د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۳

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې ناکامې شوې

راپورونه وايي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې ناکامې شوي دي.

پاکستاني چارواکو پرون ناوخته اعلان وکړ چې په استانبول کې د دوی او طالب استازو خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ په یوه پیغام کې وویل چې د استانبول په خبرو کې هیڅ پرمختګ ونه شو.

ده پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د استانبول په خبرو کې هیڅ حللار ونه موندل شوه.

له بلې خوا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خبرو ناکامۍ ته په اشارې ادعا وکړه چې په استانبول کې د طالبانو استازو واک نه درلود.

خواجه اصف تېره شپه د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان خلاف نبابتي جنګ پیل کړی دی.

طالبانو تراوسه پورې د استانبول د خبرو د ماتې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو د بهرنیو او دفاع وزارتونو چارواکو د طارق تارړ د څرګندونو په اړه سمدستي کومه تبصره ونه کړه.

رویټرز وايي، دواړو هېوادونو د اکتوبر په ۱۹مه نېټه په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر سر موافقه کړې وه، خو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د خبرو دوهم پړاو ګډې موافقې ته له رسېدو پرته پای ته رسېدلی.

د افغانستان او پاکستان سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي چې دواړه خواوې د خبرو د ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي.

یوه پاکستانی امنیتي چارواکي ویلي، طالبان چمتو نه وو چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د کنټرولولو لپاره کومه څرګنده ژمنه وکړي — دا هغه وسلواله ډله ده چې د پاکستان پر ضد جګړه کوي او اسلام‌اباد وايي د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

په ورته وخت کې، یوې افغان سرچینې چې د خبرو له بهیر سره بلدتیا لري ویلي، خبرې د دې موضوع پر سر له “تاوتریخجنو بحثونو” وروسته پای ته ورسېدې، او د افغان لوري استازو ویلي چې دوی د پاکستاني طالبانو پر کړنو هېڅ کنټرول نه لري.

سرچینو د دې له امله د نوم د نه افشا کېدو غوښتنه کړې چې د موضوع په اړه یې د خبرو کولو اجازه نه لرله.

تر دې مخکې ملي تلویزیون، چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې دی، د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د پاکستان ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسله ده او باید اسلام اباد یې په خپله حل کړي او چې پاکستان باید متوازنې، منطقي او معقولې غوښتنې وړاندې کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG