د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۶

خبرونه

په بلغاریا کې د یوه موټر په ټکر کې ۶ کډوال مړه شوي

د بلغاریا د دولتي خبري اژانس (BTA) د راپور له مخې، د پنجشنبې په شپه د پولیسو له تعقیب وروسته د یوه موټر د ټکر له امله شپږ مهاجر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. دا پېښه د تور سمندرګي بورګاس ښار ته نژدې شوې ده.

د سرحدي پولیسو مشر، کمېشنر انتون زلاتانوف، د بي‌ټي‌وي ټلوېزیون ته ویلي چې دغه موټر، چې د رومانیا نمبر پلېټ درلود، لس کسان وړل، خو د تلاشي پر مهال یې د درېدلو امر ته پام ونه‌کړ او د تېښتې هڅه یې وکړه.

د هغه په وینا، شپږ تنه د پېښې په ځای کې سمدستي مړه شوي، خو د موټر چلوونکي ــ چې رومانیايي تبعه دی ــ او درې ژوندیو پاتې شويو مهاجرو لومړنۍ درملنه ترلاسه کړې ده. د بلغاریا د خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې ژوندي پاتې شوي کسان افغانان وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سپاه پاسداران: په سیمه کې مو امریکايي هدفونه په توغندیو وویشتل

د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله یې په کویت کې په الازرق هوايي اډه کې امریکايي پوځي الوتکې وبشتي دي.

سپاه په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اډه کې یې د امریکا مهم پوځي تاسیسات او د عملیاتو د کنټرول مرکزونه هم په نخښه کړي دي.

په بیان کې دا ادعا هم شوې چې په اردن کې د امریکا د قوماندې یو مرکز هم په نخښه شوی دی.

تر دې وړاندې کویت اعلان کړی و چې د ایران د بریدونو او د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالېدو له امله یې خپل هوايي حریم په موقتي ډول تړلی او الوتنې یې نورو مسیرونو ته اړولې دي.

د کویت پوځ له خلکو غوښتي چې امنیتي لارښوونې مراعات کړي او معلومات یوازې له رسمي او باوري سرچینو ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د بحرین د پاچا رسنیز سلاکار ویلي چې د بحرین هوايي دفاعي ځواکونو یو شمېر ایراني توغندي او الوتونکي توکي شنډ او له منځه وړي دي.


سنټکام: د ایران پر ضد د دفاعي بریدونو نوې لړۍ بشپړه شوه

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر یې په ایران کې د «دفاعي بریدونو» نوې لړۍ بشپړه کړې ده.

سنټکام په یوه بیان کې ویلي چې امریکايي ځواکونو د ایران د وسله‌والو ځواکونو پر څارنیزو تاسیساتو، مخابراتي سیسټمونو او د هوايي دفاع پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د بیان له مخې، د امریکا سمندري ځواک، هوايي ځواک او سمندري پلي ځواکونو د لوړ دقت لرونکې وسلې پر هغو هدفونو کارولي چې د امریکايي ځواکونو او د سیمې له اوبو څخه د تېرېدونکو نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېدل.

سنټکام ټینګار کړی چې دا بریدونه د ایران د «پرله‌پسې او بې‌دلیله دښمنانه اقداماتو» په ځواب کې ترسره شوي او امریکايي ځواکونه لا هم بشپړ چمتووالی، هوښیارتیا او پوځي وړتیا لري.

سعودي عربستان د «ریاض ایر» په نوم بل هوايي شرکت پرانیست

AVIATION
AVIATION

سره له دې چې سیمه د ایران د جګړې او امنیتي ستونزو له امله له کړکېچ سره مخامخ ده، سعودي عربستان، د «ریاض ایر» په نوم خپل دوهم ملي هوايي شرکت په رسمي ډول پرانیست.

د راپورونو له مخې، دې هوايي شرکت د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۰مه، له څه باندې یو کال ځنډ وروسته خپل فعالیت پیل کړ.

د شرکت د پیل په لومړۍ ورځ، یوه بوینګ ۷۸۷ ډریملاینر الوتکه د سپین او ارغواني رنګ په ځانګړې بڼه له ریاض څخه لندن ته والوتله. دا الوتنه د سعودي عربستان د هغو ستراتیژیکو پروژو برخه ګڼل کېږي چې موخه یې د تېلو پر عوایدو د اقتصاد د تکیې کمول دي.

«ریاض ایر» د سعودي عربستان دوهم دولتي هوايي شرکت دی چې د سعودیه هوايي شرکت تر څنګ به فعالیت کوي. تمه ده چې دغه شرکت ریاض د نړیوال هوايي ترانزیټ پر مهم مرکز بدل کړي او د دوبۍ له نړیوال هوايي شرکت سره سیالي وکړي.

د دې شرکت پیل په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوی و، خو د بوینګ شرکت له‌خوا د الوتکو د سپارلو د ځنډ له امله ټکنی شو. بوینګ په وروستیو کلونو کې د تولید او خوندیتوب له یو شمېر ستونزو سره مخامخ و.


ټرمپ: زما په امر ۱۰۰ میلیونه بېرله تېل له هرمز تنګي تېر شول

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ده په امر له تېرې میاشتې راهیسې له هرمز تنګي څخه څه باندې ۱۰۰ میلیون بېرله تېل او تر ۲۰۰ زیاتې سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په «ټروت سوشل» کې لیکلي چې د مې میاشتې په لړ کې یې امریکايي ځواکونو ته یو «پټ ماموریت» سپارلی و، څو په هرمز تنګي کې د تېلو ټانکرونو او نورو سوداګریزو بېړیو ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړې: «نن په خوښۍ اعلانوم چې د دې اقدام په پایله کې له هرمز تنګي څخه تر ۱۰۰ میلیونو ډېر بېرله تېل نړیوالو بازارونو ته رسېدلي او له ۲۰۰ څخه زیاتې سوداګریزې بېړۍ په بشپړ امنیت له دې لارې تېرې شوې دي.»

ټرمپ ادعا کړې چې دا عملیات ځکه بریالي شول چې «د هرمز تنګي کنټرول د امریکا په لاس کې دی، نه د ایران.»

نوموړي د ایران د پوځي ځواکونو د «ماتې» او د دغه هېواد د اقتصاد د زیانمنېدو یادونه هم کړې او ویلي یې دي: «د ایران کار پای ته رسېدلی دی.»


هګست: امریکا به نن شپه د ایران مهم تاسیسات په نخښه کړي

د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسیت ویلي چې د امریکا ځواکونه به نن شپه په منځني ختیځ کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي او د ایران مهم تاسیسات به په نخښه کړي.

هګسیت ویلي، دغه بریدونه به «قوي او دقیق» وي او د امریکا پوځي ګټې به پیاوړې کړي، همدارنګه به د واشنګټن ډیپلوماتیک دریځ هم ښه کړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ځواکونه به «نن شپه ډېر بوخت وي».

د امریکا د دفاع وزیر، ویلي چې د ایران «اکثر توغندي خپلو ټاکل شوو هدفونو ته نه رسېږي».

هګسیت همداراز د هغې اپاچي څرخکې د پیلوټانو د وضعیت په اړه ډاډ څرګند کړی چې هرمز تنګي ته نژدې په یوه پېښه کې ویشتل شوې او نسکوره شوې وه. د هغه په وینا، دواړه پیلوټان روغ دي او د اندېښنې وړ حالت نه لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې او واشنګټن د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي څېرو په لیست کې

ټایم مجلې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل د ۲۰۲۶ کال د نړۍ د ۱۰۰ اغېزناکو ورزشي شخصیتونو په نوملړ کې شامله کړې ده.

مجلې ویلي، خالده پوپل یې د دې لپاره په دې نوملړ کې راوستې چې هغې د ښځو د ورزش د ودې او د افغان ښځینه ورزشکارانو د حقونو د ملاتړ لپاره هلې ځلې کړي دي.

پوپل په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د ښځینه فوټبال د لومړۍ ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه وه او د لوبغاړې په توګه یې د فعالیت ترڅنګ د نجونو د سپورټ او فوټبال د پراختیا لپاره هم هڅې کړې دي.

هغې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له ډنمارک څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د افغان وومن یونایټډ په نوم د افغان ښځینه فوټبالرانو د یوې لوبډلې په جوړولو او تنظیم کې یې مهم رول ولوباوه.

حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پاکستان د «ناسمو سیاستونو او دښمنانه کړنو» له امله په سیمه کې له ستونزو سره مخامخ دی.

کرزي د چهارشنبې په ورځ په اېکسپاڼه کې په خپور کړي بیان کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې پاکستان باید پوه شي چې د دغو سیاستونو دوام به یې هدفونو ته ونه رسوي.

هغه زیاته کړې: «د پاکستان په ګټه ده چې د افغانستان پر ضد د جګړې او ورانکارۍ له تګلارې لاس واخلي او د ښه ګاونډیتوب او متمدنو اړیکو لاره خپله کړي.»

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي، چې د هغه په وینا ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری پکې شامل دي. نوموړي ادعا کړې چې ۱۴ نور کسان هم، چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

مجاهد ویلي چې بریدونه پر ملکي کورونو شوي او هغه یې «جنایت» بللی دی.

له بلې خوا پاکستاني چارواکو بې له دې چې پر افغانستان د بمبارۍ په اړه څه ووايي، ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو یې د افغانستان په پوله کې د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ ترهګر وژلي دي.

اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې دوه برابره کوي

UAE-HEALTH-VIRS-AIRPORT
UAE-HEALTH-VIRS-AIRPORT

اتحاد هوايي شرکت (Etihad Airways) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۵مې نېټې څخه به د ابوظبۍ او کابل ترمنځ خپلې الوتنې دوه برابره کړي او هرې خوا ته به دوهمه ورځنۍ الوتنه هم ورزیاته کړي.

اتحاد هوايي شرکت د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې کابل ته په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.

هوايي شرکت ویلي چې د دې لارې لپاره د مسافرو تقاضا له پیله تر تمې ډېره لوړه وه. د دې لوړې غوښتنې لامل نه یوازې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ مستقیم سفرونه دي، بلکې هغه مسافر هم دي چې د ابوظبۍ له لارې اروپا او نورو هیوادونو ته سفر کوي.

ابدالیان کرکټ لوبډله د هند له الف سره مخامخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ابدالیان یا الف لوبډله به د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن (پنجشنبې) د هند له الف لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان، هند او سریلانکا د کرکټ د الف ټیمونو ترمنځ دا درې اړخیزې پنځوس اوره سیالۍ د سې شنبې په ورځ په سریلانکا کې پیل شوې او د جون تر یوویشتمې دوام کوي.

د سې شنبې په ورځ د هند الف لوبډلې کوربه سریلانکا ته په لږ توپیر ماتې ورکړه.

یوناما: د هرات د اعتراضونو پر مهال یو هلک وژل شوی

د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (UNAMA) ویلي چې د هرات ولایت د جبرئیل ښارګوټي د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې لږ تر لږه یو هلک د ډزو له امله وژل شوی او څو نور کسان د وهلو ټکولو له کبله ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي چې د یوې بلې احتمالي مړینې په اړه راپورونه هم ارزوي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې وشول چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د «حجاب د لارښوونو د نه مراعت» په تور یو شمېر ښځې او نجونې ونیولې.

یوناما تایید کړې چې د جون د ۶ او ۷ ترمنځ لږ تر لږه ۳۰ ښځې په هرات ښار کې نیول شوې وې، او لسګونو نورو ته شفاهي اخطارونه ورکړل شوي وو. د دې ادارې په وینا، که څه هم یادې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دغه ډول نیونې د هغوی او کورنیو پر ژوند ژور اغېز پرېږدي.

بل لور ته، د طالبانو چارواکو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي او هغه یې «بې‌بنسټه اوازې» بللې دي. همداراز ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تهران کې یو شمېر افغان کډوالو د هرات له معترضانو سره د ملاتړ په موخه لاریون کړی، خو دغه راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG