خبرونه
په کراچۍ کې تر ۲۵۰ ډېر بې اسناده افغان کډوال نیول شوي
پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د دې هېواد پولیسو په کراچۍ ښار کې تر ۲۵۰ ډېر هغه افغان وګړي نیولي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل.
د راپورونو له مخې، پولیسو دا کسان د کراچۍ په بېلابېلو سیمو لکه ختیځې ناحیې، جنوبي ناحیې او د ښار په مرکزي برخو کې نیولي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې نیول شوي افغانان به د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته د افغان کډوالو ځانګړو کمپونو ته ولېږدول شي.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ زیاته شوې ده.
په همدې منځ کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیونې په اوج کې دوې ورځې وړاندې امر وشو چې تر بلې خبرتیا پورې دې د افغان کډوالو نیونې ودرول شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ټرمپ وایي، له ایران سره هوکړه به کانګرس ته واستوي
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشرډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره هوکړه به د "څېړنې" لپاره د امریکا کانګرس ته واستوي.
ټرمپ په فرانسه کې د جي اوه د سرمشریزې ترڅنګ د متحده عربي اماراتو له مشرمحمد بن زاید النهیان سره د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل: "ما یې هېڅکله هم پراستولو فکر نه و کړی، حتی یو ځل هم نه، خو زه به دا کار وکړم. زه به یې کانګرس ته ولېږم. دا نظر مې خوښ دی."
تردې مخکې د کانګرس ځینو جمهوريپالو غړیو د دغې هوکړې د متن د بیاکتنې غوښتنه کړې وه.
ټرمپ همدارنګه ژمنه وکړه چې له ایران سره د هوکړې متن به "په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې" په عامه توګه خپور کړي، او ان دا یې هم وویل چې امکان لري ټول سند به د کامرې مخې ته ولولي.
ټرمپ زیاته کړه چې"د دې (سند) محتوا دا ده: ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي."
ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو تفاهم لیک چې یو عمومي سند دی او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جي ډي ونس په ټکو په "یو نیم مخ" کې ترتیب شوی، د غبرګولي په ۲۴ په برېښنايي ډول لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې د غبرګولي په ۲۹ په سویس کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې په حضوري ډول هم لاسلیک شي.
برونو لیمارکي په افغانستان کې د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه دنده پیل کړه
برونو لیمارکي چې نوی د افغانستان لپاره د بشري چارو د همغږه کونکي په توګه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیال په توګه ټاکل شوی، د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶ په کابل کې خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما پرخپله ویبپاڼه لیکلي چې د نوموړي ټاکنه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش لخوا شوې او هغه د اندریکا راتوات ځای ناستی شوی دی.
نوموړی به په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ټولو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو چارې همغږي کوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د همغږې شوې پراختیايي برخې مشري به پر غاړه لري.
لېمارکي له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د مشرتابه څو دندې ترسره کړي چې تر ټولو وروستۍ دنده یې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت لپاره د سرمنشي د مرستیال ځانګړي استازي په توګه وه، او همدارنګه له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۶ پورې یې د همدې هیواد لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې.
نوموړی داسې مهال په افغانستان کې نوې دنده پیلوي چې د ملګروملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره وغځواوه.
جرمني په جرمونو ښکیل شاوخوا دیرش افغانان بیرته خپل هیواد ته ډیپورټ کړل
جرمني د سې شنبې په ورځ شاوخوا ۳۰ افغانان، چې یو شمېر یې په جنایي جرمونو محکوم شوي وو، له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته ډیپورټ کړل. د راپورونو له مخې په دغو کسانو کې د قتل، جنسي تېري او نورو جرمونو محکومان هم شامل وو. بلخوا په هوايي ډګر کې لسګونو کسانو د دې پرېکړې پر ضد اعتراض وکړ. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی راتلونکې اونۍ بروکسل ته سفر وکړي او له اروپايي چارواکو سره افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع خبرې وکړي.
یونیسف: په افغانستان کې له ۸،۸ ملیونه زیات ماشومان د اقلیمي بدلون له بیلابیلو خطرونو سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي چې په افغانستان کې له ۸،۸ میلیونو ډېر ماشومان له هم مهاله لږ تر لږه درې اقلیمي خطرونو لکه سېلابونو، وچکالۍ، د تودوخې څپو او د دوړو توپانونو له ګواښ سره مخ دي.
یونیسف په یوه راپورکې چې د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶ یې په خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویلي چې له ۷۵ سلنې څخه ډېر ماشومان د وچکالۍ، له نیمایي څخه زیات د سختې ګرمۍ او شاوخوا ۱،۷ میلیونه ماشومان د سېلابونو له خطر سره مخ دي.
په راپور کې ویل شوي چې افغانستان د ماشومانو د زیانګالۍ له پلوه په جنوبي آسیا کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې په لوړه کچه کې دی.
دې ادارې ټینګار کړی چې اقلیمي بحران د خوړو د کمښت، د خوارځواکۍ او د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا سره یو ځای د ماشومانو ژوند او راتلونکی په جدي ډول ګواښي.
یونیسف د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو خدماتو د سمدستي پانګونې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې له دې اقداماتو پرته به ماشومان لا زیات له زیانګالي سره مخ شي.
یونیسف دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د (G7) مشران به دامریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړي چې ایران سره لنډمهاله هوکړه به ددغه هیواد اټومي پروګرام پیاوړی کړي
د اوو پرمختللیو صنعتي هیوادونو یا (G7) مشران به په فرانسه کې نننۍ غونډې کې دامریکا ولسمشر ته خبرداری ورکړي چې ایران سره لنډمهاله هوکړه به ددغه هیواد اټومي او د توغندیو پروګرامونه پیاوړي کړي.
دوی به له ولسمشر ټرمپ داهم وغواړي چې د اوکراین په وړاندې خپلې پالیسي باندې له سره غور وکړي.
دامریکا و ایران ترمینځ هوکړه چې پرون اعلان شوه تهران او واشنګټن ته فرصت ورکوي چې په ۶۰ ورځو کې دیوه تفصیلي تړون په اړه خبرې وکړي.
د رویترز خبري اژانس رپوټ وايي چې فرانسه ، بریتانیه او جرمني چې په وروستیو میاشتو کې خبرو نه ګوښه شوي وو غواړي د راتلونکو خبرو په بهیر کې رول ولري.
ولسمشر دونالد ټرمپ د (G7) غونډه کې ګډون لپاره پرون فرانسې ته ورسیده او ولسشمر ایمانویل مکرون او دهغه له میرمنې سره یې ولیدل.
د امریکا متحدایالات، بریتانیه، فرانسه، جرمني ، ایټالیا، کاناډا او جاپان د (G7) غړي هیوادونه دي.
ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي.
د نجونو د زده کړو فعالې اغلې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه ډول اقدامات یو خطرناک پیغام رسوي او هغه داچې یو رژیم چې افغان نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي په عین حال کې یې د یو دیپلوماتیک شریک په توګه هرکلی هم کیدلای شي.
اروپايي اتحادیه وايي چې د طالبانو پلاوی یې د کډوالو د ستنولو په هکله تخنیکي خبرو لپاره بروکسل ته بللی دی.
رپوټونه وايي دغه پلاوی به د روانې جون میاشتې په ۲۲ یا ۲۳ بروکسل ته ورسیږي.
ملاله یوسفزۍ ټینګار کوي چې اوروپا نه ښايي له داسې یو رژیم سره د موافقې هڅه وکړي چې په ټکو یې په نړۍ کې د بشري حقوقو ترټولو ناوړه ناورین مسئول دی.
بریتانیې هم اعلان وکړ چې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي
بریتانیه اعلان وکړ چې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي.
صدراعظم کیېرستارمر د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه رسنۍ کوچنیان او تنکي ځوانان له داسې مطالبو سره مخ کوي چې "خطرناک" دي او د "روږدي کولو" لپاره ډیزاین شوي دي.
د بریتانیې حکومت وايي دغه بندیز په سنپ چت، تیک تاک ، یوتیوب، اینستاګرام ، فیسبوک او ایکس باندې لګیږي خو د وتساپ په څیر د پیغامونو د لیږلو پلتفورمونو ته نه شاملیږي.
بریتانیه دریم هیواد دی چې دغه ډول بندیز اعلانوي.
کاناډا کې د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته یوه لایحه وړاندې شوه چې له ۱۶ کلونو د کم عمرکسانو باندې د خواله رسنیو کارول منع کوي.
تردې مخکې، استرالیا لومړۍ هیواد وو چې په تیرې لیندۍ میاشت کې یې د ۱۶ کلونو کم عمر کسانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کړل.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران او امریکا ترمینځ دهوکړې هرکلی کوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران او امریکا ترمینځ هوکړه یو مثبت ګام ګڼي او هرکلی یې کوي.
دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ کابل کې دافغانستان ، منځنۍ اسیا او اذربایجان دستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو د څیړونکو اوچارواکو غونډې ته وویل چې ایران او متحد ایالات له اوږدو خبرو وروسته توافق ته رسیدلي دي او که پرې عمل وسي نو دا یو مثبت عمل وي.
متقي وړاندې وویل کاشکې هغه توافقات او پریکړې چې له جنګ وروسته رامینځ ته کیږي ترجنګ مخکې ورباندې غور شوی وای او مسایل د خبرو له لارې حل سوي وای.
امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې توافقات عملي سي او دا به په سیمه کې یو مثبت پرمختګ وي.
د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې د درولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، او د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
ایران هم تایید کړه چې هوکړه شوې او دلاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ سویس کې ترسره شي.
ونس: ټرمپ ښايي د جمعې له ورځې مخکې ایران سره د هوکړې متن خپور کړي
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي د واشنګټن او تهران ترمنځ د هوکړې متن ، د رسمي لاسلیک له مراسمو مخکې چې د جمعې په ورځ ترسره کېږي، خپور کړي.
هغه وویل چې دا هوکړه لا دمخه د دواړو لورو دمشرانو له خوا په الکترونیکي ډول لاسلیک شوې ده.
ونس له فاکس نیوز سره په خبرو کې هغه راپورونه چې ګواکې امریکا به ایران ته ۲۴ میلیارده ډالر ورکړي، «په بشپړه توګه ناسم» وبلل. هغه وویل چې دا هوکړه د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل او د ایران له خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی تضمینوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر خبرداری هم ورکړ چې که ایران خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې نه شي، نو د دې هوکړې له ګټو به بې برخې شي. هغه وویل چې د ټرمپ اداره کولای شي د محاصرې یا د پوځي بریدونو د بیا پیلولو په څېر انتخابونه په پام کې ونیسي.
د امریکا مرستیال ولسمشر په عین حال کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ موخه د ایران د اسلامي جمهوریت د "چلند بدلون" دی، نه د حکومت بدلون.
ولسمشر ټرمپ د G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره فرانسې ته ورسید
ولسمشر ټرمپ د ۷ پرمختللیو صنعتي هیوادونو،یا G7 ، په غونډه کې ګډون لپاره چې دامریکا او ایران ترمینځ تفاهم لیک یې د اجند په سر کې دی،د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسید.
دغه غونډه سملاسي وروسته لدې دایریږي چې امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د توافق دلاسلیکولو اعلان وکړ.
تمه ده چې دا موضوع او د اسلام اباد د تفاهم لیک په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کول به د اوو صنعتي هیوادونو دمشرانو د خبرو اصلي موضوع وي.
امریکا، فرانسه، بریتانیا، جرمني،کانادا ایتالیا او جاپان ددغې ډلې غړي هیوادونه دي.
د غونډې کوربه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د دوشنبې په ورځ دایران او امریکا د توافق له اعلان وروسته وویل چې د G7 په غونډه کې د توافق نتایج ، پرلبنان باندې یې اغیزې، د هرمز تنګي د تلپاتې پرانیستلو او دایران دتوغندیو د پروګرام په اړه خبرې کیږي.
مکرون په ایکسپاڼه ولیکل چې فرانسه او بریتانیا چمتو دي د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره مرسته کې یو ګډ ماموریت ترسره کړي او فرانسوي جنګي بیړۍ استولو ته اماده دي.