د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۰

د نومبر ۲۶مه د ترانسپورت نړیواله ورځ ; د ټرانسپورټ په برخه کې دافغانستان ستونزې


 سالنګ ، دکابل - مزار شریف لویه لار ، افغانستان ، ارشیف
سالنګ ، دکابل - مزار شریف لویه لار ، افغانستان ، ارشیف

نن چهارشنبه، د نومبر ۲۶مه، د ترانسپورت نړیواله ورځ ده. خو افغانستان کلونو راهیسي د منظم ترانسپورت په برخه کې له پراخه ننګونو سره مخ دی. د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي د منظم ښاري ترانسپورت نشتوالی، غیر معیاري سړکونه او په دې برخه کې کمه پانګونه د سفر پر مهال جدي ستونزي رامینځ ته کوي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمنان خپله سیمه کې د منظم ټرانسپورت له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړي دچهارشنبه په ورځ د نومبر ۲۶ مه ازادي راډيو ته وویل:

دلته پنځه کلي خلک ژوند کوي، خو منظم ټرانسپورت نشته، لس پنځلس شخصي موټرې دي هغه هم کله وي او کله نه وي


" دلته پنځه کلي خلک ژوند کوي، خو منظم ټرانسپورت نشته، لس پنځلس شخصي موټرې دي هغه هم کله وي او کله نه وي، کله چې موږ ته ناروغ پیدا شي د موټر د نه موجودیت له امله ان تر سهاره په کور کې پاتې کیږي، ان کله خو چې د ولادت ناروغ ولرو ماشوم یې په لاره یا هم په کور پیدا کیږي، دلته ستونزې زیاتې دي."

افغانستان، د لسیزو جګړو او پراخه اقتصادي ستونزو له امله د منظم او دوامداره ټرانسپورتي زېربناوو د جوړولو او ساتولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دی.

وران ویجاړ سړکونه، د عامه ترانسپورت نشتوالی، د ژمي په موسم کې د بېلابېلو لویو لارو تړل کیدل، او د ترانسپورت په برخه کې د پانګونې کموالی د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو د میلیونونو اوسېدونکو تګ راتګ محدود کړی په ځانګړي ډول د لیرو پرتو سیمو هغه اوسېدونکي چې ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او بازارونو ته د تګ لپاره ټرانسپورت ته اړتیا لري.

د ختیځ نورستان یوه اوسېدونکي ظهور کریمي ازادي راډيو ته وویل:

په نورستان کې د نورو ښارونو په څېر منظم ښاري ټرانسپورت نشته، بل اقتصادي ستونزې زیاتي دي، که څوک غواړي چرته لاړ شي باید موټر دوه طرفه کرایه کړي او لږ ترلږه ۱۲ تر ۱۳ زره افغانۍ کیږي.

د دې ترڅنګ افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اړخه د ډېر زیانمنونکو هیوادونو له ډلی دی، چیرته چې سیلابونو او ځمکې ښوېدنې لا له وړاندې ډېر شمېر سړکونه ویجاړ کړي او ټرانسپورتي ستونزې یې رامنځته کړي دي.

د شمالي ولایت بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې یو شمېر سړکونه چې د تېر کال سیلابونو ویجاړ کړي لا هم نه دي رغول شوي او خلک په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د بغلان د شهر نو د شیخ جلال سیمې یو اوسېدونکي نورالله وویل:

"د سیلابونو له امله چې یو یا یونیم کال مخکې راغلي وو زموږ سرکونه خراب شوي او لا ویجاړ دي، د بغلان د اته ولسوالیو خلک په همدې سړک تګ راتګ لري، خو ډېر په ستونزو پرې مزل کوي او ان کله کله خو په دې لاره د شپې موټر نه ځي."

په پلازمینه کابل کې بیا یو شمېر خلک وايي چې له اوږدې مودې راهیسي په دې ښار کې د سړکونو ودانیزو چارو نه یوازې ټرافیکي ګډوډي رامنځته کړې بلکې هوا یې ککړه کړې او ګڼه ګوڼه یې زیاته کړې ده.

د کابل ښار د اومې ناحیې یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"په سرکونو یو ساعت کار کیږي او نور ۲۳ ساعته کار ولاړ وي،له دې حالت نهه میاشتې تېریږي خو دا سړکونه جوړ نه شول، له همدې امله لارې په ساعتونو ساعتونو بندې وي او خلک خپلو کارونو ته په وخت نه شي رسېدلی، بل دا چې خاورې او دوړې یې جوړې کړي دي."

په سرکونو یو ساعت کار کیږي او نور ۲۳ ساعته کار ولاړ وي،له دې حالت نهه میاشتې تېریږي خو دا سړکونه جوړ نه شول په سرکونو یو ساعت کار کیږي او نور ۲۳ ساعته کار ولاړ وي،له دې حالت نهه میاشتې تېریږي خو دا سړکونه جوړ نه شول

افغانستان اوس مهال له سختې پرلپسې او بې سارې وچکالۍ او د هوا له ککړتیا سره مخ دی، داسې مهال چې په دې هیواد کې منظم ښاري ټرانسپورت وده نه ده کړې د زړو موټرو او نامناسبو سون توکو کارول ګل خانه یې ګازونه او ښاري ککړتیا زیاتوي.

نن چهارشنبه د منظم او پایداره ټرانسپورت نړیواله ورځ ده.

ملګري ملتونه وايي، د ټولو لپاره خوندي، ارزانه، د لاسرسي وړ او دوامداره ترانسپورت نه یوازې په اقتصادي وده کې مرسته کوي، بلکې د هیوادونو ترمنځ نړیواله همکاري او سوداګري هم پیاوړې کوي.

دغه سازمان ویلي چې ترانسپورت د اړیکو ښه کولو، اقتصادي ودې، ټولنیزې هوساینې او د کار فرصتونو رامینځته کولو کې بنسټیز رول لري، خو د ګل خانه یې ګازونو د تولید یوه مهمه سرچینه هم ده.

د ملګرو ملتونو په نظر دوامداره ترانسپورت او له دې لارې دوام پرمختګ ته رسېدو لپاره د دې ستونزو هواری اړین دي.

په همدې بنسټ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د ۲۰۲۳ کال په مۍ میاشت کې پرېکړه وکړه چې د نومبر ۲۶مه د منظم او پایداره ټرانسپورت د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG