ته وویل:
« زما په اند تاوان تر هغه ډېر دی چې پاکستان یې یادونه کوي، ځکه د دوی ترانزیټ له افغانستان څخه منځنۍ اسیا او روسیې ته بشپړ درېدلی دی. زموږ ګاونډي هېواد څو وارې بېړني تصمیمونه نیولي، که زموږ سوداګرۍ کمه شوې، د دوی سوداګرۍ هم کمه شوې، او د دواړو خواوو خلکو ته درانه زیانونه رسېدلي دي. اوس مهال د افغانستان ډېره سوداګري پر نورو بندرونو ولاړه ده او له هماغو لارو روانه ده، مخته ځي»

پاکستانۍ ورځپاڼې «نېشن» د رسمي سرچینو په حواله لیکلي چې د سرحدونو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې او پاکستاني صادرونکو ته یوازې له افغانستان سره د سوداګرۍ د محدودېدو له کبله هره میاشت نژدې ۱۷۷ میلیونه ډالر تاوان رسېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې د خوړو، تېلو او خوراکي توکو د لېږد لپاره ډېر حیاتي ارزښت لري، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره چې سمندر ته لاره نه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه غړی او د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل چې هر بندر د نړۍ په لور یوه دریڅه ده او له پاکستان سره د تجارتي لارو بندیدل د دواړو لوریو په زیان دي:

« دا نه یوازې زموږ د وارداتو لپاره خنډ رامنځته کوي، په ورته وخت کې زموږ د صادراتو لپاره ستونزې پیدا کوي او ټکني کوي یې، نو هیله ده چې د نړیوالې خواخوږۍ پر بنسټ دا لارې ژر تر ژره پرانیستل شي. دا نه یوازې زموږ په ضرر دي، بلکه د پاکستان د سوداګرو په زیان هم دي. سیمه ییزه اقتصادي همغږۍ ټکنۍ کوي»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو بندیدل تر دې مخکې هم په سیمه کې د بیو د لوړیدو سبب شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه لارې به تر هغې پرانېستې نه وي چې د طالبانو له حکومت څخه د باور وړ لیکلی تضمین ترلاسه نه کړي چې د وسله والو ډلو د بریدونو مخه به نیسي او د تحریک طالبان پاکستان پرضد به عملي ګامونه اخلي.

طالبان دا ادعا ردوي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي او د اسلام اباد په ځواب کې د دوی د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي دي، که پاکستان سرحدي لارې پرانیزي دوی به یې بیا هم تر هغه وخته پورې خلاصې نه کړي چې اسلام اباد ټینګ تضمین نه وي ورکړی چې په راتلونکې کې به تجارتي لارې له سیاسي او امنیتي مسایلو سره نه تړي.

د دې وضعیت دوام د سوداګرۍ په ټولنو او شنونکو کې جدي اندېښنې راپارولي دي. دوی خبرداری ورکړی که د لارو تړل ادامه پیدا کړي، نه یوازې به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نورې کمزورې کړي، بلکې د سیمې بې‌ثباتي به هم نوره ژوره کړي.

XS
SM
MD
LG