د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

د فساد په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې څه تېریږي؟


کابل کې د فساد په وړاندې د مبارزې یو پخوانی انځور.
کابل کې د فساد په وړاندې د مبارزې یو پخوانی انځور.

د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه وايي، نړۍ له ګڼو ننګونو، تراژیدیو، نابرابریو او بې عدالتیو سره مخ ده، چې ډیری یې له فساد سره تړلي دي. طالبان وایي هېچا ته د فساد اجازه نه ورکوي او دا ادعا هم کوي چې تر ډېره بریده یې دا پدیده ختمه کړې، خو خلک وایي فساد لا شته.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی چې له یوې نړیوالې مرستندویه ادارې سره د مرستو د وېش په برخه کې کار کوي، تور پورې کوي چې د خپلې ادارې په اډانه کې ډېری وخت د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو او زورواکو له خوا د فساد پیښې په سترګو ګوري.

نوموړي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دا نړیوال چې دلته اړمنو خلکو ته مرستې رالېږي، مثلاً د خوراکي مرستو زر کارتونه وي یوې ولسوالۍ کې، شاوخوا ۳۰۰ یې محلي طالب چارواکي او ملکان ګرځوي، چې په پایله کې یې یوازې شپږ یا اوه سوه کارتونه پاتې کېږي چې بیا اړمنو خلکو ته په کافي اندازه مرستې نه رسېږي، افغانستان کې د فساد کچه د پخوا پرتله هم لوړه ده، ځکه دحساب ورکونکي نشتون او د رسنیزو او مدني فعالیتونو په برخه کې محدودیت د فساد زمینه برابروي."

د لغمان ولایت یو اوسېدونکی حکمت بیا د فساد یوه ښکاره بېلګه په لوړو زده کړو سمبال وړو ځوانانو ته په دولتي مهمو او متوسطو ادارو کې د دندې نه ورکول بولي:"هغه ځوانان چې تعلیم یافته دي او حتی د ماسټرۍ او دکتورا په کچه لوړې زده کړې لري خو چې دولتي ادارو ته ولاړ شي تر څو چې د «جهاد» سابقه ونه لري، نه یې پرېږدي، چې دا خپله فساد ته لمن وهل دي، ځکه چې د دې ځوانانو پر ځای بې سواده او غیر تجربه لرونکي کسان په ادارو کې ګمارل کېږي، ما سره اداره کې داسې کسان شته چې تعلیم نه لري خو چې د جګړو سابقه او اړیکې لري، دندې ورکړل شوي."

دا په داسې حال کې ده چې د «ډسمبر ۹مه» د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو په دې اړه پر خپله وېب پاڼه خپور کړي بیان کې ویلي چې زموږ نړۍ له ګڼو ننګونو، تراژیدیو، نابرابریو او بې عدالتیو سره مخ ده، چې ډیری یې له فساد سره تړلي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې په نړۍ کې د ۱.۹ ملیارد ځوانانو شتون، فساد سره د مبارزه په برخه کې د نړۍ د نفوس نږدې څلورمې برخې په توګه د راتلونکي لپاره خورا مهم دی.

خو افغان ځوانان چې د افغانستان د وګړو له نیمایي زیاته برخه جوړوي، وایي د طالبانو حکومت په بېلابېلو برخو کې د محدودیتونو په لګولو فساد سره د مبارزې په برخه کې د دوی د څار او افشاګرۍ مخه ډب کړې ده.

له دې ډلې د کابل ښار یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:"په اوسنیو شرایطو کې د فساد پر ضد ځوانان کوم مدني فعالیتونه نه شي ترسره کولای ځکه اوس پر دې حساسو موضوعاتو ځوانان راټولېدای نه شي چې د مفسدینو په وړاندې چې په واک کې دي سړکونو ته راووځي یا یې پر ضد شعارونه ورکړي، کوم کسان چې فساد ته هم اړ کړل شوي هغوی خپل غږ نه شي پورته کولای."

له دې ننګونو سربېره، افغان فعاله ځوانانو او ټولنیزې ډلې د مرستو رسولو، عامه خدمتونو او سیمه یېزې ادارو کې د شفافیت غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې فساد، فقر نابرابري او ټولنیزه بې عدالتي نوره هم پراخوي.

د ملګرو ملتونو په ټکو، د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کال د فساد پر وړاندې د نړیوالې ورځې کمپاین د هغه رول په اړه تمرکز کوي چې د رښتینولۍ ځوان ساتونکي د مدافعینو په توګه لوبوي، د فساد او د دوی په ټولنو باندې یې د اغیزې په اړه پوهاوی لوړوي.

د بیان له مخې، ځوانان به په فعاله توګه په بحثونو کې برخه واخلي، خپلې تجربې به شریکې کړي او له فساد سره د مبارزې لپاره به نوښتګرې حل لارې وړاندیز کړي.

په راپور کې مرکه شوي کسان ټینګار کوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان بیا واکمن شوي، د څارنې میکانیزمونه او د فساد ضد ادارې کمزورې او شفافیت کم شوی دی، چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې نوره هم ستونزمنه کړې ده.

دا هغه څه دي چې له فساد د مبارزې او روڼتیا د چارو ځینې پوهان یې هم په اړه اندېښنه ښيي او دوی بیا په دې باور دي چې تر کومه په هېواد کې اساسي قانون، دغه شان د حکومتي چارواکو او دولتي مسولینو په کچه د سزا واضح قانون او په پراخ او بې پرې ډول څارنه رامنځته نه شي، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه اداري فساد سره مبارزه به اسانه نه وي.

له ډې ډلې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د څارنې برخې پخواني مسوول عزت الله ادیب ازادي راډیو ته وویل:"یو څه چې افغانستان کې اوسنیو حالاتو کې واضح دي هغه دا دي چې هلته په هیڅ ډول مرستو دریمګړی نظارت نشته، ځکه دریمګړي نظارت ته نه اجازه شته او نه د دې لپاره کوم چوکاټ، د نظارت اړوند ادارې فعالې نه دي او نه داسې کارونو ته اجازه ورکول کیږي، ځینې نړیوالې ادارې داسې ښیي او پروژې عملي کوي چې ګویا دوی پر خپلو کارونو د نظارت پروګرامونه لري؛ خو هغه پروګرامونه په خپل ذات کې جدي ستونزې او نیمګړتیاوې لري، او یا یوازې د پروژوي هدف لپاره د خټینې پوزې په ډول عملي کیږي."

ښاغلی ادیب وایي، دا مهال په افغانستان تر ټولو ډېر اداري فساد په بېلابیلو برخو کې د نړیوالو مرستو او کاني او تدارکاتي تړونونو کې ترسره کېږي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د مرکه شویو کسانو د ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي و چې هېڅ چا ته په هېڅ برخه کې د فساد اجازه نه ورکول کېږي.

دغه راز وړاندې د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د حکومت بېلابېلو چارواکو ادعا کړې چې په مختلفو برخو کې یې له فساد سره مبارزه کړې او دا یې د چارو په لومړیتوبونو کې ده.

د یادونې ده چې افغانستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روڼتیا نړیوال سازمان په درجه بندۍ کې تر ټولو ټیټې نمرې ترلاسه کړې، او اداري فساد په کې له لویو ننګونو بلل کېږي.

د روڼتیا نړیوال سازمان (Transparency International) د ۲۰۲۴ کال لپاره په خپله خپره کړې ارزونه کې ویلي وه چې افغانستان د مفسدو هیوادو په لست کې چې ۱۸۰ هېوادونو دي ۱۶۵م ځای لري.

دغه سازمان ویلي وه چې افغانستان ته یې د روڼتیا په برخه کې له ۱۰۰ نمرو ۱۷ نمرې ورکړي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یې درې درجې شاتګ کړی دی.

د دې درجه بندۍ له مخې افغانستان په تېر ۲۰۲۳ کال کې ۱۶۲ ځای کې و او هغه مهال یې له ۱۰۰ نمرو ۲۰ نمرې درلودې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۰۳ کال د اکتوبر په ۳۱مه، د فساد پر وړاندې د ملګرو ملتونو کنوانسیون تصویب کړ او غوښتنه یې وکړه چې سرمنشي د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د کنوانسیون د غړو هیوادونو د کنفرانس (پریکړه لیک ۵۸/۴) لپاره د سکرتریت په توګه وټاکي.

له هغه وخت راهیسې، ۱۹۰ ګوندونو د کنوانسیون د فساد ضد مکلفیتونو ته ژمن دي، چې د ښې حکومتولۍ، حساب ورکولو او سیاسي ژمنې اهمیت نږدې نړیوال پیژندل ښیې.

د فساد په وړاندې د مبارزې ورځ له همدې نېټې راهیسې د دغه کنوانسیون د غړو هیوادونو له خوا نمانځل کېږي چې افغانستان یې هم غړی دی او په ۲۰۰۴ کال ورسره یو ځای شوی دی.


XS
SM
MD
LG