خبرونه
خواجه اصف: که ترکیه او قطر ترې وغواړي دوی چمتو دي چې له طالبانو سره بیا خبرې وکړي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، که ترکیه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، نو له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو امکان شته. هغه پاکستاني جیو نیوز ته ویلي ترکیه او قطر دواړه د پاکستان نږدې ملګري دي، او اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د دوی غوښتنه "نه شي ردولی".
د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د پلاوو ترمنځ تیره اونۍ په استانبول کې د خبرو دریم پړاو بې نتیجې پای ته ورسید.
د پاکستان دفاع وزیریو ورا بیا تور پورې کړچې د طالبانو پلاوي په دې خبرو کې په شفاهي ډول پرځینو مسایلو موافقه وکړه خو په لیکلي بڼه تضمین ورکولو ته چمتو نه و. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت "متحد نه دی"، او د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دواړه خواوې موافقې ته له رسیدو را ګرځوي. د طالبانو حکومت بیا پراسلام آباد ورته تور پورې کړې او ویلي یې دي چې غوښتنې یې "غیرمنطقي او له حقایقو سره اړخ نه لګوي" او له بلې خوا "د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د دواړه لورو ترمنځ لانجه د خبرو اترو له لارې هواره شي."
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تیرماښام پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم په کابل کې د میشتو سفارتونو له مسولینو سره په غونډه کې ټینګاروکړچې که پاکستان په ښه نیت او د حقایقو پربنسټ خبرو اترو ته مخه کړي، نو دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې ستونزې حل کړي. د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغې لا زیاته شوه چې پاکستان د اوکتوبر میاشتې په یولسمه پرکابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرپاکستاني امنیتي پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل چې دواړه لورو ته پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هرات کې د عالۍ اوبدلو ستر مرکز پرانیستل شو
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايی بانک په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست.
په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتېIndrika Ratwatte ، ځايي سپینږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا دی چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي څو باثباته او دوامدارې دندې او عایداتي سرچینې بېرته جوړې کړي.
د یادې ادارې په وینا، یوازې په تېرو دولسو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې له امله یې د اقتصادي فرصتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، اړتیا ډېره شوې ده.
د لنډ وخت لپاره د تېلو د هر بېرل تر سل دالرو واوښته
په خلیج او د هغه په شاوخوا عربي هېوادونو کې پر تېل وړونکو بېړیو او د تېلو پر بندرونو د بریدونو د دوام له امله، د پنجشنبې په ورځ د تېلو د هر بېرل بیه د څو ساعتونو لپاره بیا تر سل ډالرو واوښته.
د شمالي سمندر د برنټ تېلو بیه په آسیایي بازارونو کې تر ۱۰۱ ډالرو او ۵۹ سنټو پورې ورسېده او د امریکا اومه تېل، چې د WTI په نوم پېژندل کېږي، په څه باندې ۹۶ ډالرو وپلورل شول.
د امریکا او اسرائیل له خوا د ایران پر ضد د جګړې له پیل راهیسې په نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړې شوې دي. د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د تېلو د هر بېرل بیه آن تر ۱۲۰ ډالرو هم رسېدلې وه.
فرانس پرس اژانس د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) راپور ورکړی چې د جګړې د پای ته رسېدو هېڅ نښه نه ښکاري، او شنونکي وایي چې ښايي د یوې مودې لپاره د یو بېرل تېلو بیه له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې نوې عادي بیه تثبیت شي.
د تېلو نړیوالې بیې له دې سره سره لوړې شوي چې د انرژۍ نړیوالې ادارې د بېلابېلو هېوادونو د ستراتیژیکو زیرمو د یوې برخې د ازادولو پرېکړه کړې ده.
په همدې تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د تېلو د لوړېدونکو بیو د کنټرول لپاره به د امریکا د ستراتیژیکو تېلو د زیرمو یوه برخه ازاده کړي.
تر دې مخکې پرون (چهارشنبې) د انرژۍ نړیوالې ادارې د نړۍ د تېلو د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره اعلان وکړ چې د خپلو غړو هېوادونو له ستراتیژیکو زېرمو څخه ۴۰۰ میلیون بېرله تېل ازادوي.
ډونالډ ټرمپ: «موږ له ایران سره په جګړه کې بریالي شوي یوو»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (۲۰ حوت) وویل: «موږ له ایران سره په جګړه کې بریالي شوي یوو»، خو زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه به د «کار د بشپړولو» لپاره په دې جګړه کې پاتې شي.
ټرمپ د کنټاکي ایالت د هبرون ښار په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل:
«انسان هیڅکله نه غواړي ډېر ژر ووایي چې بریالی شوی دی. خو موږ بریالي شوي یوو. په لومړي ساعت کې هر څه پای ته ورسېدل.»
هغه دا هم ادعا وکړه چې متحدوایالتونو د ایران ۵۸ سمندري بېړۍ له منځه وړې دي.
پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونه نن دیارلسمه ده.
پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو دوام؛ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
پر ایران د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د ۱۲مې شپې او ۱۳مې ورځې په ترڅ کې د دې هېواد پر څو ښارونو، لکه تهران، کرج، اصفهان، کاشان او شاوخوا سیمو بریدونه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د نن پنجشنبې د سهار (۲۱ حوت) د په پرند، کرج او کاشان په ښارونو کې د پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د کاشان اوسېدونکو ویلي چې د سهار د څلورو بجو او لسو دقیقو ترمنځ لږ تر لږه څو چاودنې شوې دي. ځینو ویلي چې د چاودنو شدت دومره قوي و چې کورونه یې ولړزول او د جنګي الوتکو غږونه هم د ښار په اسمان کې اورېدل کېدل.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د راپور له مخې، د سهار په شاوخوا څلور بجې په اراک ښار کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.
همداراز راپورونه خپاره شوي چې د حسنآباد فشافویه صنعتي ښارګوټی او د پرند صنعتي ښارګوټی هم ویشتل شوي دي.
له بلې خوا د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنټکام د ویډیوګانو په خپرولو سره اعلان کړی چې درنو پوځي الوتکو د ایران پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیل پوځ هم ویلي چې د هغه څه پر ضد چې دوی یې «په تهران کې د ایران د رژیم بنسټونه» بولي، د بریدونو «پراخه څپه» پیل شوې ده.
په همدې حال کې په اهواز ښار کې هم د څو چاودنو د اورېدو راپورونه خپاره شوي دي. د ښار ځینو اوسېدونکو ویلي چې د سهار شاوخوا ۶:۵۰ بجې لږ تر لږه څو پرلهپسې چاودنې اورېدل شوې او د جنګي الوتکو د الوتنې غږ هم د څه مودې لپاره د سیمې په اسمان کې دوام درلود.
چین د تاجکستان لپاره ۹ سرحدي تاسیسات جوړوي
چین به د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله نهه سرحدي تاسیسات جوړ کړي.
د منځنۍ اسیا د کیو این اې خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان د پارلمان نن دا موافقه تصویب کړه.
د پارلماني جریدې، صدای مردم د راپور له مخې، د دې پروژې هدف د تاجکستان د سرحدي ځواکونو د تخنیکي او مادي وړتیا پیاوړې کول دي. په دې پروژه کې د داسې ودانیو جوړول شامل دي چې په عصري تجهیزاتو، څارنیزو سیستمونو، مخابراتي وسایلو او انجینري زېربناوو به سمبال وي.
په دې تاسیساتو به، چې په شاوخوا ۱۷ زره مربع متره ساحه کې جوړېږي، نژدې ۴۲۵ میلیونه چینایي یوانه لګېږي. د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې لومړي مرستیال مرادعلي رجب زاده ویلي چې دا بودیجه به د چین د حکومت له خوا په وړیا ډول ورکول کېږي.
پاکستان وايي، په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي بریدونه دوام لري
پاکستان وايي په افغانستان کې یې غچ اخیستونکي عملیات دوام لري او د پاکستان ـ افغانستان ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې یې د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ ته څېرمه یې د افغانستان څو پوستې په نخښه کړي دي.
