د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۷

خبرونه

وسله والو په کوټه کې د پوځ پر مرکز برید کړی

د سپتمبر ۲ -۲۰۲۵ په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل- ارشیف
د سپتمبر ۲ -۲۰۲۵ په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه ۲۲ تنه ووژل- ارشیف

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن د امنیتي سرتیرو پر مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوې دي.

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي وویل چې لومړی د موټر بم چاودنه د پوځ له مرکز سره وشوه بیا یوشمیر وسله والو تر دې چاودنې وروسته پر پوځي اډې برید وکړ.

د بلوچستان روغتیا وزیر بخت کاکړ رویټرز اژانس ته وویل چې په لسو وژل شویو کسانو کې د پوځیانو ترڅنګ ملکیان هم شته او درې دیرش تنه نور ټپيان شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جوشوا خپل سیال پاول په شپږم پړاو کې ناک اوټ کړ

د جوشوا او پاول د سیالۍ یو انځور
د جوشوا او پاول د سیالۍ یو انځور

د درانه وزن پخواني اتل انتوني جوشوا په یوه جنجالي سیالۍ کې پخواني یوټیوبرجیک پاول ته چې سوک وهنې ته یې مخه کړې په فني ضربه ماتې ورکړه.

دا سیالي تیره شپه د امریکا د میامي په کاسیا مرکز کې وشوه، چې د راپورونو له مخې دواړو لوبغاړو د لوبې ۱۸۴ ملیون ډالر جایزه خپل مینځ کې ویشلې.

ترمسابقې مخکې د سوک وهنې یا باکسینګ په نړۍ کې اندیښنې ځکه راپورته شوې چې د جوشوا، چې د انګلستان څخه دی او دوه ځله نړیوال اتل وو، او پاول ترمینځ فزیکي ځواک او تخنیکي کچې کې د پام وړ توپیر وو.

جیک پاول چې د انټرنیټ شخصیت په توګه پیژندل کیږي ،د باکسینګ د یو لړ نمایشي مسابقو له لارې یې د ځان لپاره نوم جوړ کړی دی.

خو جوشوا خپل ډیر کم تجربه سیال په دغې سیالۍ کې چې اته پراوونه یې درلودل په اساني مات نه کړ ، تردې چې په شپږم پړاو کې یې وکولای شول چې دخپلې بدني غښتلتیا او زور په مټ هغه ناک اوټ کړي.

امریکا په سوریه کې د داعش په اهدافو بریدونه کړي

د امریکا پوځ د شنبې په سهار اعلان وکړ چې په امریکايي ځواکونو د وروستي مرګونې برید په غچ کې یې په سوریه کې د اسلامي دولت / داعش ډلې مرتبط څه دپاسه ۷۰ مرکزونه په هوایي او توغندیزو بریدونو کې په نښه کړي دي .

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ ولایت دیر الزور کې د امریکايي ځواکونو په دغو شپنیو بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې دیوه مشر په شمول لږ تر لږه ۵ غړي وژل شوي دي.

د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمن، دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې د داعش دغه مشکوک کسان د دیر الزور ولایت لویدیځ کې وژل شوي او دا ډله په سیمه کې د داعش د ډرون عملیاتو مسؤله وه.

د امریکایي چارواکو په وینا، دا غچ اخیستونکي بریدونه وروسته له هغه وشول چې یوه وسله وال بریدګر د دسمبر په ۱۳مه د سوریې په پالمیرا ښار کې د امریکا او سوریې پر ګډ پوځي کاروان برید وکړ، چې دوه امریکایي سرتیري او یو ملکي ژباړونکی یې ووژل او درې نور سرتیري یې ټپیان کړل.

د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغو غچ اخیستونکو عملیاتو کې یې، د داعش ځواکونه، زیربناوې او د وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.

عمران خان او مېرمنې ته یې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واورول شوه

پخوانی صدراعظم عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي
پخوانی صدراعظم عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي

د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف موسس او پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واوروله.

دا سزا د ډېسمبر پر ۱۹مه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ځانګړې محکمې واوروله. محکمې د حبس د سزا ترڅنګ عمران خان او بشرا بي بي ته د یو کروړ او شپیتو لکو روپو جرمانه هم واوروله.

تحریک انصاف پریکړه کړې چې ددغې فیصلې په وړاندې د اسلام سترې محکمې ته مراجعه کوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید کابینې ته له ټولو جزییاتو خبر ورکړي.

عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګیزه لري.

۷۳ کلن عمران خان چې د ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم وو د درغلیو د تورونو له کبله د ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې محبوس دی او په څو قضیو کې سزاګانې تیروي.

د یوې افغانې نجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال تر ټولو غوره انځور

د یونیسف د ۲۰۲۵ کال ترټولو غوره انځور - عکاس: ایلیس بلانچارډ
د یونیسف د ۲۰۲۵ کال ترټولو غوره انځور - عکاس: ایلیس بلانچارډ

د زده کړو په حال کې د یوې افغانې نجلۍ انځور د یونیسف د ۲۰۲۵ کال غوره انځور ګڼل شوی دی.

یونیسیف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق د جمعې په ورځ وویل چې دا انځور د فرانسوۍ عکاسې خبریالې ایلیس بلانچارډ لخوا د کابل په ختیځ کې په یوه لرې پراته کلي کې اخیستل شوی دی.

د یونیسف سرپرستې، د جرمني د ولسمشر میرمن، ایلکه بوډن بیندر وویل چې په افغانستان کې د ډیری نجونو لپاره ماشومتوب د زده کړې لپاره چې ددوی بدیهي حق دی مبارزه ده.

یونیسف وايي د هاجرې په نوم ددغې نجلۍ انځور د ملیونونو افغان نجونو خاموشه خو نه ماتیدونکي مقاومت څرګندوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له ثانوي زده کړو محرومې شوي دي.

طالبان وروسته لدې چې په ۲۰۲۱ کال واک ته ستانه شول پیل کې یې د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې.

د نړیوال او کورني فشار سره سره تراوسه د طالبانو حکومت په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه نه لیدل کیږي.

ازبکستان وايي، دې هیواد ته تر ټولو ډېر سوداګري سفرونه افغانان کوي

ازبکستان وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ازبکستان ته تر ټولو ډېر تجارتي سفرونه افغانانو کړي دي.

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، افغان وګړو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هر بل بهرني هېواد د اتباعو پرتله ازبکستان ته ډېر سوداګریز سفرونه کړي دي چې دا پر روانو اقتصادي ستونزو سربېره په سیمه‌ییزه سوداګرۍ کې د دغه هېواد د پراخېدونکي رول څرګندونه کوي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر اکتوبر پورې شاوخوا ۳۳۹ زره او ۵۸۵ افغانان تر ډېره د سوداګرۍ، تجارتي تبادلو او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره ازبکستان ته داخل شوي دي.

په دې سره افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای نیولی چې ازبکستان ته سوداګریز مسافر لېږي. دا شمېر د تاجکستان پرتله، چې یوازې څه باندې ۱۶ زره سوداګریز سفرونه یې ثبت کړي، ډېر لوړ دی، په داسې حال کې چې له ترکمنستان، روسیې او قزاقستان څخه ازبکستان ته تللي سوداګریز مسافر لا هم ډېر کم دي.

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې پر اساس، دې هیواد په وروستیو کلونو کې د ویزو قوانین اسانه کړي او د ترانزیټ لارې یې پراخې کړې دي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. د دغو پالیسیو تر ټولو ډېره استفاده افغان سوداګرو کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د ستنو شویو افغان کډوالو په اړه اندېښنه ښيي

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ژور بشري بحران د هغو کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي، چې په زور دې هېواد ته بېرته ستنېږي.

د بشري حقونو دې بنسټ پرون (جمعه) په یوه بیان کې ویلي، د دې ترڅنګ چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي، په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو او ځینو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې، یوازې ایران او پاکستان روان کال تر ۲.۶ میلیونه زیات افغان کډوال له خپلو هیوادونو ایستلي دي، چې نژدې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

سربېره پر دې، زرګونه نور افغانان هم له ترکیې او تاجکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د بشري بحران لا خرابېدا، د لومړنیو خدمتونو سخت کمښت، پراخې بې‌کارۍ او د طبیعي پېښو ناوړه پایلو، د بېرته ستنېدونکو لپاره د جدي زیان او خطر کچه لوړه کړې ده.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي، د هیواد په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځو ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.

پاکستان وايي، په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر د احتجاج لپاره احضار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د افغانستان د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی او په وزیرستان کې یې پر پاکستاني پوځیانو د حملې له کبله خپل احتجاج ورسپارلی دی.

دې وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي کمپ برید شوی او څلور پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې برید له کبله د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی او سخت احتجاج یې ورسپارلی دی. پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌والو ته اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه په ازاده توګه فعالیت وکړي او د پاکستان دننه خونړي بریدونه ترسره کړي.

پاکستاني چارواکو دا برید په سختو ټکو وغانده او ویې ویل چې دا حمله د ټي ټي پي د ګل بهادر د ډلې د وسله‌والو له‌خوا شوې ده. د پاکستان په وینا، دا پېښه یو ځل بیا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو په قول ویلي و چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.

د پولیسو د چارواکو په وینا، بریدګرو د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

جاپان له افغانستان سره نژدې ۲۰ میلیون ډالره نوره بشري مرسته تصویب کړه

د جاپان حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیونه امریکايي ډالر نور هم تصویب کړي دي.

په کابل کې د جاپان سفارت په ایکسپاڼه (پخواني ټوېټر) کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا پیسې به د بشري مرستو او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو بنسټونو او جاپاني نادولتي سازمانونو له لارې به افغانستان ته ورسول شي.

د یاد بیان له مخې، د جاپان له دې تازه مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان د ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.

افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.

د یونان ساحل ساتو سلګونه ګډوال وژغورل

ارشیف
ارشیف

د یونان چارواکو د جمعې په ورځ ګاودوس ټاپو ته نژدې له یوې کښتۍ څخه ۵۴۵ کډوال وژغورل.

دا په وروستیو میاشتو کې د ژغورنې تر ټولو لوی عملیات بلل کېږي.

د یونان ساحل ساتونکو ویلي چې د جمعې په سهار شاوخوا ۳ بجې یې د مرستې اضطراري پیغام ترلاسه کړ. تر دې وروسته، د ساحل ساتونکو ۳ کښتۍ، د ګاوډوس له جنوب ختیځ څخه شاوخوا ۱۶ سمندري میله لرې د پېښې ځای ته ورسېدې.

د ژغورنې ډلې وموندله چې سلګونه کډوال د کب نیونې په یوه بېړۍ کې په ډېر تنګ ځای کې سپاره دي. د څو ساعتونو له عملیاتو وروسته، د ژغورنې بهیر په خوندي ډول پای ته ورسېد او ټول ۵۴۵ کسان د نژدې کریټ ټاپو د اګیا ګالیني بندر ته ولېږدول شول.

د چارواکو په وینا، د ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.

له دې په یوه جلا پېښه کې نن د یونان ساحل ساتو په یوه بله کښتۍ کې ۳۲ کډوال وموندل او هغوی یې کریت ټاپو ته بیولل.

په وروستیو کې له لیبیا څخه د یونان جنوبي ټاپوګانو ته د کډوالو تګ زیات شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG