د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۸

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام: احتمالي اوږدمهاله وچکالي افغانستان ګواښي


په نیمرزو کې وچکالۍ ځیني کورنۍ مجبوره کړي چې خپل کلي پریږدي-ارشیف
په نیمرزو کې وچکالۍ ځیني کورنۍ مجبوره کړي چې خپل کلي پریږدي-ارشیف

د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ یو بزګر خیرالله وايي پرلپسې وچکالۍ یې کرنه سخته زیانمنه کړې ده.

هغه چې په خپله ځمکه کې زعفران او نور دانه لرونکي بوټي کري د شنبې په ورځ د ډیسمبر ۶ مه یې ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د بارانونو د کمښت له امله د اوبو کچه د پام وړ ټېټه شوې چې د اندېښنې وړ ده.

"په دې وروستیو کې د هرات په بیلابیلوولسوالیو کې وچکالي یوه ډیره جدي ستونزه ګرځیدلې. له بده مرغه، یو څاڅکی باران هم نه دی شوی چې له امله یې د اوبو سطحه ډېره ټیټه شوې ده او زموږ کرنیز محصولات صفر ته رسېدلي دي، خلک اوس کرنې ته لیوالتیا نه لري، د وچکالۍ له امله کرنه په ټپه درېدلې ده، له بده مرغه تر ټولو ډېر موږ اغیزمن شوي یو."

د ختیځ ننګرهار یو بزګر عبدالحق هم ورته شکایت کوي: "هر کال موږ د وچکالۍ له امله شاوخوا شل تر پنځه ویشت سلنه زیان سره مخ یو، په وروستیو کلونو کې د بارانونو د کمښت له امله ځمکې وچې او کروندې خرابې شوې، چې له امله یې بزګران له سختو زیانونو سره مخ شول."

دا اندېښنې داسې مهال دي چې تازه د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) وايي افغانستان د شګو او دوړو له امله د طوفانونو، اوږدې وچکالۍ او د ځمکې د تخریب له زیاتوالي سره مخ دی.

یو این ډي پي پرون جمعه د ډیسمبر ۵ مه په یو راپور کې ویلي چې دا شرایط د افغانانو د ژوند او معیشت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د راپور له مخې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د خورا زیانمونکو لسو هیوادونو په ډله کې دی.

یو این ډي پي په خپل راپور کې ویلي چې په جنوبي او لویدیځو ولایتونو په ځانګړي ډول هرات، فراه، نیمروز او کندهار ولایتونه هر کال له ۵۰ ورځو څخه زیات د شګو او دوړو طوفانونه تجربه کوي، پداسې حال کې چې په شمالي ولایتونو بلخ او جوزجان کې دا پېښه په کال کې له ۲۰ تر دیرشو ورځو روانه وي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ځنګلونو پوښښ له ۲ سلنې څخه کم شوی او له ۶۰ سلنې څخه ډیر څړځایونه ویجاړ شوي دي، چې د د خاورو او دوړو پراخه سرچینې یې رامینځته کړي دي.

په همدې حال کې "د کنسرن ورلډ وایډ" په نوم سازمان هم پرون جمعه د ډیسمبر ۵ مه په یو بیان کې ویلي چې افغانستان د سخت بشري او اقلیمي بحران سره مخ دی.

دغه سازمان ویلي د دې هیواد نږدې ۸۰ سلنه نفوس په کرنه تکیه کوي او وچکالۍ، سیلابونو او نورو طبیعي پیښو د دوی ژوند په جدي توګه ګواښلی دی.

په بیان کې راغلي چې دې ننګونو په ملیونونو خلک بې ځایه کړي او د خوړو تولید یې کم کړی دی.

دغه سازمان اټکل کړی چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ لږ ترلږه درې میلیونه کسان بې ځایه شوي چې له دې ډلې یوازې په تېر ۲۰۲۴ کال کې د بې ځایه شویو شمېر یو نیم میلیون ته رسیږي، د بشري مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت دحج او اوقافو وزارت تېره اونۍ د ټولو جوماتونو له امامانو څخه وغوښتل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلکو ته د استسقاء د لمانځه د فضلیت په اړه معلومات ورکړي.

دغه وزارت ویلي د جوماتونو امامان باید خلک وهڅوي چې توبه وباسي، روژه ونیسي، بخښنه وغواړي او د وچکالۍ په وخت کې خیرات ورکړي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ټولو جوماتونو امامان باید د جمعې له لمانځه وروسته خلکو ته د استسقاء د لمانځه د وخت او ځای په اړه معلومات ورکړي او په خپلو سیمو کې یې د جمعې له لمانځه وروسته او د ماسپښین له لمانځه مخکې ترسره کړي.

د اوبو او چاپیریال ځینې متخصصین وچکالي د کرنې سکتور لپاره یوه لویه ستونزه بولي او ټینګار کوي چې دوامداره وچکالي به د ټول افغانستان اقتصاد اغیزمن کړي.

له ډلې یې نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل:

"د زیربناوو جوړولو لپاره د هڅو او کار سربیره، دا مهمه ده چې د اوبو د کارولو په برخه کې له احتیاط کار واخیستلي او دغه راز د کرنې په سکتور کې پرمختللي او معیاري سیسټمونه وکارول شي کوم چې د حکومت او خلکو ګډ او دوامداره کار ته اړتیا لري. "

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یو نیسف د نومبر په ۲۳ مه ویلي وو چې په افغانستان کې اوږدمهاله وچکالي کولی شي کورنۍ او ډېر شمېر ماشومان پاکو اوبو ته له لاس رسي محروم کړي.

له دې مخکې د اکتوبر په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا په یو راپور کې ویلي وو چې په تیرو پنځو کلونو کې پرلپسې وچکالۍ د افغانانو ژوند ګواښلی دی، او ۲۰۲۵ کال په تیرو ۵۰ کلونو کې د سخت وچ کال په توګه ثبت شوی دی.

XS
SM
MD
LG