پاکستاني ورځپاڼو نن (پنجشنبې) د خپل هیواد د امنیتي سرچینو په قول ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې یې افغان طالبانو ته مرګ ژوبلې اړولې دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو په وروستیو څو ورځو کې پر دیورند کرښه د نښتو په اړه ډېر څه نه ویل کېږي.
په همدې حال کې د پاکستان د درو مذهبي مشرانو یو پلاوی کابل ته تللی چې له طالبانو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وکړي.
خو په همدې منځ کې د پاکستان پوځ ویلي چې عملیات به یې تر هغو دوام لري چې خپلو ټاکلو هدفونو ته رسېدلي نه وي.
روسیه کې د مبایل پر انټرنیټ د بندیز دوام، چارواکي یې جنایي جرمونو سره مبارزه بولي
کرملین وایي، په روسیه کې به د مبایل ټیلفونونو انټرنیټ تر هغو قطع وي چې د خلکو د خوندیتوب تضمین وشي.
کریملین ویلي، دوی به هغه ستونزې هم وڅیړي چې د انټرنیټ پرې کېدو کسب او کارونو ته ور پیښې کړې دي.
فرانس پریس لیکلي، په روسیه کې د مبایل ټیلفونونو د انټرنیټ پر بندیز سربیره پر وټس اپ او تلګرام چېنلونو باندې هم محدودیت وضع شوی دی او دا پر انټرنیتي اړیکو د تازه محدودیتونو له ډلې دي.
روسي چارواکي وایي، دا اقدام له جنایي جرمونو سره د مبارزې لپاره مهم دی.
روسیه هڅه کوي چې د " مکس" په نوم د ټولنیزو رسنیو د اړیکو یو نوی اپلیکیشن دود کړي، خو منتقدین وایي، روسي چارواکي په دې کار سره غواړي پر ټولنیزو شبکو خپل څار زیات کړي.
جرمني منځني ختیځ کې خپل یوشمېر ډيپلوماتان، خوندي سیمو ته لېږدولي
د جرمني حکومت په منځني ختیځ کې له شخړو وروسته په یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې ایران او عراق کې خپل ډيپلوماتان له اصلي ځایونو نورو سیمو ته لېږدولي دي.
رویټرز د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې دغه اقدام د ګواښوونکي وضعیت په خاطر د لنډ وخت لپاره ترسره شوی دی.
سرچینې نه دي ویلي چې دغه ډيپلوماتان کومو ځایونو ته انتقال شوي دي.
د چهارشنبې په ورځ د سویس سفارت هم وویل چې تهران کې یې خپل سفارت د لنډ وخت لپاره بند کړی دی.
پر ایران د اسراییل او امریکا د ګډو بریدونو نن ۱۳مه ورځ ده.
د بشري حقونو د څار سازمان: د بشري حقونو د نقض عاملان باید ځواب ویونکي شي
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، د بشري حقونو د لویو سرغړونو د عاملانو د ځواب ورکولو کلیدي میکانیزم باید ژر تر ژره عملي شي.
دغه میکانیزم تېره اکتوبر میاشت کې جوړ شوی دی.
په دغه سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکې فرشتې عباسي د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي:" نن خوښه یم چې وایم دا میکانیزم شته، باید تکراره کړم چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تاریخ کې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه، د بشري حقونو د نقض په وړاندې د مصونیت کړۍ ماته شوه، د ځواب ویلو او عدالت د پلي کولو واقعي چانس رامنځته شو."
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو او نجونو حقونه ورکړي، خو نړیوالو بشري سازمانونو د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو د لومړنیو حقونو په نقض تورن کړی دی.
د بنګله دیش کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته کلکه ماته ورکړه
د بنګله دیش د کریکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې ته د پنځوس اوریزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پیاوړې ماته ورکړه.
په دغې لوبه کې، چې د داکې په سټډیوم کې ترسره شوه پاکستان بنګله دیش ته ۱۱۵ منډې هدف ورکړ، خو بنګله دیش په پنځلسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ته ځان ورسوه.
د دغو دواړو ټیمونو ترمنځ د پنځوس اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه د جمعې په ورځ او وروستۍ هغه یې د یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.