د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۵

په سوریه کې د اسرائیل برید: ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي


اسرائیلي پوځ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) وویل چې د سوریې په جنوب کې یې د بیت جَن په کلي کې د عملیاتو موخه د یوې «ملېشه ډلې د غړو نیول» و.

د سوریې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اسرائیلي پوځ په تازه برید کې د دې هېواد په جنوب کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې شپږ اسرائیلي سرتیري هم سخت ټپیان شوي دي.

له هغه وخت راهیسې چې د بشار اسد حکومت ونړېد او هغه روسیې ته وتښتېد، اسرائیل د سوریې په خاوره کې سلګونه کوچني او لوی پوځي عملیات ترسره کړي دي. د سوریې رسنیو او چارواکو د جمعې برید تر ټولو مرګوني عملیات بللی دی.

په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي. د ډزو په تبادله کې شپږ اسرائیلي سرتیري هم سخت ژوبل شوي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دې برید په غبرګون کې هغه جنایت وباله او اسرائیل یې په سیمه کې د «اور بلولو او ناامنۍ خپرولو» په تور ملامت کړ.

د اسرائیلي پوځ په وینا، د عملیاتو هدف د «جماعت اسلامیه» نومې اسلامي ډلې غړي نیول وو؛ دا ډله په لبنان کې مرکز لري او د فلسطین د حماس له متحدانو ګڼل کېږي.

اسرائیل، امریکا او اروپایي اتحادیه حماس ترهګره ډله بولي.

په سوریه کې د اسرائیل له تازه عملیاتو سره هممهاله لاریونونه

د سوریې په پلازمېنه دمشق او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې د اسرائیلي پوځ عملیات له هغو لاریونونو سره هممهاله شوي چې خلکو په کې د اسرائیل پر ضد شعارونه ورکول او د سوریې پر خاوره یې د «اسرائیلي بریدونو د پای ته رسېدو» غوښتنه کوله.

له بلې خوا د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال د اسرائیل وروستی پوځي اقدام وغانده او هغه یې د سوریې د «خاورې د بشپړتیا جدي سرغړونه» وبلله.

د روان کال د دوبي په پیل کې، د سوریې موقت حکومت اسرائیل په دې تورن کړی و چې د بیت جَن له کلي څخه یې اووه کسان تښتولي او یو ملکي وګړی یې وژلی دی. اسرائیلي پوځ بیا دغه کسان د حماس غړي بللي وو.


د نتانیاهو لېدنه او سیمه‌ییز حساسیتونه

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ( د نومبر ۲۸مه) له هغو اسرائیلي ځواکونو سره ولیدل چې په سوریه کې ځای پر ځای دي. دې اقدام د الشرع حکومت او د سیمې د څو نورو هېوادونو سخت غبرګون پارولی دی.


په جولان کې د اسرائیل د ځواکونو دوامداره حضور

له هغه وخت راهیسې چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار اسد له واکه لیرې شوی، اسرائیل د جولان په هغو سیمو کې خپل ځواکونه ساتلي چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې حایل سیمه بلل کېږي او د سوریې او اسرائیل ځواکونو ترمنځ د جلاوالي کرښه جوړوي.

اسرائیل په ۱۹۶۷ م کال د جولان لوړې ونیولې او په ۱۹۸۱ کې یې په رسمي ډول له خپلې خاورې سره یوځای کړې، خو دا اقدام لا هم د نړیوالو بنسټونو له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

XS
SM
MD
LG