د طالبانو د حکومت له لوري په افغانستان کې د شمشاد خصوصي ټلویزیون د خپرونو د د بندیدو اقدام د رسنیو د ملاتړو بنسټونو پراخه غبرګونونه راپارولي او دا یې د بیان د ازادۍ د محدودولو په هدف یو عملي ګام بللی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون جمعه د اکتوبر په ۱۷ مه په یوه اعلامیه کې ویلي د طالبانو له لوري د دغه راډیو او ټلویزیون د نشراتو د بندیدو پرېکړه غندي او دا د ازادو رسنیو په چارو کې مستقیمه او ښکاره لاس وهنه بولي.
دغه مرکز ویلي د شمشاد راډيو ټلویزیون خپرونې د طالبانو د استخباراتي ادارو په مستقیمه لارښوونه بندې شوي دي.
د دغه مرکز په اعلامیه کې د یوې باخبره سرچینې له قوله ویل شوي چې طالبانو د شمشاد اداره د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو او پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په سمه توګه د نه پوښښ د پاکستان په وړاندې د طالبانو د بریدونو په نه دفاع تورن کړی دی.
د افغانستان د خبریالانمو مرکز ټینګار کړی چې خبرې ادارې باید د د ژورنالیستیکو اصولو او معیارونو پر بنسټ فعالیت وکړي او یوازې د حقیقي سرغړونو په صورت کې باید له قانوني حساب ورکولو سره مخ شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه راز د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې هم ځواب نه کړې.
په همدې حال کې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د شمشاد ټلویزیون د خپرونو بندولو پرېکړه په کلکه غندلې ده.
د دې سازمان مرستیال بصیر احمد دانشیار ازادي راډيو ته وویل:
"موږ باوري راپورونه لرو چې طالبانو د شمشاد تلویزیون د خپرونو د ځنډولو امر کړی دی، او دا پرېکړه کولای شي چې د افغانستان د رسنیو راتلونکې لا نور تیاره کړي، د طالبانو دا اقدام ښيي چې اوسني واکمنانان د رسنیو او د بیان د ازادۍ د محدودلو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي."
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان AMSO هم د اکتوبر په ۱۷ مه ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي دا اقدام ښيي چې اوسني واکمنان د بیان د ازادي او د خپلواکو رسنیو د فعالیت هیڅ زغم نه لري.
سازمان زیاته کړه چې په تیرو څلورو کلونو کې، طالبانو په رسنیو پراخه محدودیتونه لګولي، رسنۍ یې تړلي، خبریالان یې نیولي او ګواښلي دي، او د هیواد د رسنیو چاپیریال یې سخت محدود کړی دی.
په اعلامیه کې د بیان د ازادۍ د نړیوالو ملاتړ سازمانونو په ګډون د بې پولي خبریالانو، یونیسکو او د خبریالانو له نړیوال فدراسیون غوښتنه شوې چې د رسنیو په وړاندې د طالبانو د استبدادي چلند په اړه سخت ځواب ووايي.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ جلاوطنه بنسټ نۍ هم د دغه رسنۍ د خپرونو د ځنډولو اقدام د نورو انځوریزو رسنیو لپاره سور څراغ بللی دی.
په ورته وخت کې د رسنیو ځیني چارواکي او خبریالان هم د طالبانو د حکومت دې پرېکړې اندېښمن کړي دي.
له افغانستانه بهر د مرز ټلویزیون اجراييوي ریس ادریس فاروقي ازادي راډيو ته وویل:
"په افغانستان کې د شمشاد ټلویزیون بندیدل د ټولنې لپاره خورا د اندیښنې وړ دي، موږ په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د ډېر شمېر رسنیو د بندیدو شاهدان یو د بیلابیلو دلایلو له امله، د شمشاد په وړاندې چې کومه ادعا شوې ده د شمشاد ځواب ته به منتظر شو خو که په هر دلیل دا اقدام شوی وي د ټولو لپاره د اندېښنې وړ ده."
په بلخ ولایت کې یو خبریال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې دا اقدام د اندېښنې وړ وباله.
"د شمشاد ټلویزیون د خپرونو د بندولو خبرونه ډېر د اندېښنې وړ دي، د دې رسنیو ټولو کارمندان به سخت اقتصادي زیان وګوي دوی به بې کاره شي طالبان باید په رسنیو د محدودیتونو پر ځای رسنیو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د رسنیو د لا پرمختګ لپاره کار وکړي."
موږ هڅه وکړه چې د دغه اقدام په اړه د شمشاد ټلویزیون د مسولینو نظر هم ولرو خو له ډېرو هڅو وروسته هم دوی زموږ اړیکه خواب نه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان له واک ترلاسه کولو وروسته په رسنیو او خبریالانو ګڼ محدودیتونه لګولي چې له امله یې ډېر شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.
دغه راز ډیرې خبریالان له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.
یو شمېر خبریالانو او افغان رسنیو چې په کور دننه فعالیت کوي له دې مخکې د سانسور د زیاتوالي او معلوماتو ته د لاس رسي په اړه د سختو محدودیتونو له امله شکایتونه کړي دي.
شمشاد خصوصي ټلویزیون په ۲۰۰۵ کال کې د فضل کریم فضل په خصوصي پانګونې سره په کابل کې تاسیس او په رسمي ډول یې فعالیت پیل کړو.